Connect with us

تازه خبرونه

د درې اړخیزو او آسیایي ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد د ځوانې کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې ویلي، چې ۱۵ لوبغاړي یې په عمومي نوملړ کې او درې نور یې په احتیاطي هغه کې ځای پر ځای شوي دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۳

د افغانستان کرکټ بورد د چارشنبې پر ورځ ( د لړم نهمه) د پاکستان او متحدو عربو اماراتو له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو سره د درې اړخیز لوبلړ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه ډاګیزه کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې ویلي، چې ۱۵ لوبغاړي یې په عمومي نوملړ کې او درې نور یې په احتیاطي هغه کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغان کرکټ بورډ چارواکو ويلي، چې د افغان لوبغاړو د غوراوي بهیر له شاوخوا شپږ میاشتو راپدېخوا پیل شوی و او له یو لړ ازموینو او داخلي سیالیو وروسته بې د لوبغاړو دا ۱۸ کسه غوره کړل.

په دغه ١٨ کسانو کې محبوب تسګين د کپتان او ويکټ ساتونکي په توګه، عزيز خان، فيصل خان، برکت، عزت بارکزى، عزيز مياخېل، حمزه علي خېل د ويکټ کيپر، نظيف اميري، عبدالعزيز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزى، فهيم ښيوال ، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او ناصر معروف خېل په عمومي نوملړ کې او روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان په احتیاطي هغه کې راغلي دي.

دا نوملړ د دواړو سیالیو لړۍ ( درې اړخیزه سیالۍ او د آسیا ملتونو جام ) لپاره اعلان شوی دی. دغو لوبغاړو له څو روزنیزو کمپونو او چمتووالي وروسته دې نوملړ ته لار موندلې او اوس هم خپله وړتیا ښيي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې د دغو لوبغاړو لپاره د روزنې او چمتووالي کمپ جوړ شوى و.

د یادو هېوادونو د ځوانو لوبډلو ترمنځ به دا درې سیالۍ په ابوظبي کې د لړم درویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه پیل او د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر شپږویشتمه پای ته ورسېږي.

په دې سیالیو کې به لومړۍ لوبه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شي.

دوهءیمه هغه به د لړم پر پېنځه‌ویشتمه / د نومبر پر پېنځلسمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د دې لړۍ درېیمه لوبه د لړم پر اتویشتمه / د نومبر پر اتلسمه د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه به د لړم پر دېرشمه / د نومبر پر شلمه تر سره شي. د لیندۍ پر دوه‌یمه / د نومبر پر دوه‌ویشتمه به د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ځوانو لوبډلو ترمنځ پېنځمه لوبه ترسره شي. وروستۍ لوبه به د لیندۍ پر څلورمه / د نومبر پر څلیریشتمه د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شي او د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر شپږویشتمه به د پای لوبې په پایله کې هغه دوه غوره لوبډلې، چې د سکور بورډ له اړخه زیاتې نمرې لري یو بل ته مخامخ شي.

د يادونې ده، چې د دې سياليو له لړۍ وروسته به د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبغاړو د آسيايي هېوادونو د کرکټ ځوانانو په سياليو کې، چې د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نهه‌ویشتمه پيلېږي او د لیندۍ پر اتلسمه / د ډسمبر تر اتمې  پورې به په متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

تازه خبرونه

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرله‌پسې روانې ساتلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

Published

on

 

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او څرګندوي، چې دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

د خبرپاڼې له مخي؛ دغه بریدونه د پاکستان د «بې‌پروا چلند» دوام ښيي او دا ښیي، چې اسلام‌آباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا څخه پخپل کلک ملاتړ ټینګار څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ اوړمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان دې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي او ډیپلوماسۍ دې غوره کړي

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

Published

on

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوټرش له هغې غوښتنې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا غوښتنه کړې؛ له اسلام‌آباد وغوښتل، چې ډیپلوماټیکو حل‌لارو ته مخه کړي.

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان څو ځله ویلي، چې ډیپلوماټیکه حل‌لاره غوره بولي او د کړکېچ د کمولو لپاره یې څو وړاندیزونه هم کړي دي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي پوښتنه کړې:« آیا په پاکستان کې واکمن جوړښت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته غوږ ونیسي؟»

خلیل‌زاد د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي: «هیله لرم همداسې وشي، خو په دې اړه ډېر خوش‌بین نه یم.»

د خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له وروستیو بریدونو وروسته ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117