نړۍ
پر وینزویلا د امریکا بریدونو نړیوال غبرګونونه راوپارول
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي: « راتلونکی بدلون باید سولهییز، ډیموکراټیک او د ونزویلا د خلکو د ارادې درناوی کوونکی وي. او هیله یې څرګنده کړې؛ منتخب ولسمشر اډمونډو ګونزالیز اوروټیا به وکولی شي، چې دا بهیر چټک پرمخ بوځي.
د شنبې پر ورځ پر وینزویلا د امریکا له پوځي بریدونو وروسته د دغو عملیاتو په اړه پراخ نړیوال غبرګونونه اعلان شول. د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او چارواکو د دې عمل د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوال قانون او د هېوادونو د حاکمیت پر درناوی یې ټینګار کړی دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي: « راتلونکی بدلون باید سولهییز، ډیموکراټیک او د ونزویلا د خلکو د ارادې درناوی کوونکی وي. او هیله یې څرګنده کړې؛ منتخب ولسمشر اډمونډو ګونزالیز اوروټیا به وکولی شي، چې دا بهیر چټک پرمخ بوځي.
د جرمني چانسلر فریدریش مرز ویلي: د عملیاتو قانوني ارزونه پېچلې ده او “مونږ به وخت ولرو، چې دا پر پوره پاملرنه وارزوو.”
هغه د نړیوال قانون د اصولو درناوی او مشروع حکومت ته د لېږد ډاډ ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اسپانیه لومړي وزیر پډرو سانچیز ویلي: اسپانیه د ماډورو رژیم پر رسمیت نهپېژني؛ هغه پوځي لاسوهنه هم نه مني، چې له نړیوال قانون څخه سرغړونه وي او خبرداری ورکوي، چې دا ډول کړنې کولی شي سیمه بې ثباته کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي: « دا بدلونونه یو خطرناک بېلګه رامنځته کوي.” هغه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوال قانون د بشپړ درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
د نورو هېوادونو غبرګون:
چین: “د یو خپلواک دولت او د هغه د ولسمشر پر وړاندې د زور او ځواک کارول د منلو وړ ندي.”
روسیه: “د امریکا عملیات پوځي عمل او یرغل دی، چې غندل کیږي.”
کاناډا، مکسیکو، یوراګوای او لاتینې امریکا هېوادونو: د نړیوال قانون او ډیموکراټیک لېږد د درناوي غوښتنه وکړه.
بریټانیا، جرمني، ډنمارک، جاپان او اروپايي اتحادیې: د زغم، ډیپلوماسۍ، بشري حقونو او نړیوالو قانوني اصولو د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
ځینو رهبرانود نتنیاهو او خاویر میلیی په ګډون د امریکا دا اقدام تاریخي او زړور وباله او دا یې د آزادۍ او عدالت د ملاتړ په توګه بیان کړ. په داسې حال کې، چې نورو هېوادونو ایران، ونزویلا، چین او روسیې، دا عملیات له ملي حاکمیت او نړیوال قانون سرغړونه وبلله او د هغې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.
دا نړیوال پرمختګونه د ډیپلوماسۍ اهمیت، د هېوادونو د حاکمیت درناوی او په نړیواله کچه د نړیوال قانون اهمیت ښیي او د دوی پایلې به په راتلونکو ورځو کې د پام وړ وي.
نړۍ
ټرمپ د ونزویلا تېل پلوري
هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ونزویلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تېلو څخه به، چې پخوا د امریکا د بندیزونو له کبله په دې هېواد کې بند پاتې ول؛ تصفیه او بازار ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.
ټرمپ همداراز ویلي؛ امریکا به د ونزویلا د تېلو د بنسټونو په بیارغونه کې مرسته وکړي او لوی امریکايي شرکتونه هم ترې ګټه واخلي.
امریکا تېره اوونۍ پر ونزویلا پوځي برید وکړ او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس ماډورو یې لاس تړلی امریکا ته ولېږداوه. او د فشار راوړلو لپاره غواړي، چې د چین، روسیې، کیوبا او ایران سلاکاران له ونزویلا ووځي.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارې ولسمشر ټرمپ ته داسې سپارښتنه کړې وه، چې ډلسی روډریګز لنډمهاله ولسمشره او د ماډورو نور جګپوړي چارواکي د هېواد د ثبات د ساتلو لپاره غوره انتخابونه وګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچاډو په حکومت کې پراخ رول هیله لرله.
نړۍ
ګرینلنډ د امریکا ملي امنیت ته سټراټیزیک ارزښت لري – ټرمپ
ټرمپ وایي: «مونږ د ملي امنیت د ملاحظاتو له کبله ګرینلنډ ته اړتیا لرو. دا سیمه له سټراتیژیکي پلوه ډېره مهمه ده. دا مهال د روسیې او چین بېړۍ د ګرینلنډ په شاوخوا کې پراخ حضور لري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ځانګړې الوتکې (ایرفورس ون) کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا ټینګار څرګند کړ، چې ګرینلنډ د امریکا ملي امنیت ته سټراټیژیک ارزښت لري.
ټرمپ وایي: «مونږ د ملي امنیت د ملاحظاتو له کبله ګرینلنډ ته اړتیا لرو. دا سیمه له سټراتیژیکي پلوه ډېره مهمه ده. دا مهال د روسیې او چین بېړۍ د ګرینلنډ په شاوخوا کې پراخ حضور لري.»
د ټرمپ دې څرګندونې یو ځل بیا د شمالي قطب په اړوند سیمه کې د سترو قدرتونو سیالۍ ته پام رااړوي؛ هغه سیمه، چې د خپل جغرافیایوي موقعیت، د کښتۍ چلولو نویو لارو او طبیعي سرچینو له کبله د نړۍ د مهمو جیوپولیټیکي مرکزونو څخه ګرځېدلې ده.
تازه خبرونه
پر ونزویلا د امریکا په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ویلي وه، چې هیڅ امریکایي سرتېری ندی وژل شوی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ونزویلا د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې پر ونزویلا د امریکا په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان، چې په کې پوځي او ملکي وګړي شامل دي؛ وژل شوي دي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ویلي وه، چې هیڅ امریکایي سرتېری ندی وژل شوی.
امریکایي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې شاوخوا شپږ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډن کین ویلي: هغه امریکایي چورلکې، چې د ولسمشر نیکولاس ماډورو او د هغه د مېرمنې د لېږد لپاره په حرکت کې وې؛ یوه تر برید لاندې راغله، خو نسکوره نشوه.
-
لوبی3 days agoډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۲۰۲۵ کال کې آلمان ۸۳ مجرم افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږل
-
نړۍ3 days agoد حکومت له همکارۍ پرته پر ونزویلا بل برید هم امکان لري – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران په اعتراضونو کې مرګ او نیول مخ پر دېرېدو دي
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ په لاتینه امریکا کې د نوي پېر پیل اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ونزویلا ماموریت له عراق او افغانستان سره د پرتلې وړ ندی – مارکو روبیو
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days agoافغانستان به په سږنی ژمي کې د واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه
-
تحول5 days agoتحول: په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان اقتصادي ننګونې
