Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې له بهیر سره د اوکراین د خبرو پرتله “ناسمه” ده – خلیلزاد

زلمي خلیلزاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان جګړه “یوازې امریکایي” جګړه وه؛ داسې جګړه، چې په کې امریکایي ځواکونو د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړه او ووژل شول او له همدې کبله د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ مستقیمې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بهیر یوه اړینه برخه ګڼل کېده.

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د وال سټریټ ژورنال د وروستیو راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د اوکراین د خبرو پرتله “ناسمه” او غیر واقعي ده.

زلمي خلیلزاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان جګړه “یوازې امریکایي” جګړه وه؛ داسې جګړه، چې په کې امریکایي ځواکونو د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړه او ووژل شول او له همدې کبله د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ مستقیمې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بهیر یوه اړینه برخه ګڼل کېده.

هغه ټینګار کړی، چې د ادعاوو برخلاف د افغانستان پخوانی افغان حکومت له دې بهیر څخه ایستل شوی نه‌و، بلکې په لومړي پړاو کې امریکا د اسلامي امارت او حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړ او له لومړنیو هوکړو وروسته دواړو خواوو له یو بل سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړې؛ که څه هم ناکامې وې.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین وضعیت له افغانستان سره “هیڅ ورته والی نلري” ځکه په اوکراین کې اوکراینیان جګړه کوي او جګړې ته ولاړ دي. په داسې حال کې، چې د پایلې له مخې د افغانستان جمهوریت مات شو، ځواکونو یې جګړه پرېښوده او مشرانو یې له هېواده ووتل؛ ځکه، نو د افغانستان د سولې له بهیر سره د اوکراین د خبرو پرتله “ناسمه” ده.

تازه خبرونه

ټرمپ د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د فرانسې د روان تاوتریخوالي پړه پر کډوالو واچوله

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د کانزاس ایالت په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې فرانسه د« کډوالو، جهادیانو او کمونیستانو له‌خوا نیول کېږي، لوټل کېږي او په بشپړه توګه سوځول کېږي».

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو ته د نغوتې پر مهال، د کډوالۍ په اړه له سختو تګلارو څخه د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي. نوموړی د نومبر درېیمې منځمهالو ټاکنو ته په درشل کې هڅه کوي، چې د جمهوري‌پال ګوند ملاتړ زیات کړي؛ خو نظرپوښتنې ښيي، چې دغه ګوند له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دی.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د کانزاس ایالت په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې فرانسه د« کډوالو، جهادیانو او کمونیستانو له‌خوا نیول کېږي، لوټل کېږي او په بشپړه توګه سوځول کېږي».

هغه زیاته کړې، اداره به یې په امریکا کې د ورته پېښو د رامنځته کېدا اجازه ورنه‌کړي.

ټرمپ له دې مخکې هم د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د خبرو یادونه کړې وه او ادعا یې کړې، چې فرانسې ته د ګڼ‌شمېر کډوالو د ورتګ اجازه ورکول یوه تېروتنه وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، پاریس به ډېر ژر« یو مسلمان ښار» شي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ په« ټروت سوشیل» پاڼه کې هم له فرانسې غوښتي، چې خپلې پولې وتړي.

هغه ادعا کړې، چې کډوالو د دغه هېواد واک تر لاسه کړی دی.

د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا په غبرګون کې د تېرې اوونۍ له پای راپدېخوا د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه وشول، چې ځینې یې پره لوټمارۍ او له پولیسو سره پر نښتو واوښتل.

فرانسوي چارواکو د دوشنبې پر ورځ د ناارامیو د مهارولو لپاره په ځینو سیمو کې د شپې ګرځبندیزونه ولګول.

ټرمپ له دغو پېښو څخه د کډوالۍ د محدودوونکو تګلارو د ملاتړ لپاره کار اخلي، چې په ۲۰۲۴ز.کال کې یې سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدا په بریا کې مرسته کړې وه.

شنونکو ويلي؛ د ټرمپ څرګندونې ښيي، چې غواړي په اروپا کې روانې پېښې د امریکا لپاره د خپل ټاکنیز کمپاین پر موضوع بدلې کړي.

د جرمني مارشال صندوق لوړپوړي څېړونکي جي‌سي لینټزنیچ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:« هغوی د فرانسې دغه کړکېچ پر ټاکنیز بحث بدلوي.»

اروپا د امریکا د ټاکنو د بحث برخه ګرځي

د نومبر د درېیمې د ټاکنو په درشل کې نظرپوښتنې ښیي، چې د ډیموکراټ ګوند د بریا د احتمال له زیاتېدا سره؛ ټرمپ او متحدینو یې د جمهوري‌پال ګوند او د« امریکا بیا ستره کړئ (MAGA) » غورځنګ پر ملاتړ د رای‌ورکوونکو د راټولولو هڅې زیاتې کړې دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د امریکا بهرني سیاست استاد جسټین ویس وايي؛ اروپا له ډېرې مودې راپدېخوا د امریکا د سیاسي بحثونو؛ «امریکا بیا ستره کړئ» غورځنګ یوه برخه ده.

د ټرمپ مرستیال جي‌ډي ونس هم د شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې.

هغه ولیکل، چې لویدیځ لیبرالانو« درېیمه نړۍ فرانسې ته راوړې ده» خو د کلتوري ادغام او کلتوري ورته‌والي موضوعاتو ته یې پام نه‌دی کړی.

اقتصاد اوس هم د رای‌ورکوونکو اصلي اندېښنه ده

د پیو څېړنیز مرکز په یوه تازه نظرپوښتنه کې، چې روانه میاشت خپره شوې؛ موندل شوې، چې د امریکا ۸۲ سلنه رای‌ورکوونکو د رای ورکولو پر مهال اقتصاد مهم بللی. په داسې حال کې، چې ۵۹ سلنه د کډوالۍ او ۳۶ سلنه د نژاد اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړی دی.

که څه هم ټرمپ د کډوالۍ پر وړاندې هغه سخت اقدامات پیل کړي، چې د ۲۰۲۴ز.کال په ټاکنیز کمپاین کې یې ژمنه کړې وه؛ خو د انفلاسیون د کمولو په برخه کې یې خپلې ژمنې پوره کړې نه‌دي.

د راپور له مخې، د نوموړي تعرفوي تګلارو او له ایران سره جګړې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د بیو لوړېدا ته لمن وهلې ده.

دغه راز د ټرمپ د کاري تائید کچه هم تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوې ده.

ویس استدلال کوي، چې د امریکا له کلتوري او هویتي بحثونو سره د فرانسې د ناآرامیو تړل ښايي جمهوري‌پال ګوند ته نوې رایې ورنه‌کړي؛ خو د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا موضوع د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د ټرمپ د اوسنیو پلویانو د هڅولو لپاره کارېدلی شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بریټانیا د افغانستان په جګړه کې د ناټو د ونډې په اړه د هګسټ څرګندونې ناسمې وبللې

د بریټانیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د دې هېواد او د ناټو د ځواکونو ونډه کره او مستنده ده او د جګړې پر مهال د زرګونو بریټانیایي کورنیو او د دغه هېواد د متحدانو کورنیو سرښندنې کړې دي.

Published

on

 

د بریټانیا حکومت د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ پر څرګندونو نیوکه کړې، چې د افغانستان په جنګ کې یې د ناټو د متحدانو ونډه کمه ښودلې وه. د بریټانیا حکومت ویلي، چې د هګسټ څرګندونې د بریټانیا او نورو متحدانو د سرتېرو سرښندنې له پامه غورځوي.

د بریټانیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د دې هېواد او د ناټو د ځواکونو ونډه کره او مستنده ده او د جګړې پر مهال د زرګونو بریټانیایي کورنیو او د دغه هېواد د متحدانو کورنیو سرښندنې کړې دي.

د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند ویلي:« د دغو سرتېرو او د ناټو د نورو ځواکونو سرښندنې د ګډ امنیت د ټینګښت او زمونږ پر یوه متحد د برید په غبرګون کې شوې وې.»

هغه زیاته کړې، چې د دغو ځواکونو د ونډې کم ښودل ناسم کار دی.

د بریټانیا حکومت یادونه کړې، چې په افغانستان کې یې له ۴۵۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ټینګار یې کړی، چې د هغوی خدمتونه او سرښندنې به هېڅکله هېرې نه‌شي.

هګسټ، چې په افغانستان کې یې د مینه‌سوټا ایالت د ملي ګارد روزنې دنده لرلې؛ د شنبې پر ورځ په یوه وینا کې دا څرګندونې کړې دي.

هغه ویلي؛ سره له دې، چې په کابل کې د ناټو پر مشرۍ د ائتلاف په مرکزي دفتر کې د ۵۰ هېوادونو استازي حاضر ول، خو یوازې د لږ شمېر هېوادونو ځواکونو د افغانستان په جنګ کې ونډه لرله.

د افغانستان د جګړې پر مهال نږدې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وه. د  نورو هېوادونو ۳۰ سرتېري هم په دې جګړه کې وژل شوي، چې ۴۵۷ بریټانیایي سرتېري وه.

د روان کال په جنوري کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جګړې له لومړۍ کرښې واټن ساتلی و. د بریټانیا هغه مهالني لومړي وزیر کېیر سټارمر دغه څرګندونې« سپکوونکې او ټکان ورکوونکې» بللې وې او د بښنې غوښتنه یې کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او روسیه د کابل او اسلام‌آباد د کړکېچ په کمولو کې ګډ نظر لري – عباس عراقچي

عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

Published

on

 

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، چې تهران او مسکو د افغانستان د مسئلو، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډ نظر لري.

عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

له دې مخکې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوروف ویلي وه، چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کوي.

خوروف زیاته کړې وه، چې د روسیې کورنیو چارو وزیر ولادمیر کولوکولتسوف اسلام‌آباد ته د سفر پر مهال د افغانستان موضوع هم څېړلې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی و.

هغه ویلي، چې د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدا د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو پر لوري د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د امریکا بندیزونه هم خنډ بللي دي.

خوروف ویلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ هوارېدا به د ټولې سیمې پر ګټه وي.

هغه هیله څرګنده کړې، چې د ډیورنډ کرښې لارې به ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!