تازه خبرونه
د كندز ولايت والي په بې كفايتې تورن او د هغه د گوښه كيدو غوښتنه وشوه
د كندز د ولايتي شورا د غړيو په گډون د دغه ولايت سلگونه اوسيدونكيو د ولايتي شورا په وړاندې لاريون وكړ او د كندز والي غلام سخي يې په بې كفايتۍ تورن كړ.
دوى وايي:
كله، چې نوموړى د والي په توگه ټاكل شوى امنيتي حالت خراب شوى دى.
د كندز والي د دفتر رييس دا ادعاوې بې ځايه گڼي او وايي:
له هغه وخته، چې غلام سخي بغلانى د كندز د والي په توگه ټاكل شوى امنيتي وضعيت ښه شوى، د خلكو او دولت ترمنځ واټن كم او د بيارغونې پروژې چټكې شوې دي.
غلام سخي بغلانى له دوه مياشتو راپديخوا د كندز والي په توگه ټاكل شوى، چې له دې وړاندې د سمنگان او بغلان د والي د مرستيالانو په توگه كاركړى دى. هغه د كار د پيل په وخت ژمنه كړې وه، چې د ناامنۍ، اداري فساد او سولې د ټينگښت په برخه كې به جدي گامونه اخلي.
تازه خبرونه
له نړۍ سره خپلې اړیکې د سپورټي ډیپلوماسۍ له لارې پراخوو- امیرخان متقي
په دې کتنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي وبللې او څرګندوي، چې کابل هڅه کوي د سپورټي ډیپلوماسۍ له لارې خپلې نړیوالې اړیکې پراخې او نورې هم ژورې کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غېږنیونې په ننداره کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي وبللې او څرګندوي، چې کابل هڅه کوي د سپورټي ډیپلوماسۍ له لارې خپلې نړیوالې اړیکې پراخې او نورې هم ژورې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر د ویزو د آسانتیا او لوبغاړو ته د اړین ملاتړ د برابرولو پر پرلهپسې هڅو ټینګار وکړ او وایي، چې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د ګډون د آسانتیا لپاره هم هڅې روانې دي.
هغه همدارنګه ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا راپدېخوا په ټول هېواد کې د دودیزو سپورټونو د ودې لپاره د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د دې نړیوالې نندارې د جوړېدا، د سیالۍ مدیریت او په افغانستان کې د دودیزې غېږنیونې له معیار ستاینه وکړه. هغوی همدارنګه په سپورټي برخه کې د همکاریو او ګډو نوښتونو د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
د دودیزې غېږنیونې نړیواله ننداره، چې افغانستان یې کوربه و؛ تېره پنجشنبه په کابل کې پیل شوه او د اووه هېوادونو لوبغاړي یې سره ولوبول. په دې سیالیو کې شاوخوا ۶۰ بهرنيو او ۱۰۰ افغان لوبغاړو برخه اخیستې وه. د غېږنیونې په دې ننداره کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او ترکیې لوبغاړو ګډون درلود.
تازه خبرونه
افغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړ شوه، چې افغانستان ته راشي، د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي، د افغانستان برښنا شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او د برښنا انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان برښنا شرکت رهبرۍ پلاوي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد د برښنا د یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له رهبریو سره لیدلي دي.
په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړ شوه، چې افغانستان ته راشي، د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي، د افغانستان برښنا شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او د برښنا انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
د ترسره شوي تفاهم له مخې؛ روسي معتبرې کمپنۍ به د افغانستان له برښنا شرکت سره د برښنایي شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او همدارنګه د برښنا انرژۍ په نورو اړوند برخو کې همکاري وکړي او په دې برخه کې یې خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.
د دواړو لوریو ترمنځ د برښنا په بېلابېلو برخو کې هوکړو ته رسېدل د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې روسي معتبرې او مهمې کمپنۍ خپلې تخنیکي ډلې افغانستان ته واستوي. د دواړو لوریو تخنیکي ډلې به د برښنا په اړوند برخو کې کار وکړي او د برښنایي ګډو پروژو د پلي کولو لپاره به لومړني ګامونه واخلي.
د افغانستان برښنا شرکت سره دا ډول همکارۍ کولی شي هېواد ته د دوامدارې برښنا د تأمین زمینه برابره کړي او په کور دننه به د برښنا تولید او شبکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
فرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت د ښوونې او روزنې رییس عبدالرحمان رحماني د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په جانوخېلو سیمه کې، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده؛ د ۲۳ میلیون افغانیو پر ارزښت د یوې عامالمنفعه پروژې د پرانستې مراسمو ته څرګنده کړې: د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي شفقت له مخې؛ د نورستان ولایت له برګمټال ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت تر تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي، چې چارې یې د سرحداتو وزارت او د هر ولایت د مرستیال والي، نورو اړوند ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې خلکو ته سهولتونه برابر شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر مشرۍ او د نورو کاري ادارو پر همکارۍ د نورستان ولایت له برګمټال څخه د پکتیکا ولایت تر تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت د ښوونې او روزنې رییس عبدالرحمان رحماني د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په جانوخېلو سیمه کې، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده؛ د ۲۳ میلیون افغانیو پر ارزښت د یوې عامالمنفعه پروژې د پرانستې مراسمو ته څرګنده کړې: د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي شفقت له مخې؛ د نورستان ولایت له برګمټال ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت تر تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي، چې چارې یې د سرحداتو وزارت او د هر ولایت د مرستیال والي، نورو اړوند ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې خلکو ته سهولتونه برابر شي.
دغه راز د یاد ولایت مرستیال والي محمد انور دین پرور له دې پروژې څخه د خوښۍ څرګندونو تر څنګ ویلي: هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې د حاکم نظام پرمختګ نشي زغملی او تل هڅه کوي او غواړي په یوه او بله پلمه دا هېواد له ناورین سره مخ کړي؛ زمونږ خبرداری دا دی، چې له دې کاره لاس واخلي او افغانان د افغانستان ودانولو ته پریږدي.
ویل کیږي، چې د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، ودانول او خلکو ته د سهولتونو برابرول د اسلامي نظام بنسټیزې موخې دي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونهشي – حامد کرزی
-
تازه خبرونه3 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoسویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
لوبی4 days agoد یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoد بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا

