تازه خبرونه
په ایران کې د افغان ماشومانو پر زدهکړو بندیز ولګول شو
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ځورنې له روان بهیر سره همهاله ایراني چارواکو د تهران په ښوونځیو کې د اسناد نه لرونکو افغان ماشومانو نوملیکنه بنده کړې ده.
د ایران د پلازمېنې تهران چارواکو ښوونځیو ته لارښونه کړې، چې په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو له نوملیکنې ډډه وکړي.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ځورنې له روان بهیر سره همهاله ایراني چارواکو د تهران په ښوونځیو کې د اسناد نه لرونکو افغان ماشومانو نوملیکنه بنده کړې ده.
د تهران د ښوونې او روزنې عمومي مدیر مجیبد پارسا ویلي، چې هيڅ دولتي او خصوصي ښوونځي د افغان کډوالو د ماشومانو د نوملیکنې حق نلري.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ تېر کال شاوخوا ۶۰ زره افغان ماشومانو د تهران په ښوونځیو کې زدهکړې کولې، خو اوس یوازې هغه ماشومان، چې د هویت تصدیق شوي اسناد لري کولی شي د نوي ښوونیز کال لپاره نوملیکنه وکړي.
دغه راز د ماشومانو د ژغورنې ټولنې ویلي، چې پر منځنۍ کچه په هرو ۳۰ ثانیو کې یو کډوال ماشوم له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته را شړل کیږي.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي: «سږ کال له ایران او پاکستان څخه له ۸۰۰ زره ډېر ماشومان افغانستان ته راغلي او د هرو ۴ ماشومانو درې یې له ایران څخه راستانه شوي دي. دا د تېر کال د ماشومانو د ټول شمېر دوه برابره دی.»
د چارو د یوشمېر شنونکو د ټینګار له مخې؛ د افغانستان حکومت باید له ګاونډ هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو لپاره په ځانګړي توګه ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیس هم په اسلامآباد او راولپنډۍ ښارونو کې یو شمېر افغانان نیسي او په دې وروستیو اوونیو کې یې دا پروسه ګړندۍ کړې؛ خو هغه کسان، چې د پیسو ورکولو توان لري د نغدو پیسو په بدل کې خوشې کیږي.
تازه خبرونه
د سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا یوې فډرالي محکمې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د مېرمنو او ماشومانو د سفر اسناد وڅېړي او صادر یې کړي.
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا سیمهيیز قاضي انټوني ټرینګا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۱۵ ورځو په موده کې د هغو پېنځه افغانانو د کورنیو د سفر اسناد صادر کړي، چې د کورنۍ غړو یې له دې مخکې امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړې ده.
محکمې دغه وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کورنۍ د نورو غړیو د وړتیا ارزونه دې د سفر د بندیز له پلي کولو پرته بیا ترسره کړي او د کورنیو د یوځای کېدا د بهیر تر بشپړېدو دې منظم راپورونه وړاندې کړي.
دا قضیه د ویرجینیا ایالت په محکمه کې د هغو افغان کډوالو له خوا ثبت شوې، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. دوی استدلال کړی، چې د امریکا د سفر بندیزونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو له قانوني حقونو سره په ټکر کې، په ناحقه د دوی د مېرمنو او ماشومانو د ور یوځای کېدا مخه نیولې ده.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د افغانستان د وګړو پر وړاندې د امریکا د سفر بندیزونه اوس هم له حقوقي ننګونو سره مخ دي.
د دعوې د مدعیانو حقوقي ملاتړو د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ګڼې افغان کورنۍ له افغانستان څخه له وتلو وروسته د کلونو لپاره سره بېلې پاتې شوې دي.
ویل کیږي، چې د دغو کورنیو ځینې غړي اوس هم په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه دي او ځینې نور د سفر د اجازې د ترلاسه کولو پر تمه بېرته ستنېدا ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
نوموړې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ امنیت شورا به د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر وضعیت راوڅرخیږي.
تازه خبرونه
چین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلامآباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د افغانستان لپاره یې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د سیمې د امنیت او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې کړې دي.
صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلامآباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له ګواښونو سره اړوند نظرونه تبادله کړل؛ هغه ادعا کړې، چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې؛ پاکستان او چین هوکړه کړې، چې دوهاړخیزه همغږي پیاوړې او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي، سیمهییزې سولې، امنیت او ثبات لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
دا کتنه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلامآباد او بېجینګ تل د افغانستان له خاورې د وسلوالو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې؛ خو د اسلامي امارت چارواکو دا ادعاوې څو ځله رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د نورو پر ضد د افغانستان خاورې د کارولو اجازه هیڅ ډلې ته ورنهکړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
توسعه4 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
Opinion2 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی2 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
روغتيا2 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
-
نړۍ2 days agoد امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
