Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان باید د متقابل درناوي او خبرو له لارې د سیمې ستونزې حل کړي – اڅکزی

هغه ویلي: «د پاکستان هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته په ډاګه وښيي، چې دا تذکره لري. دا اغزن تار د امریکا پر غوښتنه لګول شوی دی.»

خپور شوی

د

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د اساسي قانون پر حاکمیت، له افغانستان سره متقابل درناوي او په سیمه کې د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوي ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: «که څوک غواړي پاکستان اداره او له اوسني وضعیت څخه وباسي، مونږ یې ملاتړ کوو؛ خو لاره یې دا ده، چې په هېواد کې اساسي قانون واکمن وي، هره اداره د قانون له ټاکلي چوکاټه پیروي وکړي، ټاکل شوې پارلمان د واک سرچینه وي او کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ هم له هماغه ځایه وټاکل شي. په دې صورت کې به پاکستان پرمختګ وکړي.»

اڅکزي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي، دواړه (حکومتونه ) پوره ورورولیزې اړیکې لري. هغه زیاته کړې؛ افغانستان د خپلې خپلواکۍ په اړه ډېر حساس دی؛ نو باید د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وشي او افغانان هم باید د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ستونزې پر مرمیو او چاودنو نه حلېږي.

هغه یادونه کړې: بریټانیا، امریکا او روسیه افغانستان ته ورغلي؛ خو له ماتې سره مخ شوي او افغانستان د «امپراتوریو ادیره» ګرځېدلې ده.

هغه خبرداری ورکړی، که پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار شي؛ نو پښتون مېشتې او بلوڅ مېشتې سیمې به له پراخ کړکېچ او ناامنۍ سره مخ شي.

اڅکزي د سیمې او نړیوالو کړکېچونو په اړه هم څرګنده کړې؛ که ځواکمن هېوادونه لکه امریکا، روسیه، چین، بریټانیا او فرانسه خپله سیالي او جګړه دې سیمې ته راوړي، پایلې به یې ډېرې ویجاړوونکې وي.

هغه زیاته کړې؛ له کلونو راپدېخوا د دې خطر په اړه خبرداری ورکوي، چې سیمه باید له جګړې لرې وساتل شي.

اڅکزي ویلي، د افغانستان په چارو کې باید له لاسوهنې ډډه وشي؛ ځکه افغانستان په تاریخي توګه یو خپلواک هېواد پاتې شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که خدای مه کړه افغانستان له وېش سره مخ شي، اغېزې به یې پر پاکستان او ایران هم وغځېږي.

نوموړي وایي، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او ګاونډي حکومتونه باید د خبرو مېز ته کښېني او خپلې ستونزې د همغږۍ له لارې حل کړي.

اڅکزي د خپلو خبرو په بله برخه کې دا یادونه هم کړې، چې میلیونونه پاکستانیان د کاناډا، ایټالیا او نورو هېوادونو دوه‌ګونی تابعیت لري.

هغه ویلي: «د پاکستان هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته په ډاګه وښيي، چې دا تذکره لري. دا اغزن تار د امریکا پر غوښتنه لګول شوی دی.»

نوموړي د قبایلي سیمو او بلوڅانو د وضعیت په اړه هم څرګنده کړې، چې ځینې کسان د آزادۍ تر نوم لاندې د خلکو شتمنۍ پر نښه کوي. هغه پوښتنه کړې، که موخه رښتیا هم آزادي وي؛ نو ولې د پښتنو مالونه او ژوند زیانمنېږي؟ او ټینګار یې کړی، چې لوټ، شوکمارۍ او باج اخیستنه د هیڅ آزادي‌غوښتونکي غورځنګ برخه نه‌شي کېدی.

تازه خبرونه

بریټانیا د افغانستان په جګړه کې د ناټو د ونډې په اړه د هګسټ څرګندونې ناسمې وبللې

د بریټانیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د دې هېواد او د ناټو د ځواکونو ونډه کره او مستنده ده او د جګړې پر مهال د زرګونو بریټانیایي کورنیو او د دغه هېواد د متحدانو کورنیو سرښندنې کړې دي.

Published

on

 

د بریټانیا حکومت د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ پر څرګندونو نیوکه کړې، چې د افغانستان په جنګ کې یې د ناټو د متحدانو ونډه کمه ښودلې وه. د بریټانیا حکومت ویلي، چې د هګسټ څرګندونې د بریټانیا او نورو متحدانو د سرتېرو سرښندنې له پامه غورځوي.

د بریټانیا حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د دې هېواد او د ناټو د ځواکونو ونډه کره او مستنده ده او د جګړې پر مهال د زرګونو بریټانیایي کورنیو او د دغه هېواد د متحدانو کورنیو سرښندنې کړې دي.

د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند ویلي:« د دغو سرتېرو او د ناټو د نورو ځواکونو سرښندنې د ګډ امنیت د ټینګښت او زمونږ پر یوه متحد د برید په غبرګون کې شوې وې.»

هغه زیاته کړې، چې د دغو ځواکونو د ونډې کم ښودل ناسم کار دی.

د بریټانیا حکومت یادونه کړې، چې په افغانستان کې یې له ۴۵۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ټینګار یې کړی، چې د هغوی خدمتونه او سرښندنې به هېڅکله هېرې نه‌شي.

هګسټ، چې په افغانستان کې یې د مینه‌سوټا ایالت د ملي ګارد روزنې دنده لرلې؛ د شنبې پر ورځ په یوه وینا کې دا څرګندونې کړې دي.

هغه ویلي؛ سره له دې، چې په کابل کې د ناټو پر مشرۍ د ائتلاف په مرکزي دفتر کې د ۵۰ هېوادونو استازي حاضر ول، خو یوازې د لږ شمېر هېوادونو ځواکونو د افغانستان په جنګ کې ونډه لرله.

د افغانستان د جګړې پر مهال نږدې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وه. د  نورو هېوادونو ۳۰ سرتېري هم په دې جګړه کې وژل شوي، چې ۴۵۷ بریټانیایي سرتېري وه.

د روان کال په جنوري کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جګړې له لومړۍ کرښې واټن ساتلی و. د بریټانیا هغه مهالني لومړي وزیر کېیر سټارمر دغه څرګندونې« سپکوونکې او ټکان ورکوونکې» بللې وې او د بښنې غوښتنه یې کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او روسیه د کابل او اسلام‌آباد د کړکېچ په کمولو کې ګډ نظر لري – عباس عراقچي

عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

Published

on

 

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، چې تهران او مسکو د افغانستان د مسئلو، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډ نظر لري.

عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

له دې مخکې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوروف ویلي وه، چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کوي.

خوروف زیاته کړې وه، چې د روسیې کورنیو چارو وزیر ولادمیر کولوکولتسوف اسلام‌آباد ته د سفر پر مهال د افغانستان موضوع هم څېړلې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی و.

هغه ویلي، چې د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدا د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو پر لوري د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د امریکا بندیزونه هم خنډ بللي دي.

خوروف ویلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ هوارېدا به د ټولې سیمې پر ګټه وي.

هغه هیله څرګنده کړې، چې د ډیورنډ کرښې لارې به ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان اتلانو لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو شتون ښه پرمختګ دی – انس حقاني

 هغه زیاته کړې:« فوټبال او والیبال مې د خوښې لوبې دي. لوبه هغه وخت ګټل کیږي، چې لوبغاړي پر لوړه روحیه د لوبو ډګر ته ډاډمن ودانګي او ملت ته د بریا راوړلو په فکر کې وي.»

Published

on

 

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني تېره ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې له نږدې څخه د لوبې د نندارې پر مهال د آریانا سپورټ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي:« انسان سپورټ او تفریح ته اړتیا لري.»

 هغه زیاته کړې:« فوټبال او والیبال مې د خوښې لوبې دي. لوبه هغه وخت ګټل کیږي، چې لوبغاړي پر لوړه روحیه د لوبو ډګر ته ډاډمن ودانګي او ملت ته د بریا راوړلو په فکر کې وي.»

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ وړتیا لري او دا ځل به د پخواني شوروي اتحاد او امریکا د حضور ورو ته له ورته ستونزو سره مخ نه‌شي.

هغه ویلي:« افغانستان وړتیا لري، چې په هره برخه کې پرمختګ وکړي او په هر ډګر کې له نورو ملتونو سره سیالي وکړي.»

حقاني زیاته کړې، د ماشومتوب پر مهال جګړې، کډوالۍ او د امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی و، چې دی او د ده د هم‌عمره کسانو نسل له هغو فرصتونو بې‌برخې پاتې شي، چې د نن ورځې ځوانان یې په واک کې لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!