سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.
ایران ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو په اړه هوکړه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې؛ خو ټینګار کوي، چې د تنګي د بېرته پرانیستو لپاره باید امریکا تهران ته د غرامت ورکولو، د بندیزونو پای ته رسولو او د پوځي ګواښونو درولو غوښتنې ومني.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.
عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي، له عمان سره هوکړه وروستۍ شوې؛ خو ایران به تر هغې دا اوبلاره بیاځلې خلاصه نکړي، چې امریکا د تهران شرطونه ونهمني
د عراقچي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوکړه کې به د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لارې ځانګړې شي، چې د امریکا لهخوا د تهران د غوښتنو له منلو وروسته وکاریږي.
عراقچي ویلي، ایران او امریکا اوسمهال مستقیمې خبرې نهلري او تهران به تر هغې له واشنګټن سره مستقیمې خبرې پیل نهکړي، چې امریکا د جون لنډمهاله هوکړه نقضوي؛ خو د منځګړو له لارې د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمد باقر ذوالقدر هم ویلي، د ایران غوښتنې د امریکا لهخوا د نورو ګواښونو او د ایران پر وړاندې د بریدونو درول، د ایران د متحدانو پر وړاندې د یرغل پای ته رسول، په خلیج کې د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، پر ایران د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول دي.
د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې، د ایران او عمان هوکړه کولی شي د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د بېرته پیل زمینه برابره کړي.
دې چارواکي زیاته کړې؛ امریکا به هغه مهال د ایران پر بندرونو سمندري محاصره لرې کړي، چې د سوداګریزو بېړیو د بېخنډه تګ راتګ د بېرته پیلېدا هوکړه اعلان او ایران خپلې ژمنې عملي کړي.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد اړینه سمندري لار ده.
ایران له هغې وروسته دغه تنګی وتاړه، چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې خپل غبرګون وښیي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچونه روان دي؛ د یمن حوثیانو، چې د ایران متحدان بلل کېږي په سره بحیره کې پر بېړیو خپل بریدونه زیات کړي دي. دغه راز حوثیانو ویلي: سعودي عربستان، چې پر یمن محاصره لګولې د هغې په غبرګون کې یې د سعودي عربستان پر وړاندې د سرې بحیرې محاصره اعلان کړې؛ خو ریاض دا ادعا رد کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي؛ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي تړون له تخنیکي پلوه د متقابلې دفاع په برخه کې د ناټو له پېنځمې مادې سره ورته والی لري، خو د ایران پر ضد نهدی.
هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.
ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د جمعې پر ورځ« د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې په سیمه کې د امریکا متحدو هېوادونو د سیمهییزو نښتو د پراخېدا او د ایران له لوري د خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د مخنیوي ګډه وړتیا پیاوړې کول دي او له مخې یې پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
فیدان له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دغه ائتلاف د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نهدی، بلکې د درې غړو هېوادونو د امنیت د ملاتړ لپاره یوه عمومي ژمنه ده.
نوموړي زیاته کړې، د برید په صورت کې به غړي د مشورې له لارې د اړتیا وړ ملاتړ کچه، ډول او بڼه ټاکي.
د فیدان د څرګندونو له مخې: تر هغې، چې پر یوه غړي هېواد برید نهوي شوی؛ هیڅ هېواد به د ګواښ په توګه نهګڼل کېږي.
ترکیه، چې له امریکا وروسته د ناټو دوهیم لوی پوځ لري؛ ویلي؛ دغه تړون کولی شي د سیمې نور هېوادونه هم په کې شامل کړي او موخه یې د موجودو ائتلافونو ځای نیول نهدي.
فیدان ویلي:« ناټو له ۳۲ هېوادونو سره یو لوی پوځي ائتلاف دی. مونږ دلته له درې هېوادونو پیل کړی او باید ډېر محتاط؛ خو عملي ګامونه واخلو.»
نوموړي زیاته کړې، د دغه تړون د وروستي کولو هڅې شاوخوا دوه کاله او اته میاشتې روانې وې.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه ائتلاف په چوکاټ کې به د ناټو اوسني جوړښت ته ورته د وزیرانو یوه کمیټه جوړه شي او عمومي دارالانشاء به یې په سعودي عربستان کې وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، عملیاتي جزئیات به د کمیټې په لومړۍ غونډه کې مشخص شي.
فیدان وایي:« زمونږ د ولسمشر لیدلوری دا دی، چې یوازې پر درې هېوادونو بسنه ونهکړو، بلکې ائتلاف پراخ کړو او د سیمې ټول هېوادونه تر دې چتر لاندې راټول کړو.»
نوموړي زیاته کړې، مصر هم د ځینو تخنیکي ستونزو له اواري وروسته له دې تړون سره یوځای کېدی شي.
په وروستیو میاشتو کې ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان او مصر د سیمهییزو مسایلو له ایران سره د جګړې، د څېړلو لپاره یوه ډله جوړه کړې ده.
ترکیې ویلي، دغه ډله، چې «آر۴» نومېږي؛ د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو کې د غړیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هڅه کوي.
فیدان همدارنګه ویلي، ترکیه باید په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره په نړیوال ائتلاف کې ونډه ولري؛ ځکه د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سمندري تګ راتګ امنیت د انقرې له ګټو سره مستقیم تړاو لري.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
په پاکستان کې د مالونو لېږدوونکو او د تېلو ټانکرونو ټولنو اعلان کړی، چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدا وروسته به د شنبې له ورځې سراسري اعتصاب پیل کړي.
د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
هغه ویلي، د مالونو لېږدوونکي، د خوراکي توکو او تېلو ټانکرونه، لارۍ، ټریلرونه او نور د ښارونو ترمنځ د مالونو لېږدوونکي موټرونه به خپل خدمات ودروي.
د چودري د څرګندونو له مخې، دا به یوازې سمبولیک اعتصاب نهوي، بلکې تر هغې به روان وي، چې د لېږدوونکو غوښتنې ونه منل شي.
هغه زیاته کړې، چې د مالونو لېږدوونکي موټرونه له مخکې له سړکونو ایستل شوي او په ټاکل شویو ځایونو کې درول شوي دي.
د دغو ټولنو له مهمو غوښتنو څخه په ټول پاکستان کې د موټرو د محورونو د وزن د محدودیتونو یو شان پلي کول، د ډیزلو او سړکونو د مالیاتو کمول او د تکلیفي مالیې کمول دي.
لېږدوونکي همدارنګه د موټرو د ضبط په اړه د ګمرکي ځینو مقرراتو د لغوه کولو، پر سوداګریزو موټرو د جریمو د محدودولو او د درندو موټرو د موټرچلوونکو د جوازونو د ورکړې د بهیر د آسانه کولو غوښتنه کوي.
د پاکستان د اړیکو وزیر ژمنه کړې، چې د لېږدوونکو غوښتنې به وڅېړي او د خبرو بل پړاو به د دوشنبې پر سهار ترسره شي.
د لېږدوونکو ټولنې ټینګار کړی، چې تر هوکړې پورې به اعتصاب کوي.
دغه اقدام ښايي په ټول پاکستان کې د مالونو لېږد او سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoچین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
