Connect with us

نړۍ

په ټول پاكستان كې د خپلواكۍ ملي ورځ ونمانځل شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ټول پاكستان كې د دغه هېواد د خپلواكۍ كليزه د خاصو مراسمو او لوړ پوړو دولتي اوسياسي گوندونو د استازيو په گډون ونمانځل شوه .

د دغه هېواد د خپلواكۍ د ورځې په وياړ په جوړو شويو مراسمو كې د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني، د دغه هېواد  د پرمختگ په وړاندې ترهگري يو لوى گواښ وباله او زياته يې كړه، چې:

هېواد يې له اقتصادي بحران سره هم مخ دي.

گيلاني زياته كړه:

د پاكستان اقتصادي پراختيا د پاكستان د دولت په لومړيتوپونو كې راځي او ټينگار يې وكړ، چې:

د خلكو ترمځ اختلافات بايد له منځه ولاړ شي .

د پاكستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د پيغام په ليږلو له انگلستان څخه د پاكستان د خپلواكۍ  د اخيستو په وياړ د پاكستان خلكو ته مباركي ويلې ده.

دا مراسم په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې د پاكستان پوليسو سخت امنيتې تدابير نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې پاكستان د ۱۹۴۷ع  كال د اگست په څوارلسمه ڼېټه له انگلستان څخه خپله خپلواكي واخيسته . 

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

نړۍ

اسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ایران ته د برید ګواښ کړی او ایراني واکمنانو ته یې د معترضانو پر ضد د زور کارولو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

Published

on

رویټرز د درې باخبره اسرائیلي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د امریکا له‌خوا په ایران کې د هر ډول احتمالي مداخلې لپاره بشپړ امنیتي چمتووالي څرګند کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ایران ته د برید ګواښ کړی او ایراني واکمنانو ته یې د معترضانو پر ضد د زور کارولو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

رویټرز د هغو سرچینو، چې د اسرائیلو په امنیتي سلا مشورو کې یې ګډون درلودلی؛ دا نده روښانه کړې، چې د اسرائیل بشپړ امنیتي چمتووالی څه معنا لري.

اسرائیل او ایران د جون په میاشت کې ۱۲ ورځنۍ جګړه کړې، چې د امریکا د هوايي بریدونو ملاتړ هم ورسره مل و.

د یوې اسرائیلي سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې پر ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د امریکا د شوني برید په اړه خبرې کړې دي.

سره له دې چې اسرائیل د ایران د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو په تړاو اندېښنې لري؛ خو تر اوسه یې په ایران کې لاسوهنې ته لېوالتیا نده ښودلې.

نتنیاهو د جمعې پر ورځ له «اکونومیسټ» مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي؛ که ایران پر اسرائیل برید وکړي، نو له سختو او وېروونکو پایلو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي په وروستیو کلونو کې د حکومت پر ضد له تر ټولو لویو اعتراضونو سره مخ دي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د ونزویلا تېل پلوري

هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ونزویلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تېلو څخه به، چې پخوا د امریکا د بندیزونو له کبله په دې هېواد کې بند پاتې ول؛ تصفیه او بازار ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.

ټرمپ همداراز ویلي؛ امریکا به د ونزویلا د تېلو د بنسټونو په بیارغونه کې مرسته وکړي او لوی امریکايي شرکتونه هم ترې ګټه واخلي.

امریکا تېره اوونۍ پر ونزویلا پوځي برید وکړ او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس ماډورو یې لاس تړلی امریکا ته ولېږداوه. او د فشار راوړلو لپاره غواړي، چې د چین، روسیې، کیوبا او ایران سلاکاران له ونزویلا ووځي.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارې ولسمشر ټرمپ ته داسې سپارښتنه کړې وه، چې ‌ډلسی روډریګز لنډمهاله ولسمشره او د ماډورو نور جګپوړي چارواکي د هېواد د ثبات د ساتلو لپاره غوره انتخابونه وګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچاډو په حکومت کې پراخ رول هیله لرله.

Continue Reading

نړۍ

ګرینلنډ د امریکا ملي امنیت ته سټراټیزیک ارزښت لري – ټرمپ

ټرمپ وایي: «مونږ د ملي امنیت د ملاحظاتو له کبله ګرینلنډ ته اړتیا لرو. دا سیمه له سټراتیژیکي پلوه ډېره مهمه ده. دا مهال د روسیې او چین بېړۍ د ګرینلنډ په شاوخوا کې پراخ حضور لري.»

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ځانګړې الوتکې (ایرفورس ون) کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا ټینګار څرګند کړ، چې ګرینلنډ د امریکا ملي امنیت ته سټراټیژیک ارزښت لري.

ټرمپ وایي: «مونږ د ملي امنیت د ملاحظاتو له کبله ګرینلنډ ته اړتیا لرو. دا سیمه له سټراتیژیکي پلوه ډېره مهمه ده. دا مهال د روسیې او چین بېړۍ د ګرینلنډ په شاوخوا کې پراخ حضور لري.»

د ټرمپ دې څرګندونې یو ځل بیا د شمالي قطب په اړوند سیمه کې د سترو قدرتونو سیالۍ ته پام رااړوي؛ هغه سیمه، چې د خپل جغرافیایوي موقعیت، د کښتۍ چلولو نویو لارو او طبیعي سرچینو له کبله د نړۍ د مهمو جیوپولیټیکي مرکزونو څخه ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!