Connect with us

تازه خبرونه

د کونړ پر سیند د ۱۲۰۰ میګاواټه برښناد د تولید لپاره د دوه بندونو جوړول غواړو- منصور

نوموړي له ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامي امارت د اوبو د مدیریت لپاره ګامونه پورته کړي، چې له لویو او کوچنیو بندونو له جوړولو نیولې په کرنه کې د څاڅکي سیسټم تر جوړولو پورې هڅې یې د ټینګار وړ دي.

خپور شوی

د

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ هڅه کیږي، چې د اوبو د مدیریت لپاره پر کونړ سیند دوه بندونه جوړ او ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

نوموړي له ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامي امارت د اوبو د مدیریت لپاره ګامونه پورته کړي، چې له لویو او کوچنیو بندونو له جوړولو نیولې په کرنه کې د څاڅکي سیسټم تر جوړولو پورې هڅې یې د ټینګار وړ دي.

د ځمکې پر سر د روانو او ځمکې لاندې اوبو مدیریت دمګړۍ یوه مهمه موضوع شمېرل کیږي؛ ځکه، چې اوس افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د اوبیزو سرچینو مدیریت ته ډېره اړتیا لري.

په هېواد کې د اوبو د مدیریت مسله د ګاونډ هېوادونو لپاره جنجالي شوې، چې یوه یې د کونړ پر سیند د بند جوړول دي؛ هغه سیند، چې د یو زرو ۲۰۰ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او زیرمه شوې اوبه یې هم بلې خوا ته نه ځي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور وایي؛ پاکستان د تېر حکومت پر مهال هوکړه کړې وه، چې پدې سیند یو بند جوړ کړي؛ ځکه، چې جوړول يې پاکستان ته زیان نه‌رسوي او دا هېواد کولی شي له افغانستان څخه برښنا وپېري او زیرمه شوې اوبه یې هم بلې خوا ته ولاړې نشي.

د ایران د حقآبې مسله بله هغه موضوع ده، چې ایران یې تل غوښتنه کوي.

منصور وایي: ایراني لوري ته یې قناعت ورکړی، چې دوی شته وچکالۍ ته په پام نشي کولی حقآبه ورکړي؛ خو وخت ناوخته ایران ته د سیلاب اوبه ورځي او دا هم د حقآبې برخه ګڼل کیږي.

په هېواد کې د اوبو د مدیریت غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله شپږم زیانمن هېواد دی او که له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ګام پورته نشي ښایي د هېواد ډېرې سیمې پر ډاګونو بدلې او خلک له خپلو سیمو ګډه کولو ته اړ شي.

تازه خبرونه

د اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

Published

on

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له یوې خوا له ګاونډ هېوادونو څخه د میلیونو کډوالو بېرته راستنېدا او له بلې خوا د اوبو د کمښت او د کابل وچېدا له ګواښ سره مخ کړی؛ نړیوال بنسټونو یې «ناورین» بولي او خبرداری ورکوي، چې له بېړنیو هڅو پرته به ورسره بشري، اقتصادي او امنیتي منفي اغېزې نورې هم پراخې شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په آسیا کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مسوول ارشاد ملک کابل ته له وروستي سفر وروسته ویلي، چې د سږنۍ واورې کچه «د پخوانیو کلونو پر پرتله ډېره کمه» ده او دا حالت د ځمکنیو اوبو زېرمو ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

د ارزونو له مخې؛ په تېرو لس کلونو کې د کابل د ځمکنیو اوبو سطحه له ۲۵ تر ۳۰ مټرو پورې ټیټه شوې او نږدې نیمایي څاه‌ګانې وچې شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکنۍ اوبه د فاضله او مالګینو توکو د ککړتیا له کبله د څښلو لپاره روغتیایي ندي. دا مهال ډېرې کورنۍ اړ دي، چې د خپل میاشتني عاید تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو د اخیستو لپاره ولګوي.

د اقلیمي بدلونونو له پراخېدا سره هم‌مهاله افغانستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۵ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا شاهد دی. دې شمېر د هېواد نفوس له ۱۰ سلنې څخه ډېر کړی او د اوبو پر محدودو بنسټیزو سرچینو یې بې‌ساری فشار راوستی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

«مرسي کورپس» بنسټ خبرداری ورکړی: په هغو سیمو کې، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو کوربه دي؛ درې ‌پر‌ څلور کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی «سخت یا ډېر سخت» بولي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ په ځینو سیمو کې د اوبو پر سر د خلکو سیمه‌ییزې شخړې او نښتې زیاتې شوي او دا مهال شاوخوا ۴۰ سلنه شخړې په افغانستان کې د اوبو له موضوع سره تړاو لري.

جنوبي ولایتونه په ځانګړي توګه کندهار پرله‌پسې وچکالیو ځپلی او بزګران یې اړ کړي، چې خپلې کروندې پرېږدي. یو له دې بزګرو وايي: «هغه ځای، چې یو وخت شین او آباد و؛ نن پر دښته بدل شوی دی. وچکالي یو غلی قاتل دی، چې هر څه له منځه وړي.»

په همدې حال کې د نړیوالو بشري مرستو سخت کمښت هم دا بحران ژور کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته بشري مرستې د تېر کال پر پرتله ۳۷ سلنه کمې شوې دي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې د ماشومانو د ساتنې او مرسي کورپس په څېر بنسټونه د اوبو او روغتیا مهمې پروژې ودروي یا محدودې کړي، چې په پایله کې یې سلګونه زره کسان له بنسټیزو مرستو بې‌برخې شوي دي.

سره له دې، چې اسلامي امارت چارواکو کابل ته د شاه‌توت بند او له پنجشېر څخه د اوبو د لېږد پروژو د پلي کېدا ژمنې کړې؛ خو مرستندویه بنسټونه وایي، چې له پراخې پانګونې او د اوبو سرچینو اغېزمن مدیریت پرته دا ژمنې د بحران د پراخېدا ځواب نشي کېدی.

کارپوهان ټینګار کوي، چې افغانستان سره له ټولو ستونزو د اوبو د کمښت له نوي واقعیت سره د تطابق وړتیا لري؛ خو دا کار د نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغوی په باور، د مرستو پرله‌پسې کمښت نه یوازې د بشري حقونو د ښه کېدا سبب نه‌ګرځي، بلکې د میلیونو وګړو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو کړاوونه نور هم زیاتوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان د ۵‌زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو

دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل‌ثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.

Published

on

د قطر د دوحې اسلامي هنرونو په موزیم کې د «رڼا امپراتوري: د افغانستان لیدلوري او غږونه» تر سرلیک لاندې ستر نندارتون د دې هېواد د ۵‌زره کلن تاریخ، کلتور او هنري میراث د پېژندلو لپاره پرانیستل شو.  

دا نندارتون د قطر د امیر خور المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل‌ثاني له لوري پرانیستل شو او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه به د مې تر دېرشمې پورې د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي.

په دې نندارتون کې افغانستان د تمدنونو، کلتورونو او افکارو د یوه مهم څلورلاري په توګه له لرغوني پېر څخه تر اوسني(معاصر) پړاو پورې انځور شوی دی.

په نندارتون کې نږدې ۱۵۰ تاریخي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې شوي، چې لرغونپوهنیز توکي، فلزي صنایع، ښیښه‌ییز آثار، خطي نسخې، ټوکران او د معمارۍ بېلابېل توکي او عناصر رانغاړي او د افغانستان د فرهنګي میراث پراخې بېلابېلې شتمني نندارې ته وړاندې کوي. د تاریخ مهم پړاوونه؛ لکه له اسلام وړاندې پېر، د اسلام خپرېدا او ورپسې فرهنګي او هنري بدلونونه، د نندارتون بنسټیزې برخې جوړوي.

د دې نندارتون له مهمو محورونو څخه یو هم د فرهنګي میراث ساتنه ده. د افغانستان د تاریخي آثارو او ودانیو د لرګيو لوی ماډلونه، د بیارغونې او ساتنې روانې هڅې ښيي او لیدونکي د افغان هنرمندانو له دودیزې معمارۍ او استادانه مهارتونو سره بلدوي.

د «رڼا امپراتورۍ» نندارتون د موضوعي او زماني جوړښت له لارې هڅه کوي، چې د افغانستان په اړه محدود او ناسم برداشتونه بدل او په نړیوال کلتور کې د دې هېواد تاریخي او هنري ونډه روښانه کړي. همدارنګه له لسیزو جګړو او کړکېچونو سره – سره د افغانستان د فرهنګي میراث زغم او پاتې‌کېدا، د دې نندارتون اړین پیغامونه دي.

ویل کیږي، چې لیدونکي به د دغو هنري آثارو او تعاملي نندارو له لارې د افغانستان له تاریخي ژورتیا، فرهنګي ارزښت او تلپاتې هویت سره نور هم ښه بلد شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل‌ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.

Published

on

Gates Foundation to launch new polio campaign

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۵ کلونو څخه د کم  عمره ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) واکسین فرعي ملي کمپاین لومړی پړاو پیل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل‌ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پوره ښه چمتووالي لپاره دا کمپاین به د فاریاب او بادغیس ولایتونو په څلور ولسوالیو کې د فبرورۍ له نهمې تر دولسمې پورې پلی شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې پړاو اصلي هدف د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د شاوخوا ۷.۳ میلیون له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بادغیس، هرات، کندوز، فاریاب، بلخ، زابل، روزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې روان دی.

«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ هم تائید کړې، چې د واکسین دا کمپاین له نړیوالو روغتیايي بنسټونو او همکارو ادارو سره په نږدې همغږۍ کې تطبیقېږي.

ګوزڼ یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې بشپړه درملنه نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي. پدې ناروغۍ اخته کېدا کولی شي د ماشومانو د ګوزڼ او آن د مړینې لامل شي.

ویل کیږي، چې د کورنیو او د سیمې د مشرانو همکاري د پولیو واکسین د کمپاینونو د بریا او په افغانستان کې د دې ویروس د لېږد د ځنځیر د پرې کېدا لپاره بنسټیز ارزښت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!