International Sports
آریانا ټلویزیون د سریلانکا ۱۰ اوریز سوپر لیګ پرانیستونکی پړاو خپروي
دغه سیالۍ د چارشنبې پر ورځ د لیندۍ یوویشتمه / د ډسمبر یوولسمه د سریلانکا په کنډي ښار کې پیلیږي او په لومړۍ لوبه کې به جفنا ټایټنز او همبنټوټا بنګله ټایګرز سره مخ شی.
آریانا راډیو ټلویزیوني شبکې د سریلانکا ۱۰ اوریز سوپر لیګ د پرانیستونکي پړاو د زړه راکښونکیو سیالیو د ژوندي خپراوي ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
دغه سیالۍ د چارشنبې پر ورځ د لیندۍ یوویشتمه / د ډسمبر یوولسمه د سریلانکا په کنډي ښار کې پیلیږي او په لومړۍ لوبه کې به جفنا ټایټنز او همبنټوټا بنګله ټایګرز سره مخ شی.
په دې سیالیو یا ټورنمنټ کې ټولټال شپږ لوبډلې برخه لري، چې عبارت دي له: جفنا ټایټنز، هامبنټوټا بنګال ټایګرز، کولمبو جګوارا، نوارا ایلیا کینګز، کنډي بولټز او ګاله مارفلز لوبډلو څخه.
هره ورځ به درې سیالۍ ترسره كېږي او وروستۍ سیالي به پر نهمه ورځ وي.
په ټول هېواد کې کرکټ مینهال کولی شي د یادې شبکې له لارې د سیالیو په اړه خبرونه، د لوبو مهالوېش او د لوبډلو نوملړ ترلاسه کړي.
International Sports
ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینهوالو ته د ایافال جام لوبه خپروي
دواړه لندنۍ لوبډلې د ایافال جام په دوهیم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
دواړه لندنۍ لوبډلې د ایافال جام په دوهیم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.
ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.
دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.
ایافال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.
افغان فوټبال مینهوال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
International Sports
فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.
د فوټبال نړیوال فډراسیون(فیفا) د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د تنظیم او ترسره کېدا په اړه بېلابېل اړخونه څرګند کړي او دغه سیالۍ یې د تاریخ تر ټولو ستره سپورټي پېښه بللې ده.
د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.
د فیفا د څرګندونو له مخې، ۱۲۴۸ لوبغاړو په دې سیالیو کې ګډون کړی و او د لوبغالو ټولیز حضور له ۶.۸ میلیون اوښتی و.
فیفا ویلي، د دغو سیالیو ترسره کول بېساری عملیاتي او لوژستیکي بهیر و. د شمالي امریکا پر کچه ۶۴۵ رسمي مرکزونه فعال ول او نږدې ۳۰۰ زره تصدیق شویو کسانو د سیالیو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کولې.
له ۴۳ زره ډېر رضاکاران، ۷۳زره او ۷۰۰ امنیتي پرسونل او د ۱۰۴ هېوادونو ۲۵۰۰ د فیفا کارکوونکو د سیالیو د منظمو ترسره کېدو لپاره کار کړی دی.
د امنیتي چارو په برخه کې له یو میلیون څخه ډېر کاري پړاوونه ترسره شوي او د تصدیق سیسټمونو د سیالیو په بېلابېلو ځایونو کې له پېنځه میلیون ډېر ثبتونه او پلټنې ترسره کړې دي.
د درې هېوادونو ترمنځ د لوبډلو او چارواکو تګ راتګ هم ستره لوژسټیکي ننګونه وه. فیفا د سیالیو پر مهال د لوبډلو ۱۱زره او ۳۳۷ ځله تګ راتګ ثبت کړی دی.
همداراز د لوبغالو او چمتووالي ډګرونو لپاره شاوخوا ۳۰۰زره مټرمربع ځانګړی چمن کارول شوی دی.
د رسنیو فعالیتونه هم په پراخه کچه ترسره شوي دي.
د امریکا د ډالاس په ښار کې د خپرونو نړیوال مرکز د نړیوال ټلویزیوني پوښښ اصلي مرکز و. د تولید ډلو نږدې پېنځه زره کامرې کارولي او له ۲۴زره ډېر بېلابېل مطالب یې چمتو کړي، چې ټولې لوبې نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.
فیفا د مینهوالو د خدمتونو او د لوبغالو د فعالیتونو شمېر هم خپور کړې دي.
د سیالیو پر مهال په لوبغالو کې نږدې ۶۷۵زره هاټډاګونه، له ۴.۶ میلیون ډېر نرم څښاک او بوتلي اوبه پلورل شوې دي.
له لوبغالو بهر د فیفا د مینهوالو جشنونو ته په شمالي امریکا کې له ۹ میلیون ډېر کسان ورغلي دي. همداراز د «له تګ مخکې پوه شئ» تر سرلیک لاندې د معلوماتي پروګرام له لارې تر ۲۳۰۰ ډېر واټساپ پیغامونه او ۷.۷ میلیون برېښنالیکونه مینهوالو ته لېږل شوي دي.
فیفا ویلي، دغه شمېر د پراخ شوي نړیوال جام د تنظیم د کچې او پېچلتیا یوه انځور وړاندې کوي. د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، دا لومړني اړخونه دی او په راتلونکو میاشتو کې به نور معلومات او عملیاتي جزئیات هم خپاره شي.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
