تازه خبرونه
په نورستان کې سېلابونو لسګونه څاروي له منځه وړي
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ سېلابونه د کامدېش ولسوالۍ د نانګل په کلي کې راوتلي، چې له کبله یې شاوخوا ۷۰ څاروي، لکه: غواګانې، خوسکي، وزې او پسونه له منځه تللي دي.
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او ږلۍ له کبله سېلابونه راوتلي او د سیمې خلکو ته یې درانده زیانونه اړولي دي.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ سېلابونه د کامدېش ولسوالۍ د نانګل په کلي کې راوتلي، چې له کبله یې شاوخوا ۷۰ څاروي، لکه: غواګانې، خوسکي، وزې او پسونه له منځه تللي دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي؛ وروستیو بارانونو او ږلۍ د خلکو مالدارۍ ته پراخ زیانونه اړولي او یو شمېر کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
هغوی له اړوند ادارو او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کړې، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د نورستان رسنیز دفتر هم د دې پېښې په اړه د خواشینۍ له څرګندولو سره ویلي؛ اړوندې ادارې به د زیانونو د ارزونې او د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د حل لپاره لازم هڅې وکړي.
تازه خبرونه
ایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد سيبېاس ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د الوتکو شتون رد کړی دی
د سیبیاس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی، چې ایران د امریکا د احتمالي بریدونو له وېرې خپلې یو شمېر پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولې دي.
د راپور له مخې؛ د ایران ځینې پوځي الوتکې د پاکستان د اسلامآباد ترڅنګ د نورخان هوايي اډې کې لیدل شوې دي.
سرچینو سیبیاس ته ویلي، چې په دغو الوتکو کې یوه د څارنې الوتکه «RC-130» هم لېدل شوې ده.
سیبیاس همدارنګه راپور ورکړی، چې ماهان هوايي شرکت خپلې ځینې الوتکې د جګړو له پیلېدا مخکې کابل ته لېږدولې وې.
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د هوايي حریم له تړل کېدا وروسته دا الوتکې په افغانستان کې پاتې شوې او وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د ترینګلتیاوو له کبله د هرات هوايي ډګر ته لېږدول شوې دي.
دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد سيبېاس ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د الوتکو شتون رد کړی دی.
همدارنګه پاکستانيو چارواکو هم هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د ایران پوځي الوتکې د پاکستان په هوايي اډو کې ناستې دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د دغو بحرانونو دوام د هغو خوراکي زېرمو کچه راټیټه کړې، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې دي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې افغانستان له هممهالو اقتصادي بحرانونو، پراخې بېکارۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ هېواد دی او دې وضعیت نه یوازې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي، بلکې د خوړو د ناامنۍ ستونزه هم ورسره پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د دغو بحرانونو دوام د هغو خوراکي زېرمو کچه راټیټه کړې، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې دي.
د فیضآباد ښار یوې اوسېدونکې رقیبه احمدي ویلي: «هغه لږ خواړه، چې د اخیستلو وس یې لرو؛ خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو بسنه نهکوي.»
د هغې د څرګندونو له مخې؛ کوچنۍ لور یې پر خوارځواکۍ اخته ده او مېړه یې هم بېکاره دی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر د لوږې او د خوراکي توکو د کمښت له بحران څخه اغېزمن شوي دي.
تازه خبرونه
د ALIPH نړیوالې مؤسسې استازو د کلتوري پروژو د دوام ژمنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.
د ALIPH ( د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالې ټولنې یا الف نړیوالې ټولنې) استازو په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په لیدنه کې د دې وزارت فرهنګي هڅې ستایلي او د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه یې وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.
یادو استازو د لوګر ولایت د مسعینک سیمې د آثارو د خوندیتوب او تحکیماتي هڅو، په بامیان کې د یو شمېر پروژو، د غور ولایت منار جام د ساتنې، د هرات د منارونو، د کابل بالاحصار او په نورو ولایتونو کې د تر کار لاندې پروژو یادونه کړې او دا یې د پام وړ بللي دي.
د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي افغانستان ته د یاد بنسټ استازو له راتګ هرکلی کړی او د افغانستان د کلتوري او لرغونو میراثونو د پیاوړتیا او خوندیتوب په برخه کې یې د دې بنسټ هڅې او ملاتړ اړین وباله.
عزیزي ویلي؛ له لسیزو وروسته، په لومړي ځل داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو ساتنه وشي؛ نو له نړیوالو بنسټونو تمه ده، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو په استحکام او خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.
ویل کیږي، چې د الف نړیوال بنسټ استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د نږدې، منظم او اغېزمن کار او همغږۍ لپاره پر یو روښانه میکانیزم او چوکاټ رامنځته کولو ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه1 day agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه2 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
څار2 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه خیبر پښتونخوا کې د موټربم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول
-
سوداگري1 day agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
تازه خبرونه2 days agoملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
