Connect with us

لوبی

هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۵

د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

د توپ‌وهنې په برخه کې حشمت‌الله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.

د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.

هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوه‌یمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

لوبی

د اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان اف‌سي ته ماتې ورکړه

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اووه اویایمه لوبه کې آرمان اف‌سي له طوفان هرات څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.

د آرمان اف‌سي لوبغاړو له پرله‌پسې هڅو سره- سره سیالې لوبډلې ته ګول ورنه‌کړی شو.

دغه راز طوفان هرات په لومړۍ نیمايي کې یو ګول وواهه او د دوه‌یمې نیمايي په وروستیو شېبو کې یې دوه‌یم ګول هم وواهه او په دې توګه یې لوبه د دوه پر صفر پایلې پر ګټلو پای ته ورسوله.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر یوولسمه له ابو مسلم فراه سره مخ کېږي او طوفان هرات به د نومبر پر لسمه له سرسبز یاشلر خوافي سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو

دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳‌آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې د ‌۱۲۵‌آورونو پر لوبولو او د اووه لوبغاړو سوځېدا ۴۰۲ منډې جوړې کړې او له سیالې لوبډلې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شوه.

دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳‌آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لوبډله د لوبې پر درېیمه ورځ د توپ‌وهنې په برخه کې نسبتاً ښه ولوبېده او د ۴۰۲ منډو پر جوړولو یې له زیمبابوې سره د منډو توپیر راکم کړ. او درې لوبغاړو یې لوبه روانه وساتله.

دا لوبه به پر څلورمه ورځ هم روانه وي او افغانستان به هڅه وکړي، چې له پاتې درې لوبغاړو څخه پر ګټه اخیستنه خپله لومړۍ پاڼۍ پر غوره پایلې پای ته ورسوي.

#آریانانیوز #افغانستان #کرکټ #ټسټ‌لوبې #افغانستان‌اوزیمبابوې #شارجه #سپورټي‌خبرونه

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو د پنځم پړاو لومړۍ برخه د لیندۍ پر شپاړلسمه / د ډسمبر پر اوومه پیل او د مرغومې تر نهمې / د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي. د سیالیو دوه‌یمه برخه به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ پر لسمه پیل او د فبرورۍ تر شپږمې روانه وي.

Published

on

 

آریانا راډیو ټلویزیون(ATN)  او د افغانستان فوټبال فډراسیون د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ د پنځم او شپږم پړاو سیالیو د جوړولو، تولید او خپرولو تړون لاسلیک کړ.

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو د پنځم پړاو لومړۍ برخه د لیندۍ پر شپاړلسمه / د ډسمبر پر اوومه پیل او د مرغومې تر نهمې / د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي. د سیالیو دوه‌یمه برخه به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ پر لسمه پیل او د فبرورۍ تر شپږمې روانه وي.

تمه ده، چې په راتلونکي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون وکړي، چې تر اوسه یې د صداقت، نورزاد، امید، زیتون، ظاهر اسد، اتحاد، جوانان میهن او پیروزي پنجشېر نومې اته لوبډلې نوملړ ته شاملې شوې دي او د دوه نورو لوبډلو نومونه به وروسته اعلان شي.

د صداقت لوبډله، چې د تېر پړاو اتلولي یې ګټلې وه؛ په راتلونکي پړاو کې به د خپلې اتلولۍ د ساتلو لپاره سیالۍ وکړي؛ خو د تېر پړاو دوه لوبډلې، دیار صنعتي او آریا فورج، له غوره لیګ څخه دوه‌یمې درجې ته کښته شوې دي.

د افغانستان فوټسال کمیټې مرستیال تخنیکي رییس فرید احمد یوسفزي ویلي، چې په تېر پړاو کې د ویډیويي مرستیال(VAR)  سیسټم کارول یوه بریالۍ هڅه وه، چې په کور دننه او بهر یې هم مثبت غبرګونونه ترلاسه کړل.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کېږي، چې په روان پړاو کې د فوټسال د نویو قوانینو له مخې له دې ټکنالوژۍ بېله ګټه واخیستل شي.

هغه زیاته کړې، چې دغه قوانین تر اوسه د ایټالیا په سری ای لیګ او د ډاکار د ځوانانو په المپیکي سیالیو کې پلي شوي او د افغانستان فوټسال غوره لیګ به درېیمه رسمي سیالي وي، چې یاد قوانین په کې پلي کېږي.

دغه راز یوسفزي ویلي، چې د نویو قوانینو له پلي کېدا سره به د لوبڅارۍ په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د استرالیا لوبڅار تمیم حسیني به د ډسمبر پر لومړۍ کابل ته راورسېږي او له نړیوال لوبڅار عتیق‌الله نیازي او خالق‌یار پیمان سره به یوځای د سیالیو قضاوت وکړي.

خالق‌یار پیمان په دې وروستیو کې د مالیزیا له یوې روزنیزې اکاډمۍ بېرته راستون شوی دی.

د آریانا ټلویزیون د خپرونو مدیر او د پروګرامونو د پېرلو برخې مشر حمیدالله شریفي ویلي، چې دا ټلویزیون تل هڅه کوي افغانانو ته د سپورټي سیالیو په برخه کې باکیفیته خپرونې وړاندې کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د فوټسال د راتلونکي پړاو سیالۍ به د تولید او ټلوېزیوني خپرونو له پلوه ښه کیفیت ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!