Connect with us

تازه خبرونه

مونږ ملکي وګړي نه، بلکې اصلي جنایت‌کاران پر نښه کوو – مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې د پاکستان له‌خوا ترسره شوي جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي او د دې کړنو اصلي عاملین به پر نښه شي.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ملکي وګړو او نظامي عاملانو ترمنځ توپیر کوي او هیڅکله ملکي وګړي نه پر نښه کوي.

نوموړی وایي: ” دا باید څرګنده شي، چې مونږ د  پاکستان پر پرتله ملکي وګړي نه پر نښه کوو؛ خو اصلي جنایت‌کاران، چې پاکستاني پوځیان دي، زمونږ هدف ګرځېدلي دي.”

تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ‌شمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.

Published

on

په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ‌شمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.

زلمي خلیلزاد د دې وضعیت اصلي لامل د پاکستان غلط سیاستونه، د اقلیتونو ځپل، د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه او د واک تکراري پوځي تسلط ګڼلی او دا یې د پاکستان او د ګاونډ هېوادونوپه ځانګړي توګه د هغو افغانانو لپاره، چې خپله کورنۍ جګړه یې پای ته رسولې؛ یوه ټراژیډي وبلله.

هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې پخپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ( د کب درېیمه ) په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني احضار کړ او پر رسمي بنه یې ورته پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې خپل سخت اعتراض او یادښت وسپاره.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هېواد د هوایي حریم د تکراري سرغړونو او د استوګنې سیمو بمبارډ سخت غندلې او دا عمل یې د افغانستان له ځمکني بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او پاروونکی عمل وباله.

افغان چارواکو همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي حاکمیت او هوایي حریم ساتنه د اسلامي امارت دیني او ملي مسوولیت دی او د ورته هر ډول عمل پایلې به بل لوري ته متوجه وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د هرات – بادغیس پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له کبله ۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د بادغیس امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر زیاته کړې: دا پېښه نن (یکشنبه د کب درېیمه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د قلعه نو د لامان سیمې د سبزک بند په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې ۹ کسان شهيدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي، چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.

Published

on

سیمه‌ییزو سرچینو ويلي: یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس، چې له هرات څخه بادغیس ته روان و؛ له سړک ووت او چپه شو.

د بادغیس امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر زیاته کړې: دا پېښه نن (یکشنبه د کب درېیمه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د قلعه نو د لامان سیمې د سبزک بند په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې ۹ کسان شهيدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي، چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.

اړوند قومندانۍ ویلي، چې موټر د ډریور د بې احتياطى له کبله رامنځته او چپه شوى دی.

د يادې پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو پر مرسته تر روغتيايي مرکزونو وړل شوي او پېښه د ټرافيکو پولیسو تر څېړنو لاندې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!