تازه خبرونه
ایران په تېره یوه میاشت کې پېنځه افغانان اعدام کړل
دا راپور، چې د یکشنبې پر ورځ (د زمري دولسمه) خپور شوی؛ څرګندوي: ایران د روان کال په جولای کې ۹۶ بندیان اعدام کړل، چې پېنځه یې افغانان ول.
د بشري حقونو څار بنسټ ههنګاو راپور ورکړی، چې په ایران کې تېره میاشت پېنځه افغانان اعدام شوي دي.
دا راپور، چې د یکشنبې پر ورځ (د زمري دولسمه) خپور شوی؛ څرګندوي: ایران د روان کال په جولای کې ۹۶ بندیان اعدام کړل، چې پېنځه یې افغانان ول.
د بشري حقونو څار بنست ههنګاو زیاته کړې، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د جولای پر پرتله لږ تر لږه ۴۱ قضیې یا ۷۴.۵٪ زیاتوالی لري.
دغه راز زیاته شوې، چې د تېر کال په همدومره وخت کې ۵۵ بندیان اعدام شوي وه.
په راپور کې راغلي؛ د روان کال په جولای کې ډېری اعدام شوي کسان د مخدره توکو پر اړوند جرمونو تورن ول.
څار بنسټ د دغو اشخاصو د هویت په اړه جزئیات ندي ورکړي او ایراني چارواکو هم تر دې دمه پدې اړه تبصره نده کړې.
د بشري حقونو څار بنسټ له دې مخکې په خپل کلني راپور کې لیکلي وه، چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.
تازه خبرونه
د کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په کابل کې د چین له سفیر، د MCCT شرکت له عمومي رییس، د مس عینک د پروژې د قراردادي شرکت MJAM له رییس او د هغوی له مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دې وزارت د چارواکو او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت د مسوولانو ترمنځ په لیدنه کې د تړون د ټولو ژمنو د پلي کېدو ترڅنګ د دې پروژې د کاري بهیر پر چټکتیا هم ټینګار شوی دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په کابل کې د چین له سفیر، د MCCT شرکت له عمومي رییس، د مس عینک د پروژې د قراردادي شرکت MJAM له رییس او د هغوی له مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.
دواړو لوریو د دې کان د قرارداد د ځینو ژمنو د نهپلي کېدو او د دې پروژې د پرمختګ د بهیر په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د MCCT شرکت مسوولانو په دې ناسته کې ژمنه کړې، چې پاتې چارې به د قرارداد له مادو سره سم بشپړې کړي او د پروژې د کار بهیر به چټک کړي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزیر ټینګار کړی، چې قراردادي شرکت باید د قرارداد ټولې ژمنې او مکلفیتونه بشپړ پلي کړي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د یادونې ده، چې د مس عینک پروژه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګهونې یوه ستره پروژو ده، چې قرارداد یې له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.
تازه خبرونه
تحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
تازه خبرونه
د اوبو او انرژي وزیر د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له چارو لیدنه وکړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشتکلا ولسوالي له آیخانم بندر څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.
د اوبو او انرژي وزیر محمد یونس آخوندزاده او مرستیال یې مجیبالرحمن عمر آخوندزاده تخار ولایت ته په سفر کې د پنج آمو سیندیزې حوزې د عمومي ریيس اسدالله حامد پر ملتیا؛ د تخار ولایت په ینګيکلا ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر لیدنه وکړه او اړوند مسوولانو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشتکلا ولسوالي له آیخانم بندر څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.
دغه راز د اوبو او انرژي وزیر د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د کښتنۍ کوکچې د اوبو ګرځولو بند له سیمې څخه هم لیدنه کړې او د سپینزر شرکت د مسوولانو هغه طرحه یې وارزوله، چې له کوکچې څخه دې اوبه د کندوز ولایت ابدان دښتې ته ولېږدول شي.
-
سوداگري2 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
تحول4 days agoتحول: د ایران په اړه د ټرمپ متضادې څرګندونې
-
تازه خبرونه4 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري3 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
څار4 days agoڅار: د پاکستان پر پوځ توندې نیوکې
-
تازه خبرونه3 days agoد مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ رسنۍ دې د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې فعالیت وکړي ـ اسلامي امارت
