تازه خبرونه
په افغانستان کې د غایبو کسانو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون نافذ شو
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري او د پلي کېدا مسوولیت یې د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ اړوند د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې ریاست ته سپارل شوی دی.
د عدلیې وزارت څرګنده کړی، چې د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې قانون د اسلامي امارت د رهبرۍ له توشیح وروسته په څوارلسوهیونویایمه ګڼه رسمي جریده کې خپور او نافذ شوی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري او د پلي کېدا مسوولیت یې د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ اړوند د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د څېړنې ریاست ته سپارل شوی دی.
په دې قانون کې د غایبو او ورک شویو کسانو د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د ساتنې شرایط، د اسلامي امارت له لوري د دغو شتمنیو د خوندي کولو څرنګوالی او بیتالمال ته د هغو د سپارلو طریقه روښانه شوې ده.
د قانون له مخې، هغه ملکیتونه، چې د هیچا په واک کې نهوي او د غصب خطر یې موجود وي؛ د اسلامي امارت تر ساتنې لاندې نیول کېږي.
د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې د دغه قانون د نهمې مادې له مخې؛ که د اسلامي امارت تر ساتنې لاندې د ملکیت خاوند، وارث یا شرعي استازی حاضر شي او د ملکیت د سپارلو غوښتنه وکړي، اړوند ریاست مکلف دی د قاضي د حکم له مخې ملکیت هغوی ته وسپاري.
دغه راز په قانون کې راغلي: هغه ملکیتونه، چې خاوند یې مړ شوی وي او هیڅ وارث یا مستحق ونهلري؛ بیتالمال پورې اړه پیدا کوي او ورته لېږدول کېږي.
د ځینو منقولو شتمنیو ثبت، پر کرایه ورکول او پلورل، د غایبو کسانو د شرعي وکالت شرایط، د بهرنیو وکالتلیکونو اعتبار او مالکانو ته د راټولو شویو عوایدو د سپارلو څرنګوالی هم د دغه قانون له اړینو برخو څخه بلل شوي دي.
د قانون د نهویشتمې مادې له مخې؛ د غایبو کسانو د ملکیتونو د څېړنې ریاست مکلف دی د قاضي د حکم پر بنسټ هغه کورونه بېرته اصلي مالک یا یې شرعي استازي ته وسپاري، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یا ترې مخکې د اشخاصو او رسمي یا غیررسمي ادارو له لوري پخپلسري بڼه نیول شوي وي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان باید د متقابل درناوي او خبرو له لارې د سیمې ستونزې حل کړي – اڅکزی
هغه ویلي: «د پاکستان هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته په ډاګه وښيي، چې دا تذکره لري. دا اغزن تار د امریکا پر غوښتنه لګول شوی دی.»
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د اساسي قانون پر حاکمیت، له افغانستان سره متقابل درناوي او په سیمه کې د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوي ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: «که څوک غواړي پاکستان اداره او له اوسني وضعیت څخه وباسي، مونږ یې ملاتړ کوو؛ خو لاره یې دا ده، چې په هېواد کې اساسي قانون واکمن وي، هره اداره د قانون له ټاکلي چوکاټه پیروي وکړي، ټاکل شوې پارلمان د واک سرچینه وي او کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ هم له هماغه ځایه وټاکل شي. په دې صورت کې به پاکستان پرمختګ وکړي.»
اڅکزي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي، دواړه (حکومتونه ) پوره ورورولیزې اړیکې لري. هغه زیاته کړې؛ افغانستان د خپلې خپلواکۍ په اړه ډېر حساس دی؛ نو باید د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وشي او افغانان هم باید د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ستونزې پر مرمیو او چاودنو نه حلېږي.
هغه یادونه کړې: بریټانیا، امریکا او روسیه افغانستان ته ورغلي؛ خو له ماتې سره مخ شوي او افغانستان د «امپراتوریو ادیره» ګرځېدلې ده.
هغه خبرداری ورکړی، که پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار شي؛ نو پښتون مېشتې او بلوڅ مېشتې سیمې به له پراخ کړکېچ او ناامنۍ سره مخ شي.
اڅکزي د سیمې او نړیوالو کړکېچونو په اړه هم څرګنده کړې؛ که ځواکمن هېوادونه لکه امریکا، روسیه، چین، بریټانیا او فرانسه خپله سیالي او جګړه دې سیمې ته راوړي، پایلې به یې ډېرې ویجاړوونکې وي.
هغه زیاته کړې؛ له کلونو راپدېخوا د دې خطر په اړه خبرداری ورکوي، چې سیمه باید له جګړې لرې وساتل شي.
اڅکزي ویلي، د افغانستان په چارو کې باید له لاسوهنې ډډه وشي؛ ځکه افغانستان په تاریخي توګه یو خپلواک هېواد پاتې شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که خدای مه کړه افغانستان له وېش سره مخ شي، اغېزې به یې پر پاکستان او ایران هم وغځېږي.
نوموړي وایي، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او ګاونډي حکومتونه باید د خبرو مېز ته کښېني او خپلې ستونزې د همغږۍ له لارې حل کړي.
اڅکزي د خپلو خبرو په بله برخه کې دا یادونه هم کړې، چې میلیونونه پاکستانیان د کاناډا، ایټالیا او نورو هېوادونو دوهګونی تابعیت لري.
هغه ویلي: «د پاکستان هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته په ډاګه وښيي، چې دا تذکره لري. دا اغزن تار د امریکا پر غوښتنه لګول شوی دی.»
نوموړي د قبایلي سیمو او بلوڅانو د وضعیت په اړه هم څرګنده کړې، چې ځینې کسان د آزادۍ تر نوم لاندې د خلکو شتمنۍ پر نښه کوي. هغه پوښتنه کړې، که موخه رښتیا هم آزادي وي؛ نو ولې د پښتنو مالونه او ژوند زیانمنېږي؟ او ټینګار یې کړی، چې لوټ، شوکمارۍ او باج اخیستنه د هیڅ آزاديغوښتونکي غورځنګ برخه نهشي کېدی.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بیا پیل شو
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له اووهلسمې تر اوسه له یو میلیون او ۱۷۷ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. د دغه بهیر په اوسني پړاو کې، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه پیل شوې؛ له ۸۲ زره او ۵۰۰ څخه ډېر افغان وګړي ایستل شوي دي.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته د خیبر له سیمې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر یو ځل بیا پیل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له اووهلسمې تر اوسه له یو میلیون او ۱۷۷ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. د دغه بهیر په اوسني پړاو کې، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه پیل شوې؛ له ۸۲ زره او ۵۰۰ څخه ډېر افغان وګړي ایستل شوي دي.
پاکستانيو چارواکو ویلي، چې یوازې په خیبر ولسوالۍ کې ۱۲۰۸ افغان کډوال د دغه پروګرام د چوکاټ له مخې افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه د افغانانو د ناقانونه استوګنې ۴۲ دوسیې ثبت شوي او له قانوني پړاوونو وروسته نیول شوي کسان د تورخم له لارې ایستل شوي دي.
په باړه، جمرود او لنډي کوتل سیمو کې هم د افغانانو اړوند ۴۴ دوکانونه د ناقانونه سوداګریزو فعالیتونو پر تور تړل شوي دي.
دغه راز د تورخم دروازې اوږدمهاله تړل کېدا د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سوداګرۍ او لېږد رالېږد منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د ټرانسپورټ ټولنې مسوولان وايي، چې په افغانستان کې د بند پاتې سلګونو پاکستاني موټرچلوونکو، مرستندویانو او باروړونکو موټرو برخلیک اوس هم روښانه نهدی.
د یادې ټولنې د څرګندونو له مخې، د ۵۶۰ موټرچلوونکو او مرستندویانو او ۹۰۰ باروړونکو موټرو نوملړ یوه میاشت مخکې چارواکو ته سپارل شوی، خو تر اوسه د ستونزې په حل کې کوم پرمختګ نهدی شوی.
همدارنګه په لنډي کوتل کې د سیاسي ګوندونو، سوداګرو، ټرانسپورټي ټولنو او قومي مشرانو په ګډون یوه لویه جرګه جوړه شوه. ګډونوالو خبرداری ورکړ، که په افغانستان کې بند پاتې پاکستانيانو، محصلانو او موټرو ته د بېرته ستنېدا اجازه ورنهکړ شي؛ نو له اختر وروسته به اعتراضونه پیل کړي.
ویل کیږي، چې که اوسنی وضعیت دوام ومومي د پاکستان ـ افغانستان لویه لار د تړل کېدو او ان د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درېدا احتمال هم شته.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
دې بنسټ د «له تنباکو پرته نړۍوالې ورځې»( د می یودېرشمه) په مناسبت ویلي، چې د تنباکو پر ضد مبارزه ګډ مسوولیت دی او په افغانستان کې د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره اړینه ګڼل کېږي.
د روغتیا نړیوال بنسټ په افغانستان کې د تنباکو د کارولو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د دې مادې د ناوړه اغېزو پر وړاندې یې د خلکو د ژغورنې غوښتنه کړې ده.
دې بنسټ د «له تنباکو پرته نړۍوالې ورځې»( د می یودېرشمه) په مناسبت ویلي، چې د تنباکو پر ضد مبارزه ګډ مسوولیت دی او په افغانستان کې د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره اړینه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال بنسټ استازي اډوین سنیزا سلواډور په خپل پیغام کې ویلي، چې د تنباکو صنعت د خوږو خوندونو او نورو غولوونکو لارو چارو پر کارولو هڅه کوي د خپلو محصولاتو خطرونه پټ کړي؛ یعنې هغه څه، چې په ځانګړي توګه ځوانان پر نښه کوي.
د روغتیا نړیوال بنسټ د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې له هرو څلور لویانو څخه یو تنباکو کاروي او نسوار اوس هم د تنباکو د کارولو تر ټولو عام ډول بلل کېږي.
دې بنسټ د ځوانانو په ځانګړي توګه د تنکیو ځوانانو او هلکانو ترمنځ د تنباکو د کارولو د زیاتېدا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
روغتیايي څانګوال(متخصصان) خبرداری ورکوي، چې د تنباکو کارول که د لوګي پر بڼه وي او که بې لوګي، د سرطان، د زړه ناروغیو او تنفسي ستونزو په ګډون د بېلابېلو ناروغیو لامل کيږي.
دوی ټینګار کوي، چې په کم عمر کې د تنباکو کارولو پیل د روږدتیا او مزمنو ناروغیو خطر په څرګند ډول زیاتوي.
د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي، چې افغانستان د عامه پوهاوي د کموالي او د تنباکو د کنټرول لپاره د اغېزناکو ملي پالیسیو نشتوالی له جدي ستونزو سره مخ دی.
د «توباکو اتلس» د راپور له مخې، هر کال په افغانستان کې له ۹ زره ډېر کسان د تنباکو اړوند ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. همدارنګه د تنباکو د کارولو کلنی اقتصادي زیان له ۹.۲ میلیارډ افغانیو (شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالرو) څخه ډېر اټکل شوی دی.
روغتیايي چارواکو د عامه پوهاوي د کمپاینونو، د کنټرولي قوانینو د پیاوړتیا او له لوګي پاکو چاپېریالونو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی، چې د تنباکو کارول راکم او راتلونکي نسلونه یې له خطرونو خوندي شي.
-
لوبی1 day agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
سوداگري1 day agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
لوبی1 day agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
تازه خبرونه1 day agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
تازه خبرونه2 days agoمتحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
تازه خبرونه2 days agoلغمان کې د کډوالو موټر چپه شو؛ ۴۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ8 hours agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه6 hours agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
