سیمه ییز خبرونه
د ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
وروستیو بدلونونو ته په نغوته کې لاریجاني ویلي، چې د ایران خلکو د هېواد د وېشلو هڅو پر وړاندې مقاومت کړی او وسلوالو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي د عملیاتو د دوام لپاره زمینه برابره کړې ده.
د ایران ملي امنیت عالي شورا عمومي منشي علي لاریجاني اعلان کړی، چې د لنډمهالې رهبرۍ شورا به نن جوړه شي؛ په پرونۍ غونډه کې یې چمتووالی نیول شوی و.
وروستیو بدلونونو ته په نغوته کې لاریجاني ویلي، چې د ایران خلکو د هېواد د وېشلو هڅو پر وړاندې مقاومت کړی او وسلوالو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي د عملیاتو د دوام لپاره زمینه برابره کړې ده.
هغه دا خبرداری هم ورکړی، چې د تېري هر ډول عمل به بې ځوابه پاتې نشي.
هغه زیاته کړې؛ ایران له برید مخکې د سویس سفارت له لارې امریکا ته خبرداری ورکړی و، چې د هر برید په صورت کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که څه هم راتلونکې ورځې ممکن له لوړو او ژورو سره مل وي، خو “لید به روښانه وي.”
دغه راز د ایران پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ټینګار کړی، چې امریکا او اسرائیل ” له سرې کرښې واوښتل” او باید بیه یې پرې کړي.
هغه زیاته کړې، چې د ایران ځواب به کلک وي.
د لنډمهاله مشرتابه شورا جوړېدا په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې په سیمه کې کړکېچ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د ایران سیاسي راتلونکی په یوه حساس پړاو کې دی.
سیمه ییز خبرونه
د ایراني رهبر علي خامنهیي ۳۶ کلن پېر د ده له وژلکېدا سره پای ته ورسېد
خامنهیي په ۱۹۸۹ .زکال کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني له مړینې وروسته د رهبر په توګه وټاکل شو او له درې لسیزو زیات یې د ایران د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ مشري وکړه؛ لوړ سیاسي، نظامي او مذهبي واکونه یې په لاس کې درلودل.
د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د ایران ستر رهبر علي خامنهیي په تهران کې د هغه پر مرکزي دفتر د اسرائیلو او امریکا له هوايي بریدونو وروسته د ۸۶ کلونو پر عمر ووژل شو.
خامنهیي په ۱۹۸۹ .زکال کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني له مړینې وروسته د رهبر په توګه وټاکل شو او له درې لسیزو زیات یې د ایران د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ مشري وکړه؛ لوړ سیاسي، نظامي او مذهبي واکونه یې په لاس کې درلودل.
هغه، چې په پیل کې د یوه ټیټ نفوذ لرونکي شخصیت په توګه ستایل شوی و؛ ورو – ورو یې خپل دریځ پیاوړی کړ او پر امنیتي او نظامي جوړښتونو په ځانګړي توګه د سپاه پاسداران د ځواک په جوړښت کې یې پراخ نفوذ ترلاسه کړ. د هغه د مشرتابه پرمهال ایران خپل سیمهییز رول پراخ کړ او د عراق، سوریې، لبنان او یمن له حکومت پلوه ډلو یې ملاتړ وکړ، چې د دې تګلارې له کبله د منتقدینو له لوري پر نړیواله کچه تهران نور هم منزوي شو.
خامنهیي تل د ایران اټومي پروګرام سولهییز بللی او د اټومي وسلو د جوړولو هر ډول هڅه یې رد کړې ده؛ خو په دې وروستیو کلونو کې له لویدیځ سره، په ځانګړي توګه له امریکا سره تاوتریخوالی زیات شو او د اټومي انرژۍ په اړه خبرې اترې پر ځلونو ځنډېدلې دي.
پر کورني کچه د هغه رهبري د پراخو لاریونونو سره مخ شوې؛ په ځانګړي توګه په ۲۰۰۹ او ۲۰۲۲ کې، چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د ایراني مشر وژنه په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې سیمه له بې ساري تاوتریخوالي سره مخ ده او د ایران سیاسي راتلونکی هم په ناڅرګند حالت کې دی.
سیمه ییز خبرونه
د امریکا او ایران درېیم پړاو خبرې د پنجشنبې پر ورځ ترسره کیږي
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه خبرداری ورکړی، چې که د تهران د هستوي پروګرام پر سر د اوږدمهاله اختلاف د حل لپاره هوکړه و نشي؛ «رښتیا هم بدې پېښې به رامنځته شي».
د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعید څرګنده کړې، چې ایران او امریکا به د پنجشنبې پر ورځ( د کب اوومه ) د هستوي خبرو درېیم پړاو په ژنیو کې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه خبرداری ورکړی، چې که د تهران د هستوي پروګرام پر سر د اوږدمهاله اختلاف د حل لپاره هوکړه و نشي؛ «رښتیا هم بدې پېښې به رامنځته شي».
د عمان بهرنیو چارو وزیر، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په غیرمستقیمو خبرو کې د منځګړيتوه هڅه کوي؛ د یکشنبې پر ورځ ویلي: «خوښ یم، چې تأئیدوم؛ د امریکا او ایران خبرې د پنجشنبې پر ورځ په ژنیو کې تنظیم شوي او د هوکړې د وروستي کولو لپاره هم مثبتې هڅې روانې دي.»
رویټرز د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران چمتو دی د خپلې هستوي برنامې په اړه نوي امتیازات وړاندې کړي؛ خو په دې شرط، چې اقتصادي بندیزونه لرې شي او د تهران د «سولهییز هستوي بډاینې» حق پر رسمیت وپېژندل شي.
د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې په پوره پاملرنه لېوالتیا ښکاره کړه، چې وروستیو خبرو «هیلهبښونکې نښې» لرلي؛ خو په دغه راز یې د «هرې احتمالي سناریو» لپاره د تهران پر چمتووالي ټینګار وکړ.
ټرمپ د غور په حال کې دی، چې ولې تهران «سرټیټ» نګړ
د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف، چې د امریکا له لوري د هستوي خبرو مشري کوي؛ د شنبې پر ورځ ویلي: د امریکا ولسمشر غواړي پوه شي، چې ولې ایران اوس هم «سرټیټ» نکړ او د خپلې هستوي برنامې د محدودولو منلو ته حاضر شوی ندی.
ویټکوف له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: « زه نه غواړم د ناهیلۍ کلمه وکاروم؛ ځکه هغه پوهېږي ډېر انتخابونه لري، خو لیواله دی پوه شي ولې هغوی سرټیټ کړی ندی… ولې د دې فشار او د سمندري ځواک د دې پراخ حضور تر سیوري لاندې هغوی مونږ ته سرنهټیټوي او نه وایي: مونږ اعلان کوو، چې وسلې نه غواړو؛ نو دا هغه څه دي، چې مونږ یې ترسره کولو ته چمتو یوو. سره له دې هغوی دې ټکي ته رسول لږ څه ستونزمن دي.»
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې اړه په ایکس پاڼه کې د ټرمپ خبرو ته خپل غبرګون داسې لیکلی: «غواړئ پوه شئ، چې ولې مونږ سرټیټ نکړ؟ ځکه مونږ ایرانیان یوو.»
هغه همداراز له سيبياس سره په مرکه کې ویلي، چې اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.
سیمه ییز خبرونه
ایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان
پزشکیان په دولتي ټلویزیون کې، چې پر ژوندۍ بڼه خپره شوې د وینا پر مهال ویلي: “نړیوال قدرتونه په یوه کتار کې ولاړ دي، چې مونږ د سر ټیټولو اړ کړي؛ خو مونږ به له ټولو هغو ستونزو سره – سره، چې دوی یې مونږ ته رامنځته کوي سر ټیټ نکړو.”
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، چې هېواد به یې له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په بهیر کې د نړۍ د قدرتونو فشار ته سر ټیټ نکړي.
پزشکیان په دولتي ټلویزیون کې، چې پر ژوندۍ بڼه خپره شوې د وینا پر مهال ویلي: “نړیوال قدرتونه په یوه کتار کې ولاړ دي، چې مونږ د سر ټیټولو اړ کړي؛ خو مونږ به له ټولو هغو ستونزو سره – سره، چې دوی یې مونږ ته رامنځته کوي سر ټیټ نکړو.”
-
نړۍ4 days agoټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
-
تازه خبرونه4 days agoبنیاد بیات به دهها خانواده نیازمند در فراه کمکهای رمضانی توزیع کرد
-
تازه خبرونه3 days agoد کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼشمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه
-
تازه خبرونه4 days ago« ما مې مور ته بوځئ!» – د ګردي کڅ له غمیزې ژوندی پاتې ماشوم
-
تازه خبرونه4 days agoایران او افغانستان د قراردادي کرنې په اړه د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیلوي
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه
