Connect with us

لوبی

آریانا نیوز په افغانستان کې IPL ته د داوطلبۍ مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي

د سږ کال په میګا داوطلبۍ کې ۱۵۷۴ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، چې ۵۷۴ نومونه به ذلړطلبۍ ته وړاندې شي.

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۴, ۱۴۰۳

د هند د ټاټا غوره لیګ (IPL) د لوبغاړو داوطلبي د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ څلورمه / د نومبر څلیریشتمه او د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځمه / د  نومبر پېنځه‌ویشتمه ) د سعودي عربستان په جده کې ترسره او په افغانستان کې به د کرکټ د دې تاریخي پېښې د داوطلبۍ بهیر له آریانا راډیو ټلویزیون ATN څخه پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپور شي.

د داوطلبۍ دغه دوه ورځني مراسم پر ژوندۍ بڼه له آریانا نیوز څخه هم خپریږي.

د هند ۲۰۲۵غوره لیګ (IPL 2025 ) میګا داوطلبي به سږکال د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شي.

 دا به دوه‌یم ځل وي، چې د آی پي ایل میګا داوطلبي له هند څخه بهر ترسره کیږي.

د سږ کال په میګا داوطلبۍ کې ۱۵۷۴ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، چې ۵۷۴ نومونه به ذلړطلبۍ ته وړاندې شي.

په دغو ۵۷۴ لوبغاړو کې به ټولټال ۳۶۶ هندي او ۲۰۸ بهرني لوبغاړي وي.

یو شمېر ستر نومونه به په سیالۍ کې وي؛ ۸۱ لوبغاړي به د ۲ کروړه روپیو ($ 237,000 ډالرو) ترټولو لوړې بیې لپارهغوره شي.

افغان لوبغاړي:

د IPL میګا داوطلبۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي نوماند شوي دي.

دوه سوه څلور (۲۰۴) سلاټونه به له ۷۰ سلاتیټونو سره د بهرنیو لوبغاړو لپاره چمتو شی.

د داوطلبۍ لپاره د افغان لوبغاړو بشپړ نوملړ:

رحمان الله ګربز

نوراحمد

وقار سلام‌خېل

الله محمد غضنفر

مجیب الرحمن

عظمت الله عمرزی

نوین الحق

ظاهر خان پکتین

صدیق الله اتل

محمد نبي

ګلبدین نایب

فضل الحق فاروقي

نجیب الله ځدراڼ

ابراهیم ځدراڼ

قیس احمد

کریم جنت

فریدون داوودزی

ننګیال خروټی

د ټول هېواد د کرکټ مینه‌والو لپاره به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ د IPL میګا داوطلبۍ بهیر له آریانا نیوز څخه خپور شي.

د نورو معلوماتو او تازه راپورونو د لیدلو او لوستلو لپاره مونږ، زمونږ په ټولنیزو رسنیو کې وڅارئ.

لوبی

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ لوبـو لړۍ وګټله

په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیق‌الله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۵, ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په پېنځمه او وروستۍ لوبه کې ایرلینډ ته د شپږ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او له دې بریا سره یې د لوبو دا لړۍ وګټله.

په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیق‌الله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.

د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه؛ خو افغانستان دا هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

افغانستان له دې مخکې هم د دغو سیالیو له درې نورو لوبو څخه بریاوې ترلاسه کړې وې او لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.

د یادونې ده، چې آریانا ټلویزیون د دغو پېنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ پر ژوندۍ بڼه خپره کړه.

Continue Reading

لوبی

افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله

افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.

افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.

صدیق‌الله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.

ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.

افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.

لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نه‌شوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوه‌یمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.

دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان له ایرلینډ سره په څلورمه لوبه کې؛ د لړۍ د ګټلو هڅه کوي

دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه د پېنځه یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې له ایرلینډ سره مخ کېږي.

دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان اوس د ایرلینډ پر وړاندې د ۲- ۰ مخکښ دی او د درېیمې لوبې له ګټلو وروسته یې د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته مستقیمه لار هم خپله کړې ده.

د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نه‌شوه؛ خو افغانستان په دوه‌یمه او درېیمه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.

افغانستان په دوه‌یمه لوبه کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د ۲۰۷ منډو هدف پر اووه ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

راشد خان په دغو بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه په دوه‌یمه لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې درې ویکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې هم وکړې.

رحمان‌الله ګربز په درېیمه لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ، چې په تېرو دوه لوبو کې له افغانستان ماتې خوړلې؛ هڅه کوي د افغان لوبډلې د بریاوو لړۍ ودروي.

د ایرلینډ توپوهونکي تر اوسه د افغان توپ‌اچوونکي، راشد خان او الله‌محمد غضنفر پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ایرلینډ د بریا لپاره په دې لوبه کې ښه پیل او د خپلو توپوهونکو ترمنځ اوږدو ملګرتیاوو ته اړتیا لري.

افغانستان، چې په دې لړۍ کې یې خپله برلاسي ثابته کړې؛ هڅه کوي د نننۍ لوبې له ګټلو سره د سیالیو پایله ۳ – ۰ کړي.

دا لوبه نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي او دواړه لوبډلې به په ۵۰ آورونو کې سیالي وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!