Connect with us

سوداگري

افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول

د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله د صادراتو دغه کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې ده.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې ويلي، د لمریز لېږدیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې دې هېواد ته د ایران غیرنفتي صادرات د ۲۵۴ میلیون ډالرو پر زیاتېدو ۱ میلیارډ او ۷۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله د صادراتو دغه کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې ده.

ایلنا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې په دې موده کې د اوسپنې، فولادو، سمنټو، هګیو او کچالو په ګډون شاوخوا ۵۶۰ زره ټنه ایراني توکي افغانستان ته صادر شوي دي.

د ایران د سوداګرۍ د پراختیا ادارې مشر حسین روستایي په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو ارزښت ۲۵۴ میلیون ډالره او او وزن ۵۵۹ زره ټنه ډېر شوی دی. د ټولو صادراتو وزن  ۲ میلیون او ۵۲۳ زره ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال پر پرتله یې ۲۸ سلنه وده کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان څخه د ايران د وارداتو ارزښت هم څه باندې ٣٣ ميليون ډالرو ته رسېدلى، چې ١٩٢ سلنه زياتوالى يې موندلى او پر ټولیزه توګه په وارداتي توکو کې وربشي، جوار، ممپلي او مرچ راغلي دي.

سوداگري

افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

Published

on

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.

دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.

د لاجورد دهلیز یوه سیمه‌ییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!