Connect with us

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د ایران نږدې اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ ساتل شوي – عراقچي

عراقچي له ایرنا سره په یوه مرکه کې دا یادونه هم کړې، چې ایران او افغانستان شاوخوا زر کیلومټره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو، مخدره توکو، فارسي ژبې، سرحدي امنیت، ترهګرۍ، د اوبو، سوداګرۍ، امنیت، په ځانګړې توګه د شیعه‌ګانو د امنیت په ګډون ګڼ‌شمېر مسلې شته دي.

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ويلي، چې تهران اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني؛ خو د ایران د ملي ګټو د ساتنې لپاره ورسره نږدې اړیکې لري.

عراقچي له ایرنا سره په یوه مرکه کې دا یادونه هم کړې، چې ایران او افغانستان شاوخوا زر کیلومټره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو، مخدره توکو، فارسي ژبې، سرحدي امنیت، ترهګرۍ، د اوبو، سوداګرۍ، امنیت، په ځانګړې توګه د شیعه‌ګانو د امنیت په ګډون ګڼ‌شمېر مسلې شته دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې مسلو حل کول د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري.

عراقچي په ​​ځینو برخو کې د پرمختګ په اړه هم ویلي: “زمونږ د پولو امنیت په تېرو څلورو کلونو کې د پخوا پر پرتله ښه و. دا یو حقیقت دی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیت ښه ټینګ کړی دی. زه دا نه وایم، چې دا سل په سلو کې دی؛ خو ښه دی.”

عباس عراقچي زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د شیعه‌ګانو امنیت تامین شوی؛ خو د هغوی حقونو ته اوس هم درناوی ندی شوی.

همدارنګه د اوبو د مسلې په اړه عراقچي ویلي، چې وضعیت ښه شوی؛ خو تر اوسه مطلوبې کچې ته ندی رسېدلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم ښه روانه ده، خو د بانکدارۍ ستونزه اوس هم حل شوې نده.

هغه ټینګار کړی، چې د مهاجرینو د ستنېدو په اړه له اسلامي امارت سره همغږي شته او تر اوسه پورې شاوخوا یو میلیون خلک بېرته ستانه شوي او کوم ځانګړی بحران رامنځته شوی ندی.

تازه خبرونه

په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

Published

on

د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امان‌الله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا پلې شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.

چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.

ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) د بشري مرستو له مرستیال برونو لیمارکي سره لیدلي او د راستنېدونکو د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

برونو لیمارکي ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنه او د هغوی د مېشتولو لپاره د زمینې برابرول د ملګرو ملتونو د ادارو او اسلامي امارت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې اوس‌مهال له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرستې کوي او دا لړۍ باید پراخه شي.

د یوناما مرستیال ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او یوناما د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.

هغه له مرستندویو ادارو غوښتي، چې له راستنېدونکو کورنیو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

هغه زیاته کړې؛ د زرګونو کورنیو، چې په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوې دي، د مېشتولو لپاره هم یو پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی.

د مهاجرینو وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیت لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي او اسلامي امارت د یوناما له بشري همکاریو هرکلی کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمه‌ییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زده‌کړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!