Connect with us

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید د افغانستان بشري مرستو ته مالي سرچینې چمتو کړي – قطر

 دې هېواد د سولې او دوامداره پراختیا او د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

خپور شوی

د

د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د پراخولو لپاره اړینې مالي او تخنیکي سرچینې چمتو کړي.

 دې هېواد د سولې او دوامداره پراختیا او د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړی، چې سوله او تلپاتې  پراختیا او د افغانستان د وضعیت ښه والي دوه اړین عوامل دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د څانګې درېیم سکرټر مشعل المنصوري ټینګار کړی، چې هېواد به یې د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره بشري او پرمختیایي مرستې روانې ساتي.

هغه زیاته کړې؛ قطر هڅه کوي، چې د سولې په بهیر کې د افغان ښځو ګډون پیاوړی او د زدکړې او کار د فرصتونو په برخو کې د دوی حقونه ډاډمن کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې او پراخې اړیکې لري.

تازه خبرونه

وسله‌وال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنې دفاع ته چمتو دي – فصیح‌الدین فطرت

فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.

Published

on

 

د افغانستان ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، وسله‌وال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د خلکو د امنیت ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پرمختللیو وسلو په کارولو کې روزنه او عصري پوځي تجهیزاتو ته لاسرسی د وسله‌والو ځواکونو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.

هغه ویلي؛ د پیاوړي پوځ د جوړولو موخه پر نورو هېوادونو تېری نه، بلکې د احتمالي تېري او زور زیاتي پر وړاندې د افغانستان دفاع ده.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د پوځ او اقتصاد په برخو کې پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان اقتصاد او چارې تر خپلې څارنې لاندې راولي.

فطرت د پاکستان له‌خوا د سرحدي لارو د تړل کېدا په اړه ویلي، چې دغه هېواد د صادراتو پر مهال لارې تړي او د وارداتو پر مهال یې پرانیزي؛ خو اسلامي امارت د دې ډول پرېکړو پر وړاندې اقدام کړی دی.

نوموړي ویلي، چې افغانستان په تېرو پنځه کلونو کې له امنیت او آرامۍ برخمن پاتې دی او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی دی؛ خو ځینې هېوادونه دا وضعیت نه‌شي زغملی او د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کوي.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وايي، د اسلامي امارت دروازې د مخالفانو پر مخ پرانیستې دي او هغوی کولای شي هېواد ته راستانه شي؛« آرام او له عزته ډک» ژوند غوره کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که دغه کسان یو ځل بیا د بهرنیانو پر لارښوونه د پاڅون هڅې وکړي؛ له مجهزو وسله‌والو ځواکونو سره به مخ شي.

فطرت د پاکستان د چترال د غرونو د هغو ویډیوګانو په اړه هم غبرګون ښودلی، چې د بدخشان د سیمو پر نوم خپرې شوې دي.

هغه ویلي، د بدخشان په غرونو کې هیڅوک شتون نه‌لري؛ امنیتي او استخباراتي ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې فعال دي.

نوموړي مخالفې جبهې نمایشي بللي او څرګندوي، چې غړي یې د بهرنیانو پر لارښوونه په پاکستان کې میشت دي او په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو وړتیا نه‌لري.

هغه ډاډ ورکړی، چې وسله‌وال ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د هغوی د آزاد ژوند مخه ونیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ

د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي ټوبیاس کراوزه د شنبې پر ورځ( د لړم شپاړلسمه) په برلین کې یوې غونډې ته له اسلامي امارت سره د« بشري او تخنیکي تعامل» غوښتنه کړې او څرګندوي، چې نړیواله ټولنه باید د خلکو وضعیت د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.

د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.

ټوبیاس کراوزه په دې غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د بشري اړتیاوو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.

دې آلماني چارواکي د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانستان د وګړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره له اسلامي امارت سره د «بشري او تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې روانې وساتل شي.

دا غونډه د« افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې جوړه شوې وه.

ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر راتلونکي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې له نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي- ملګري ملتونه

د دې دوه بنسټونو په ګډ راپور کې، چې« په ۲۰۲۶ز.کال کې د افغانستان د زده‌کړو وضعیت» نومېږي؛ خبرداری ورکړ شوی، چې د هېواد ښوونیز نظام د زده‌کړو لپاره د غوښتنې زیاتوالي، د نفوس د ودې، پرله‌پسې کړکېچونو، د پانګونې د کموالي او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې بېرته راستنېدا له کبله له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی.

Published

on

 

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي بنسټ( یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې: د افغانستان له نیمايي ډېر هغه ماشومان، چې د لومړنیو زده‌کړو عمر لري؛ رسمي زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري او څه باندې ۲.۶ میلیون نجونې هم نه‌شي کولی له شپږم ټولګي پورته خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

د دې دوه بنسټونو په ګډ راپور کې، چې« په ۲۰۲۶ز.کال کې د افغانستان د زده‌کړو وضعیت» نومېږي؛ خبرداری ورکړ شوی، چې د هېواد ښوونیز نظام د زده‌کړو لپاره د غوښتنې زیاتوالي، د نفوس د ودې، پرله‌پسې کړکېچونو، د پانګونې د کموالي او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې بېرته راستنېدا له کبله له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی.

د راپور له مخې: په افغانستان کې د زده‌کړو عمر لرونکو کسانو، چې له اووه څخه تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه لري؛ شمېر په ۲۰۱۹ز.کال کې له شاوخوا ۱۰.۴ میلیون څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیون کسانو ته لوړ شوی، چې له کبله یې پر ښوونځیو، ښوونکو او ښوونیزو خدمتونو فشار زیات شوی دی.

دغه راز سږ کال له ګاونډ هېوادونو څخه څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې څه باندې ۲۴۵ زره یې ماشومان دي.

په راپور کې زده‌کړو ته د لاسرسي نابرابرۍ ته نغوته شوې، چې د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدا راپدېخوا څه باندې ۲.۶ میلیون نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې دي.

د دغو دوه بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ د ځوانو نجونو لپاره د بدیلو زده‌کړیزو فرصتونو لکه ټولنیزې زده‌کړې، د سواد زده‌کړې او مسلکي مهارتونو پروګرامونه، له لرې واټنه زده‌کړې او خصوصي تدریس، د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه‌کوي.

په راپور کې راغلي، چې د ټولنې پر بنسټ شاوخوا پنځه زره او ۳۰۰ ښوونیزو ټولګیو نږدې ۱۶۲ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي؛ خو دغه پروګرامونه د رسمي او حضوري زده‌کړو ځای نه‌شي نیولی.

دغه راپور همدارنګه په ښوونیز نظام کې د هلکانو د ګډون د کموالي یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د لومړنیو زده‌کړو د عمر شاوخوا ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي عمومي زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

له دې ننګونو سره- سره افغان کورنۍ اوس هم خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو د فرصتونو برابرولو هڅې کوي.

د راپور له مخې، تېر کال شاوخوا ۶.۶ میلیون ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل شوي، چې د ۲۰۲۲ز.کال پر پرتله شاوخوا ۵۶۰ زره کسان زیاتوالی ښيي؛ خو د نوم‌لیکنې دغه زیاتوالی د زده‌کړو عمر لرونکو ماشومانو د نفوس له ودې سره سمون نه‌لري.

په راپور کې د زده‌کړو کیفیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی او راغلي، چې د یوې ټول‌هېوادیزې ارزونې له مخې؛ د څلورم ټولګي له نیمايي کم زده‌کوونکي د ژبې په برخه کې اړینو لومړنیو مهارتونو ته رسېدلي دي.

دغه راز د افغانستان د لوړو زده‌کړو برخه هم د ۲۰۲۱ز.کال له مخکنیو کلونو سره پر پرتله د پام وړ کوچنۍ شوې ده.

په راپور کې راغلي، اوس‌مهال د هېواد په پوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۸ زره زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي. په داسې حال کې، چې دغه شمېر په ۲۰۲۴ز.کال کې شاوخوا ۱۸۹ زره او په ۲۰۲۰ز، کال کې نږدې ۴۳۰ زره کسان و.

یونسکو او یونیسف د افغان نجونو او ښځو د اړوند زده‌کړو د حق د بېرته ورکړې غوښتنه کړې او د پوهنې په برخه کې یې د پانګونې پر زیاتوالي، د ښوونکو د وضعیت پر ښه‌والي او د درسي توکو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

دغو دوه بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که د شته ننګونو د اواري لپاره بېړني ګامونه پورته نه‌شي؛ د افغانستان د ماشومانو او تنکیو ځوانانو یو بشپړ نسل به له زده‌کړیزو فرصتونو پاتې شي؛ دا هغه څه دي، چې د هېواد پر راتلونکې بیارغونه او پرمختګ ناوړه اغېزې لرلی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!