Connect with us

تازه خبرونه

ازبکستان سږکال افغانانو ته پېنځه زره ویزې صادرې کړې دي

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف د امارتي شرکتونو د لوی رییس او د ملي پراختیا امارتي شرکت د اجرائیه رییس احمدجان بلال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې سږکال د افغانستان اتباعو ته پېنځه زره ویزې صادرې کړې دي او د ویزو د ورکړې د بهیر د آسانتیا لپاره هڅې روانې دي.

خپور شوی

د

د افغانستان او ازبکستان چارواکو په کابل کې د بېلابېلو لیدنو پر مهال د اقتصادي، ټرانزیټي او کرنیزو همکاریو پر پراختیا، د ویزو د ورکړې پر آسانتیا او د ګډو پروژو پر پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف د امارتي شرکتونو د لوی رییس او د ملي پراختیا امارتي شرکت د اجرائیه رییس احمدجان بلال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې سږکال د افغانستان اتباعو ته پېنځه زره ویزې صادرې کړې دي او د ویزو د ورکړې د بهیر د آسانتیا لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، د ازبکستان لوړپوړي پلاوي د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته سفر کړی دی.

دې پلاوي د افغان ټرانس پروژې د امکان‌سنجۍ د څېړنو له بشپړېدا هم خبر ورکړ او څرګندوي، د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د همغږۍ لپاره به د ازبکستان یو تخنیکي ټیم په کابل کې پاتې شي.

خواجه‌یوف ویلي؛ ازبکستان ژمنه کړې، چې د افغانستان له کروندګرو څخه به سل زره ټنه پنبه واخلي او د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او د بنسټیزو او پراختیايي پروژو په برخه کې به هم همکاري وکړي.

احمدجان بلال د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او وایي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تېر یو کال کې نږدې دوه میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده. هغه د سوداګریزو او سیاحتي ویزو د آسانتیا، منځنۍ آسیا ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د پراختیا، د افغان ټرانس پروژې د چټکې پلي کېدا او د نساجۍ صنعت د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

دغه راز د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام مخکاموف سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر ژمنه کړې، چې د افغانستان ټرانزیټي وسایطو ته به زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.

همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دغه هېواد پانګه‌وال بللي، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، هېواد یې د افغانستان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي توګه پنبې، کچالو او نورو تولیداتو ته اړتیا لري او چمتو دی، چې د تولید او پروسس په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

دواړو لوریو په پای کې هوکړه کړې، چې د کرنې په برخه کې د شویو هوکړو د تعقیب او عملي کولو لپاره به یوه ګډ تخنیکي ډله جوړه شي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې «سي‌اس‌ټي‌او» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډله‌ییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډله‌ییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!