تازه خبرونه
ټرمپ په لاتینه امریکا کې د نوي پېر پیل اعلان کړ
ډونالډ ټرمپ په یوه رسنیز کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې لېږد باید روڼ او عادلانه وي؛ ځکه، چې امریکا د ونزویلا د خلکو پر سوله، آزادۍ او عدالت باور لري.
د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس ماډورو له نیول کېدا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د وینزویلا واک تر هغه وخته پورې پر غاړه ولري، چې د واک قانوني، خوندي او منظم لېږد رامنځته شوی نهوي.
ډونالډ ټرمپ په یوه رسنیز کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې لېږد باید روڼ او عادلانه وي؛ ځکه، چې امریکا د ونزویلا د خلکو پر سوله، آزادۍ او عدالت باور لري.
ټرمپ خبریالانو ته پرته له دې، چې نور جزئیات ورکړي ویلي، هغه به د خپلې کابینې ځینې غړي د ونزویلا د چارو د پرمخ وړلو لپاره وټاکي.
نیکولاس ماډورو پرون په کاراکاس کې د امریکا په يوه پوځي برید کې ونیول شو او نیویارک ته ولېږدول شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي: ماډورو د خپلې مېرمنې سیلیا فلورس سره ونیول شو؛ دواړه اوس د امریکا له عدالت سره مخ دي. مونږ به له اوس څخه تر هغه وخته پورې ونزویلا اداره کړو، چې یو خوندي او عادلانه لېږد ترسره نشي. مونږ نه غواړو بل داسې څوک واک ترلاسه کړي، چې د ونزویلا د خلکو غوره ګټې په پام کې ونه نیسي.”
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې د دې هېواد د نفتو لوی شرکتونه به ونزویلا ته ورننوځي، چې د دغه هېواد د نفتو د بېخبناوو بیا رغونه وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ونزویلا د نفتو صنعت تر دې دمه ناکام و.
ډونالډ ټرامپ ویلي:”هرڅوک پوهیږي، چې د ونزویلا د نفتو صنعت له ډېرې مودې راپدېخوا په ټپه ولاړ حالت کې دی. د هغې تولید د خپل رښتیني ظرفیت څخه ډېر ټیټ و. مونږ د امریکا د نفتو لوی شرکتونه راوړو، چې میلیارډونه ډالر پانګونه وکړي او د نفتو د زیانمن شوې بېخبنا بیا رغونه وکړي او د هېواد لپاره عاید تولید کړي. د وینزویلا او د امریکا ترمنځ دا ملګرتیا به د ونزویلا خلک شتمن، خپلواک او خوندي کړي.”
دغه راز د امریکا د جګړې وزیر ترسره شويو عملیاتو ته په نغوته کې د خپل هېواد دښمنانو ته خبرداری ورکړ، چې امریکا په هر وخت او هر ځای کې د خپلې ارادې د پلي کولو توان لري.
د امریکا د جګړې وزیرپیټ هیګسټ وایي: “دا ګډ پوځي او امنیتي عملیات بې عیبه ترسره شول. امریکایي ځواکونه بې ساري دي. زمونږ دښمنان باید پوه شي: امریکا کولی شي هغه څه وکړي، چې غواړي یې، هر وخت، هرچیرې. دا عملیات د امریکا د خلکو د امنیت، آزادۍ او هوساینې په اړه دي. دا یعنې “امریکا لومړی” دا یعنې”د ځواک له لارې سوله”.
ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې دې عملیاتو د امریکا له لاسه ورکړشوی واک او عظمت بېرته راګرځولی دی، چې د هغه پر وینا له افغانستان څخه له وتلو وروسته زیانمن شوی و.
هغه ویلي، چې له افغانستان څخه “ګډوډ او له سپکاوي ډک” وتلو امریکا په نړیواله کچه د خندا وړ ګرځولې وه؛ خو اوس د امریکا د پوځ پیاوړتیا ښیي، چې د هېواد درناوی او اعتبار بېرته راګرځېدلی دی.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
