Connect with us

لوبی

د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

خپور شوی

د

نن(چارشنبه د غویي دوه‌یمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.

دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.

دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.

ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.

لوبی

د اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

Published

on

 

افغانستان د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو د درې‌اړخیزې سیالۍ په لړ کې د صدیق‌الله اتل د سلیزې او د راشد خان د څلور ویکټو پر مټ زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

صدیق‌الله اتل ۱۰۲ او ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې.

دغو دوه لوبغاړو د دوه‌یمې ویکټې لپاره د ۱۴۰ منډو ملګرتیا جوړه کړه او افغانستان یې په پیاوړي دریځ کې ودراوه؛ خو د لوبډلې وروستي شپږ لوبغاړي یوازې د ۳۵ منډو پر جوړولو وسوځېدل.

زمبابوی لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ښه ونه‌ځلېده او په ۳۸.۴آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

راشد خان د افغانستان په توپ‌اچونه کې وځلېد او د ۱۷ منډو په بدل کې یې څلور ویکټې واخیستې.

رایان برل ۳۱ او سکندر رضا ۴۸ منډې وکړې. دا دواړه د زمبابوې له هغو مهمو لوبغاړو څخه ول، چې لوبډلې ته یې ۷۹ منډې جوړې کړې؛ خو وسوځېدل.

فضل‌الحق فاروقي او عظمت‌الله عمرزي هم په لومړیو کې ویکټې واخیستې او زمبابوې یې د ۴۳ منډو پر جوړولو د څلور لوبغاړو له سوځېدا سره مخ کړه.

افغان توپ‌اچوونکو تر پایه پر سیالې لوبډلې فشار وساته او د هغو د منډو جوړولو مخه یې ونیوله.

د صدیق‌الله اتل ۱۰۲ منډې وکړې، چې دا یې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درېیمه سلیزه وه؛ خو ابراهیم ځدراڼ خپلې سلیزې ته ونه‌رسېد او پر ۹۰ منډو وسوځېد.

له دې بریا سره افغانستان د درې‌اړخیزې سیالۍ پایلوبې ته د لار موندلو په سیالۍ کې پاتې شو.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلې هره یوه دوه نومرې لري. د چارشنبې پر ورځ به له بنګله‌دېش سره د افغانستان وروستۍ ډله‌ییزه لوبه پایلوبې ته د پاتې لارموندونکي لوبډلې برخلیک روښانه کړي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو دوه‌یم مقام خپل کړ

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نیمه‌پایلوبه کې کیپ‌ورډ ته د ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

Published

on

 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې ۶ پر صفر ماتې وخوړه او د دغو سیالیو دوه‌یم مقام یې خپل کړ.

فابینیو دوه ګولونه او لئانډرو لینو، کلبر، سرجینیو او روفینو هر یوه یو ګول وواهه او د افغانستان د لوبډلې دروازه یې پرانیسته.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نیمه‌پایلوبه کې کیپ‌ورډ ته د ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو له دې مخکې د ګروپي پړاو په سیالیو کې له جاپان سره پرته له ‌ګول وهلو مساوي شوه او پیرو ته یې د ۳ پر صفر پر ماتې ورکولو بریا خپله کړې وه. افغانستان د دغو پایلو له مخې، پایلوبې ته له رسېدا مخکې په خپلو ټولو سیالیو کې له ماتې پرته پایلوبې ته لار وموندله.

دغه راز برازیل له دې بریا سره د درېیم ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دې لوبډلې له دې مخکې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ز.کلونو کې هم د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

که څه هم افغانستان په پایلوبه کې ماتې وخوړه؛ خو د دغو سیالیو پایلوبې ته د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل په نړیواله کچه د پام وړ لاسته‌راوړنه ګڼل کېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د برازیل شپږ‌اړخیزو سیالیو پایلوبې ته ووتله

په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوي او امید قنبري هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو په نیمه‌پایلوبه کې کیپ‌ورډ ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوي او امید قنبري هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.

افغانستان له دې مخکې د سیالیو په ډله‌ییز پړاو کې لوبه له جاپان سره پرته له ‌ګوله مساوي کړې وه او پیرو ته یې ۳ پر صفر ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د دې سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د کوربه هېواد، برازیل، پر وړاندې ولوبېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!