تازه خبرونه
قومي او سیمهییزو جګړو افغانستان ته درانده زیانونه اړولي دي – فطرت
هغه زیاته کړې، دغو جګړو نه یوازې ګڼو خلکو ته مرګ او ژوبله اړولې، بلکې د هېواد بنسټیزو تاسیساتو ته یې هم پراخ زیانونه رسولي دي.
د اسلامي امارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د یوه جومات د جوړولو مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان په تېرو څلور لسیزو کې د قومي او سیمهییزو جګړو له کبله درانده زیانونه ګاللي دي.
هغه زیاته کړې، دغو جګړو نه یوازې ګڼو خلکو ته مرګ او ژوبله اړولې، بلکې د هېواد بنسټیزو تاسیساتو ته یې هم پراخ زیانونه رسولي دي.
فطرت وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ځینو ګاونډ هېوادونو هم له افغانستان سره د مخالفت لاره خپله کړې او د سختو تګلارو پر پلي کولو هره ورځ زرګونه افغان کډوال له خپلو خاورو باسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اقتصادي بندیزونو هم د هېواد پر وضعیت اغېز کړی او ورسره جوخت هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته ستنېږي.
فطرت وایي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ان ځینو ګاونډ هېوادونو هم د دښمنۍ سیاست غوره کړ او پرېکړه یې وکړه، چې افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته واستوي. هره ورځ د کډوالو لوی بهیر د افغانستان پر لور روان دی.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او نړیوالو بنسټونو پر وار وار د بېرته ستنېدونکو کډوالو د وضعیت او له دې بهیر سره تړلو بشري ننګونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
تازه خبرونه
چین او پاکستان د اورومچي بهیر او سیمهییز امنیت په اړه سلا مشورې وکړې
محمد صادق دا لیدنه رغنده وبلله او وایي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره کتلي او دواړو لوریو د اورومچي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي. د خبرو اترو دغه سیمهییز میکانیزم، چې افغانستان هم په کې ګډون لري؛ د روان کال په اپریل کې پیل شوی دی.
افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ په اسلامآباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره له لیدنې خبر ورکړی دی.
یو شیاویونګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، په دې کتنه کې یې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پېنځهاویاایمې کلیزې د نمانځنې یادونه کړې، بلکې د چین پر کوربتوب یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورمچي د مذاکراتو په اړه هم رغنده خبرې کړې دي.
دغه راز محمد صادق هم دا لیدنه رغنده بللې او لیکي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به د ترهګرۍ ضد هڅې همغږې او همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
دغه راز محمد صادق د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د چوپړتیاوو د آسیا ـ آرام سمندر څانګې له رییس اریک کورزویل او د افغانستان په چارو کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برترانډ سره هم لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.
صادق ویلي: «مونږ د ترهګرۍ او ورسره تړلو ګواښونو په اړه خبرې وکړې؛ د هغو ګواښونو په ګډون، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ په څېر ډلې یې رامنځته کوي … او مونږ د همغږي تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ.»
پاکستانيو مسوولانو څو ځله ادعا کړې، چې په پاکستان کې ځینې بریدونه له افغانستان څخه سرچینه اخلي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت ردکړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان په ناامنیو کې هیڅ راز لاس نهلري.
تازه خبرونه
افغانستان د روسي تجهیزاتو بیارغونې ته لېواله دی – ضمیرکابلوف
ضمیر کابلوف د روسیې له دولتي خبري آژانس «ریانووستي» سره په مرکه کې وایي، چې د افغانستان حکومت د روسي پوځي تجهیزاتو له بیارغونې سره لېوالتیا لري.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي: د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ هغه هوکړهلیک، چې په دې وروستیو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ لاسلیک شوی؛ د شوروي د وخت د پوځي تجهیزاتو پر ترمیم او بیارغونې راڅرخیږي.
ضمیر کابلوف د روسیې له دولتي خبري آژانس «ریانووستي» سره په مرکه کې وایي، چې د افغانستان حکومت د روسي پوځي تجهیزاتو له بیارغونې سره لېوالتیا لري.
دغه هوکړهلیک د می پر اووهویشتمه د مسکو د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شو. کابلوف دا سند یو چوکاټي هوکړهلیک وباله، چې په راتلونکي کې د پراخو پوځي همکاریو زمینه برابره شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه هوکړهلیک چوکاټي ارزښت په راتلونکي کې د بېلابېلو تړونونو د لاسلیک لپاره قانوني بنسټ برابروي، چې د پوځي سیسټمونو د برابرولو تړونونه هم په کې دي.
د افغانستان دفاع وزارت د می پر یودېرشمه اعلان کړی و، چې د دې هوکړهلیک د عملي کېدو اړوند عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
دا هوکړهلیک د مسکو او اسلامي امارت ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو یو بل ګام بلل کېږي. د ۲۰۲۴ز.کال په اپریل کې د روسیې سترې محکمې پر اسلامي امارت د فعالیتونو د بندیز پرېکړه وځنډوله او د ۲۰۲۵ز.کال له جولای راپدېخوا مسکو د اسلامي امارت پر مشرۍ د افغانستان حکومت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د غایبو کسانو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون نافذ شو
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري او د پلي کېدا مسوولیت یې د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ اړوند د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې ریاست ته سپارل شوی دی.
د عدلیې وزارت څرګنده کړی، چې د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې قانون د اسلامي امارت د رهبرۍ له توشیح وروسته په څوارلسوهیونویایمه ګڼه رسمي جریده کې خپور او نافذ شوی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري او د پلي کېدا مسوولیت یې د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ اړوند د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې ریاست ته سپارل شوی دی.
په دې قانون کې د غایبو او ورک شویو کسانو د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د ساتنې شرایط، د اسلامي امارت له لوري د دغو شتمنیو د خوندي کولو څرنګوالی او بیتالمال ته د هغو د سپارلو طریقه روښانه شوې ده.
د قانون له مخې، هغه ملکیتونه، چې د هیچا په واک کې نهوي او د غصب خطر یې موجود وي؛ د اسلامي امارت تر ساتنې لاندې نیول کېږي.
د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې د دغه قانون د نهمې مادې له مخې؛ که د اسلامي امارت تر ساتنې لاندې د ملکیت خاوند، وارث یا شرعي استازی حاضر شي او د ملکیت د سپارلو غوښتنه وکړي، اړوند ریاست مکلف دی د قاضي د حکم له مخې ملکیت هغوی ته وسپاري.
دغه راز په قانون کې راغلي: هغه ملکیتونه، چې خاوند یې مړ شوی وي او هیڅ وارث یا مستحق ونهلري؛ بیتالمال پورې اړه پیدا کوي او ورته لېږدول کېږي.
د ځینو منقولو شتمنیو ثبت، پر کرایه ورکول او پلورل، د غایبو کسانو د شرعي وکالت شرایط، د بهرنیو وکالتلیکونو اعتبار او مالکانو ته د راټولو شویو عوایدو د سپارلو څرنګوالی هم د دغه قانون له اړینو برخو څخه بلل شوي دي.
د قانون د نهویشتمې مادې له مخې؛ د غایبو کسانو د ملکیتونو د څېړنې ریاست مکلف دی د قاضي د حکم پر بنسټ هغه کورونه بېرته اصلي مالک یا یې شرعي استازي ته وسپاري، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یا ترې مخکې د اشخاصو او رسمي یا غیررسمي ادارو له لوري پخپلسري بڼه نیول شوي وي.
-
لوبی2 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
سوداگري2 days agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
لوبی2 days agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
تازه خبرونه2 days agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
نړۍ1 day agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoمتحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoلغمان کې د کډوالو موټر چپه شو؛ ۴۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
