Connect with us

لوبی

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوش‌تېپه بریالي شول

په لومړۍ لوبډله‌ییزې سیالۍ کې د سپین‌غر لوبډلې فرزاد چیله‌باغ د ۵۷ کیلوګرام په وزن کې فتح لوبډلې قریب الله کاظمي ته ماتې ورکړه؛ خو فتح لوبډلې په راتلونکو دوه سیالیو کې پیاوړې لوبه وکړه او پایله یې د خپلې ګټې پر لوري راواړوله. محمدعلي ترکمن‌وال په ۶۱ کیلوګرام وزن کې سهیل میرزایي او سیاوش ساماني په ۶۵ کیلوګرام وزن کې عبدالستار علمیار ته ماتې ورکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

خپور شوی

د

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو سیالیو پر درېیمه ورځ د فتح او قوش‌تېپه لوبډلو زړه‌راکښونکې لوبې وړاندې او بریاوې یې خپلې کړې. دغه سیالۍ د چارشنبې پر ورځ په کابل کې روانې وې او د هېواد مخکښو غېږنیوونکو خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

په لومړۍ لوبډله‌ییزې سیالۍ کې د سپین‌غر لوبډلې فرزاد چیله‌باغ د ۵۷ کیلوګرام په وزن کې فتح لوبډلې قریب الله کاظمي ته ماتې ورکړه؛ خو فتح لوبډلې په راتلونکو دوه سیالیو کې پیاوړې لوبه وکړه او پایله یې د خپلې ګټې پر لوري راواړوله. محمدعلي ترکمن‌وال په ۶۱ کیلوګرام وزن کې سهیل میرزایي او سیاوش ساماني په ۶۵ کیلوګرام وزن کې عبدالستار علمیار ته ماتې ورکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

په دوه‌یمه لوبډله‌ییزه سیالۍ کې کهکشان او قوش‌تېپه لوبډلې مخامخ شوې. کهکشان لوبډلې سیالي په ۵۷ کیلوګرام وزن کې د محمد رامز احمدي پر بریا پیل کړه، چې بلال حکیمي ته یې ماتې ورکړه.

قوش‌تېپه لوبډلې وروسته پر سیالیو بشپړ برلاسی وموند او پرله‌پسې پېنځه سیالۍ یې وګټلې.

مسیح الله نظري په ۶۱ کیلوګرام وزن کې مرتضی رستمي، نجیب حسنی په ۶۵ کیلوګرام وزن کې جواد، شمس قریشي په ۷۰ کیلوګرام وزن کې شېرحسین، رومل رجبي په ۷۴ کیلوګرام وزن کې محمدهادي او عثمان عظیمي په ۷۹ کیلوګرام وزن کې فرهاد حیدري ته ماتې ورکړه.

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ اوس هم په کابل کې روانې دي او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لوبډلې د لومړي پړاو د اتلولۍ د خپلولو لپاره سیالي کوي. دا سیالۍ د غېږنیونې د ودې او د هېواد د غوره غېږنیوونکو د ښې پېژندنې لپاره ترسره کېږي.

آریانا ټلوېزیون د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي. د دغو سیالیو ورځنی پوښښ د ماښام له ۶ بجو پیلېږي او مینه‌وال یې په ټول افغانستان کې ننداره کولی شي.

لوبی

افغانستان بنګله‌دېش ته پر ماتې ورکولو د درې‌اړخیزو یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه

افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف د درې لوبغاړو پر سوځېدا او په ۳۵.۳آورونو کې پوره کړ. د لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه د ۶۷ منډو پر جوړولو په دې بریا کې مهم رول ولوباوه.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د درې‌اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې بنګله‌دېش ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده. دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د افغانستان پرله‌پسې پېنځمه بریا ده.

افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف د درې لوبغاړو پر سوځېدا او په ۳۵.۳آورونو کې پوره کړ. د لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه د ۶۷ منډو پر جوړولو په دې بریا کې مهم رول ولوباوه.

له دې مخکې د افغانستان توپ‌اچوونکو د لوبډلې د بریا زمینه برابره کړې وه.

راشد خان د بنګله‌دېش څلور لوبغاړي وسوځول او یمین احمدزي او عظمت‌الله عمرزي دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

بنګله‌دېش د ټولو لوبغاړو پ سوځېدا ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

بنګله‌دېش کمزوری پیل درلود او په لومړیو اووه آورونو کې یې د یوازې ۲۸ منډو په جوړولو څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل.

یمین احمدزي تنزیډ حسن او سومیا سرکار په دوه پرله‌پسې توپونو وسوځول او عظمت‌الله عمرزي هم نجم‌الحسین شانټو او توحید هریډووی له ډګره بهر کړل.

له دې کمزوري پیل وروسته، پرویز حسین ایمان او سیف حسن د ۹۳ منډو ملګرتیا جوړه کړه او هڅه یې وکړه، چې د خپلې لوبډلې منډې زیاتې کړي.

ایمان په ۹۶ توپونو د پېنځه څلوریزو او دوه شپږیزو پر مرسته ۷۰ منډې جوړې کړې او د بنګله‌دېش تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو؛ خو راشد خان یې ویکټه واخیسته. سیف حسن ۳۵ منډې جوړې کړې او محمد نبي وسوځاوه.

راشد خان وروسته د بنګله‌دېش د توپ‌وهونکو د وروستۍ برخې لوبغاړي یو پر بل پسې وسوځول او د څلور ویکټو پر اخیستو یې بنګله‌دېش يې په ۱۶۰ منډو کې ورداوه.

افغانستان هم د هدف د پوره کولو په پیل کې له ستونزو سره مخ شو؛ رحمان‌الله ګربز او صدیق‌الله اتل د تسکین احمد پر توپ‌اچونه وسوځېدل، خو ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه د درېیمې ویکټې لپاره د ۵۶ منډو ملګرتیا جوړه کړه او د لوبې بهیر یې د افغانستان پر ګټه بدل کړ. ځدراڼ د مستفیض‌الرحمان له‌خوا له سوځېدا مخکې ۳۴ منډې جوړې کړې وې.

وروسته رحمت شاه او حشمت‌الله شهیدي د ۶۶ منډو ملګرتیا جوړه کړه او افغانستان یې بریا ته ورساوه. شهیدي پر ۵۴ توپونو ۳۶ منډې او رحمت شاه پر ۹۰ توپونو د پېنځه څلوریزو پر مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه‌سوځېدل.

له دې بریا سره افغانستان د جمعې پر ورځ د زیمبابوې پر وړاندې پایلوبې ته لار ومونده او بنګله‌دېش له درې‌اړخیزو سیالیو بهر شو.

Continue Reading

لوبی

آرمان اف‌سی با شکست ۲ بر صفر آریانا خوست، نیم‌فصل دوم لیگ قهرمانان را آغاز کرد

آرمان اف‌سی در دیدار بعدی خود روز ۲۴ اکتوبر به مصاف سرخ‌پوشان خوافی می‌رود و آریانا خوست نیز در همین روز برابر طوفان هرات قرار خواهد گرفت.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۹, ۱۴۰۵

آرمان اف‌سی در نخستین دیدار خود در نیم‌فصل دوم ششمین دور لیگ قهرمانان افغانستان روشن، با نتیجه ۲ بر صفر آریانا خوست را شکست داد و سه امتیاز این مسابقه را به دست آورد.

این دیدار امروز (سه‌شنبه) در استدیوم فدراسیون فوتبال افغانستان برگزار شد. دو تیم در نیمه نخست با وجود تلاش‌های پی‌هم، نتوانستند دروازه‌های یکدیگر را باز کنند و این نیمه بدون گول پایان یافت.

در نیمه دوم، فردین عزیزی در دقیقه ۵۴ نخستین گول آرمان اف‌سی را به ثمر رساند و تیمش را پیش انداخت. در ادامه، میرآغا شریفی در وقت‌های اضافی گول دوم را وارد دروازه آریانا خوست کرد تا آرمان اف‌سی با نتیجه ۲ بر صفر به پیروزی برسد.

آرمان اف‌سی در این دیدار ۱۵ خطا مرتکب شد و چهار کارت زرد دریافت کرد. آریانا خوست نیز ۹ خطا انجام داد و یک کارت زرد گرفت.

آرمان اف‌سی در دیدار بعدی خود روز ۲۴ اکتوبر به مصاف سرخ‌پوشان خوافی می‌رود و آریانا خوست نیز در همین روز برابر طوفان هرات قرار خواهد گرفت.

بازی‌های ششمین دور لیگ قهرمانان افغانستان روشن به‌گونه زنده از تلویزیون آریانا پخش می‌شود.

Continue Reading

لوبی

د اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

Published

on

 

افغانستان د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو د درې‌اړخیزې سیالۍ په لړ کې د صدیق‌الله اتل د سلیزې او د راشد خان د څلور ویکټو پر مټ زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

صدیق‌الله اتل ۱۰۲ او ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې.

دغو دوه لوبغاړو د دوه‌یمې ویکټې لپاره د ۱۴۰ منډو ملګرتیا جوړه کړه او افغانستان یې په پیاوړي دریځ کې ودراوه؛ خو د لوبډلې وروستي شپږ لوبغاړي یوازې د ۳۵ منډو پر جوړولو وسوځېدل.

زمبابوی لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ښه ونه‌ځلېده او په ۳۸.۴آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

راشد خان د افغانستان په توپ‌اچونه کې وځلېد او د ۱۷ منډو په بدل کې یې څلور ویکټې واخیستې.

رایان برل ۳۱ او سکندر رضا ۴۸ منډې وکړې. دا دواړه د زمبابوې له هغو مهمو لوبغاړو څخه ول، چې لوبډلې ته یې ۷۹ منډې جوړې کړې؛ خو وسوځېدل.

فضل‌الحق فاروقي او عظمت‌الله عمرزي هم په لومړیو کې ویکټې واخیستې او زمبابوې یې د ۴۳ منډو پر جوړولو د څلور لوبغاړو له سوځېدا سره مخ کړه.

افغان توپ‌اچوونکو تر پایه پر سیالې لوبډلې فشار وساته او د هغو د منډو جوړولو مخه یې ونیوله.

د صدیق‌الله اتل ۱۰۲ منډې وکړې، چې دا یې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درېیمه سلیزه وه؛ خو ابراهیم ځدراڼ خپلې سلیزې ته ونه‌رسېد او پر ۹۰ منډو وسوځېد.

له دې بریا سره افغانستان د درې‌اړخیزې سیالۍ پایلوبې ته د لار موندلو په سیالۍ کې پاتې شو.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلې هره یوه دوه نومرې لري. د چارشنبې پر ورځ به له بنګله‌دېش سره د افغانستان وروستۍ ډله‌ییزه لوبه پایلوبې ته د پاتې لارموندونکي لوبډلې برخلیک روښانه کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!