تازه خبرونه
اسلامي امارت د ۳۰ سټندرډونو له تصویب خبر ورکړ
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د شنبې پر ورځ( د لیندۍ لسمه ) د سټنډرډ د عالي شورا په غونډه کې، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ جوړه شوه؛ د ودانیزو، خوراکي، څښاک، طبي، کانونو، پټرولیم، نساجۍ، چاپېریال او برښنايي وسایلو په برخو کې یاد سټنډرډونه ومنل شول.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په بېلابېلو برخو کې د ۳۰ سټنډرډونو د منظورۍ اعلان کړی دی.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د شنبې پر ورځ( د لیندۍ لسمه ) د سټنډرډ د عالي شورا په غونډه کې، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ جوړه شوه؛ د ودانیزو، خوراکي، څښاک، طبي، کانونو، پټرولیم، نساجۍ، چاپېریال او برښنايي وسایلو په برخو کې یاد سټنډرډونه ومنل شول.
ملا برادر ويلي، هېوادوالو ته د باکيفيته محصولاتو او وارداتو د رسولو لپاره د سټنډرډونو رامنځته کول او پلي کول اړين دي.
هغه زياته کړې؛ له دې کار سره د بې کيفيته توکو د توليد او وارداتو مخه نيول کېږي او خلکو ته معياري توکي برابرېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو وغوښتل، چې د شورا تصویب شوي سټنډرډونه په جدي توګه پلي او وڅاري.
تازه خبرونه
د افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي: د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې، چې د «متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام له لارې امریکا ته تللي؛ په سلو کې ۴۰ تېروتنې شوې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د« متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام د جو بایډن په حکومت کې رامنځته شو او په ۲۰۲۳ز.کال کې له یوې حقوقي دعوې وروسته؛ د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه پروګرام ۹۰ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ۱۵۰ ورځو کې وڅېړي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین د دې پروګرام د پلي کېدا پر څرنګوالي نیوکه کړې او څرګندوي:« که ان یو خطرناک مجرم یا ترهګر هم زمونږ هېواد ته داخل شي، د ګڼشمېر امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.»
دغه وزارت په امریکا کې د څو افغان وګړو نیول کېدا ته هم نغوته کړې او وایي؛ ځینې هغه کسان، چې د دغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وه، وروسته د جنایي جرمونو یا ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیول شوي دي.
له دې سره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر په پخوانیو راپورونو کې هم له افغانستان څخه د لېږدول شویو کسانو په اړه د منفي معلوماتو د پېژندلو او ارزونې په بهیر کې له نیمګړتیاوو خبر ورکړ شوی و.
تازه خبرونه
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.
تازه خبرونه
په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.
د هلمند سیمهییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.
د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
نړۍ2 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
تازه خبرونه1 day agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
