Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې

د آزموینو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني د پایلو د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې سږ کال له ټول هېواد څخه یو لک او ۵۴۸ زده‌کوونکو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۵۱ زره او ۱۸۱ تنه د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۴

د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کانکور آزموینې پایلې د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ نهه‌ویشتمه) د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې اعلان شوې.

په دې مراسمو کې د رییس الوزرا اداري مرستیال او د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د آزموینو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني د پایلو د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې سږ کال له ټول هېواد څخه یو لک او ۵۴۸ زده‌کوونکو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۵۱ زره او ۱۸۱ تنه د لوړو او نیمه لوړو زده‌کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

د سږ کال کانکو په آزموینه کې سید موسی له کابل ولایت څخه د ۳۵۶.۵۷ نمرو پر ترلاسه کولو لومړی مقام، محمد نذیر د ۳۵۶ نمرو پر ترلاسه کولو دوه‌یم او حمزه د ۳۵۳.۵ نمرو پر ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.

ښاغلی حقاني زیاته کړې، چې د لوړو زده‌کړو په موسسو کې د جذب ظرفیت ۷۷ زره او ۱۵ تنه او په نیمه لوړو زده‌کړو موسسو کې ۳۴ زره او ۷۷۴  تنه دی.

د آزموینو ملي ادارې چارسمبالی ټینګار کوي، چې څه باندې ۶۰ زره خالي بستونه اوس هم شته او د ۳۶ زره او ۹۹۱ کسانو له ډلې، چې پر شرایطو برابر دي کولی شي د دوه‌یم ځل لپاره انتخاب وکړي.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی ویلي؛ د ازموینو ترسره کېدا د استعدادونو د موندلو لپاره اړینه ده او له ځوانانو یې وغوښتل، چې د خپلې علمي کچې په لوړولو کې هڅه وکړي او له دې لارې خلکو او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې په داسې حال کې اعلانیږي، چې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو راپدېخوا نجونې په دې بهیر کې له ګډون څخه بې برخې شوې دي.

د شنونکو پر اند که په هېواد کې د نجونو پر وړاندې ښوونیز او تحصیلي محدودیتونه همداسې دوام وکړي د نجونو پر روحي وضعیت د منفي اغېزو ترڅنګ ټولنیز اغېز هم ولري.

تازه خبرونه

تېر او روان کال د نافذه قوانینو له لارې یو شمېر امارتي ځمکې بېلابېلو ادارو ته وسپارل شوې

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت د رهبر شيخ هبة‌الله آخوندزاده د سپارښتنې له مخې په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ل.ل کلونو کې د کابل ولايت مقام او د اراضي ریاست د پرله‌پسې هڅو، اغېزمنې همغږۍ او نافذه قانوني له لارې، یو شمېر امارتي ځمکې د اصولو او مقرراتو پر بنسټ بېلابېلو امارتي ادارو ته انتقال شوې دي.

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.

د کابل ولایت مقام او د اراضي ریاست ژمن دي، چې د دولتي ځمکو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او د ملي ګټو د خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

د کابل ولایت مقام په دې اړه وایي: په پغمان ولسوالۍ کې تېر کال «د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۹۱۴٫۰۵) او (۱۵٫۲۴) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۹۲۹٫۲۹) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»

دغه راز په ده‌سبز ولسوالۍ کې د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۱۵) او (۱۵٫۱۱) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۳۰٫۱۱) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»

همدارنګه «په ده‌سبز ولسوالۍ کې د دادخدا د فضل احمد د وارثینو (۲۰۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست ته انتقال شوې ده.»

په چارآسیاب او بګرامیو ولسوالیو کې «پر ترتیب (۴) او (۱٫۲۶) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۵٫۲۶) جریب کېږي؛ د اراضي ریاست له‌خوا ټولګټو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»

د خبرپاڼې له مخې؛ په بګرامیو ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې ده.

په همدې ترتیب په روان کال کې په« خاک‌جبار او سروبي ولسوالیو کې د اراضي ریاست له‌خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته د (۱۰) او (۱۰) بسوې ځمکه، چې مجموعه یې (۱) جریب کېږي؛ انتقال شوې ده.»

دغه راز «په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې (۱۱۱۶٫۸۹) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د عامې روغتیا وزارت ته انتقال شوې ده.»

په پغمان او بګرامي ولسوالیو کې پر ترتیب (۱۱۳۸) جریب او (۲۲۷۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»

او «په ده‌سبز ولسوالۍ کې (۱۹۸٫۵۵۵) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته انتقال شوې ده.»

«په قره‌باغ ولسوالۍ کې (۶۲۳۰) مټرمربع ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته انتقال شوې ده.»

« په خاک‌جبار ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته انتقال شوې ده.»

« په پغمان ولسوالۍ کې (۲۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ملي امتحاناتو ادارې ته انتقال شوې ده.»

« په استالف، پغمان، ده‌سبز، شکردرې، چهارآسیاب او بګرامي ولسوالیو کې د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته د بېلابېلو موقعیتونو (۱۲) جریب ځمکه انتقال شوې ده.»

ویل کیږي، چې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې (۵۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ملي ادارې ته انتقال شوې ده.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

Published

on

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له یوې خوا له ګاونډ هېوادونو څخه د میلیونو کډوالو بېرته راستنېدا او له بلې خوا د اوبو د کمښت او د کابل وچېدا له ګواښ سره مخ کړی؛ نړیوال بنسټونو یې «ناورین» بولي او خبرداری ورکوي، چې له بېړنیو هڅو پرته به ورسره بشري، اقتصادي او امنیتي منفي اغېزې نورې هم پراخې شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په آسیا کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مسوول ارشاد ملک کابل ته له وروستي سفر وروسته ویلي، چې د سږنۍ واورې کچه «د پخوانیو کلونو پر پرتله ډېره کمه» ده او دا حالت د ځمکنیو اوبو زېرمو ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

د ارزونو له مخې؛ په تېرو لس کلونو کې د کابل د ځمکنیو اوبو سطحه له ۲۵ تر ۳۰ مټرو پورې ټیټه شوې او نږدې نیمایي څاه‌ګانې وچې شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکنۍ اوبه د فاضله او مالګینو توکو د ککړتیا له کبله د څښلو لپاره روغتیایي ندي. دا مهال ډېرې کورنۍ اړ دي، چې د خپل میاشتني عاید تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو د اخیستو لپاره ولګوي.

د اقلیمي بدلونونو له پراخېدا سره هم‌مهاله افغانستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۵ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا شاهد دی. دې شمېر د هېواد نفوس له ۱۰ سلنې څخه ډېر کړی او د اوبو پر محدودو بنسټیزو سرچینو یې بې‌ساری فشار راوستی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

«مرسي کورپس» بنسټ خبرداری ورکړی: په هغو سیمو کې، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو کوربه دي؛ درې ‌پر‌ څلور کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی «سخت یا ډېر سخت» بولي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ په ځینو سیمو کې د اوبو پر سر د خلکو سیمه‌ییزې شخړې او نښتې زیاتې شوي او دا مهال شاوخوا ۴۰ سلنه شخړې په افغانستان کې د اوبو له موضوع سره تړاو لري.

جنوبي ولایتونه په ځانګړي توګه کندهار پرله‌پسې وچکالیو ځپلی او بزګران یې اړ کړي، چې خپلې کروندې پرېږدي. یو له دې بزګرو وايي: «هغه ځای، چې یو وخت شین او آباد و؛ نن پر دښته بدل شوی دی. وچکالي یو غلی قاتل دی، چې هر څه له منځه وړي.»

په همدې حال کې د نړیوالو بشري مرستو سخت کمښت هم دا بحران ژور کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته بشري مرستې د تېر کال پر پرتله ۳۷ سلنه کمې شوې دي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې د ماشومانو د ساتنې او مرسي کورپس په څېر بنسټونه د اوبو او روغتیا مهمې پروژې ودروي یا محدودې کړي، چې په پایله کې یې سلګونه زره کسان له بنسټیزو مرستو بې‌برخې شوي دي.

سره له دې، چې اسلامي امارت چارواکو کابل ته د شاه‌توت بند او له پنجشېر څخه د اوبو د لېږد پروژو د پلي کېدا ژمنې کړې؛ خو مرستندویه بنسټونه وایي، چې له پراخې پانګونې او د اوبو سرچینو اغېزمن مدیریت پرته دا ژمنې د بحران د پراخېدا ځواب نشي کېدی.

کارپوهان ټینګار کوي، چې افغانستان سره له ټولو ستونزو د اوبو د کمښت له نوي واقعیت سره د تطابق وړتیا لري؛ خو دا کار د نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغوی په باور، د مرستو پرله‌پسې کمښت نه یوازې د بشري حقونو د ښه کېدا سبب نه‌ګرځي، بلکې د میلیونو وګړو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو کړاوونه نور هم زیاتوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان د ۵‌زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو

دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل‌ثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.

Published

on

د قطر د دوحې اسلامي هنرونو په موزیم کې د «رڼا امپراتوري: د افغانستان لیدلوري او غږونه» تر سرلیک لاندې ستر نندارتون د دې هېواد د ۵‌زره کلن تاریخ، کلتور او هنري میراث د پېژندلو لپاره پرانیستل شو.  

دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل‌ثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.

په دې نندارتون کې افغانستان د تمدنونو، کلتورونو او افکارو د یوه مهم څلورلاري په توګه له لرغوني پېر څخه تر اوسني(معاصر) پړاو پورې انځور شوی دی.

په نندارتون کې نږدې ۱۵۰ تاریخي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې شوي، چې لرغونپوهنیز توکي، فلزي صنایع، ښیښه‌ییز آثار، خطي نسخې، ټوکران او د معمارۍ بېلابېل توکي او عناصر رانغاړي او د افغانستان د فرهنګي میراث پراخې بېلابېلې شتمني نندارې ته وړاندې کوي. د تاریخ مهم پړاوونه؛ لکه له اسلام وړاندې پېر، د اسلام خپرېدا او ورپسې فرهنګي او هنري بدلونونه، د نندارتون بنسټیزې برخې جوړوي.

د دې نندارتون له مهمو محورونو څخه یو هم د فرهنګي میراث ساتنه ده. د افغانستان د تاریخي آثارو او ودانیو د لرګيو لوی ماډلونه، د بیارغونې او ساتنې روانې هڅې ښيي او لیدونکي د افغان هنرمندانو له دودیزې معمارۍ او استادانه مهارتونو سره بلدوي.

د «رڼا امپراتورۍ» نندارتون د موضوعي او زماني جوړښت له لارې هڅه کوي، چې د افغانستان په اړه محدود او ناسم برداشتونه بدل او په نړیوال کلتور کې د دې هېواد تاریخي او هنري ونډه روښانه کړي. همدارنګه له لسیزو جګړو او کړکېچونو سره – سره د افغانستان د فرهنګي میراث زغم او پاتې‌کېدا، د دې نندارتون اړین پیغامونه دي.

ویل کیږي، چې لیدونکي به د دغو هنري آثارو او تعاملي نندارو له لارې د افغانستان له تاریخي ژورتیا، فرهنګي ارزښت او تلپاتې هویت سره نور هم ښه بلد شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!