لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
دا به د اتلانو جام نهم پړاو وي، چې د فبرورۍ له نولسمې څخه به د مارچ تر نهمې د پاکستان پر کوربتوب تر سره شي.
آریانا راډیو او ټلویزیون د خوښۍ زیری وړاندې کوي، چې په افغانستان کې یې د راتلونکي ۲۰۲۵کال د فبرورۍ د میاشتې د کرکټ اتلانو جام سیالیو د ژوندۍ خپرونې حق ترلاسه کړی دی.
دا به د اتلانو جام نهم پړاو وي، چې د فبرورۍ له نولسمې څخه به د مارچ تر نهمې د پاکستان پر کوربتوب تر سره شي.
په دې سیالیو یا ټورنمنټ کې به د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي اته غوره لوبډلې برخه واخلي. پاکستان، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې یې د اتلانو اتلولي ګټلې وه، دفاعي اتل دی.
د کرکټ اتلانو جام یوه پنځوس اوریزه لوبه ده، چې هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي.
د راتلونکي کال سیالۍ به له ننګونو پرته نهوې؛ ځکه، چې د هند کرکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د هندي لوبډلې د سفر په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د راپورونو له مخې؛ هندۍ لوبډله به خپلې لوبې له پاکستان څخه بهر کوي.
که هند فاینل ته لار پیدا نهکړي، لاهور به د دې لوبې کوربه وي.
پر ځای به یې د پاکستان لوبډله به د هند ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې خپلې لوبې ونکړي او ښايي سریلانکا د دغو لوبو کوربه وي.
د راپورونو له مخې؛ داسې ښکاري، چې متحده عربي امارات به په اتلولانو جام کې د هند د سیالیو کوربه وي.
آریانا ټلویزیون به د کرکټ ټول مینهوال د د دغو سیالیو له تازه خبرونو څخه خبر ساتي او مهالوېش به یې له بشپړیدو وروسته خپور کړي؛ ځکه، نو ډاډه اوسئ او د تازه خبرونو لپاره زمونږ ټولنیزې شبکې ګورئ.
لوبی
علي بلال د درېیم ځل لپاره د مستر المپیا دوهیم مقام خپل کړ
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نرینهوو په فزیکي لوبو کې دوهیم مقام خپل کړ.
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
علي بلال له دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دوهیم مقام هم خپل کړی دی.
د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاسویګاس ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې دي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۰-۲ ماتې ورکړه
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په پېنځهویشتمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب ته۰-۲ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو هڅې وکړې؛ خو له رامنځته شویو فرصتونو هیڅ یو هم پر ګول وهلو بریالی نهشو او دواړه لوبډلې له ګول پرته مساوي پایلې سره دمهځای ته ولاړې.
د دوهیمې نیمایي له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ابومسلم فراه لومړی ګول وواهه او له سیالې لوبډلې مخکې شو.
وروسته علیرضا پناهي د ابومسلم فراه لپاره دوهیم ګول وواهه او خراسان فاریاب ته یې د دوهیم ګول اجازه ورکړه، چې په پایله کې لوبه د ابومسلم فراه پر بریا پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د ابومسلم فراه لوبغاړو ۱۳ فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. خراسان فاریاب هم اووه فاولونه وکړل او یو ژېړ کارت یې ترلاسه کړ.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په څلیریشتمه لوبه کې عمر ځواک هرات لوبډلې طوفان هرات ته ۱- ۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو لپاره ګڼې هڅې وکړې، خو رامنځته شوي فرصتونه پر ګول بدل نهشول.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې شاداب ملکزاده د لوبې پر شپږاتباومه دقیقه کې پر یوه ښکلي ګوزار د عمر ځواک هرات لپاره لومړی او یوازنی ګول وواهه.
په دې لوبه کې طوفان هرات اته فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. عمر ځواک هرات شپږ فاولونه وکړل، یو ژېړ او یو سور کارت یې هم ترلاسه کړ.
طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د سپټمبر پر نههویشتمه له عینو مېنه کندهار سره ولوبېږي او عمر ځواک هرات به د سپټمبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
-
نړۍ4 days agoټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
-
لوبی4 days agoافغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
