Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ترکیې د سوریې پر اډه د برید په اړه د اسرائیلو«بې بنسټه» ادعاوې رد کړې

اسرائیلو د سې‌شنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي له‌خوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.

خپور شوی

د

ترکیې د چارشنبې پر ورځ هغه څه رد کړل، چې اسرائیلو په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور په اړه «بې بنسټه ادعاوې» بللې دي. دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې اسرائیلو د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې پر یوې هوايي اډې برید وکړ او بیا یې ادعا وکړه، چې سوریه چمتو ده، چې ترکي ځواکونو ته په دغه هېواد کې د ځای پر ځای کېدا اجازه ورکړي.

اسرائیلو د سې‌شنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي له‌خوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر سې‌شنبې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ سوریه په دې درشل کې ده، چې له اسرائیلو سره د امنیتي چارو په اړه منل شوی«اوسنی وضعیت» د ترکي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره مات کړي.

د اعلامیې له مخې، په هوايي اډه کې د ترکي ځواکونو ځای پر ځای کېدل به د اسرائیلو امنیت ته ګواښ وي او اسرائیل به یې ونه‌زغمي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په غبرګون کې ویلي، د نتنیاهو د دفتر څرګندونې د اسرائیلو د ټاکنو په درشل کې د نوموړي د « پراختیا غوښتونکو او بې‌ثباته کوونکو سیاستونو» د تعقیب له هوډ څخه سرچینه اخلي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې، په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېدی شي، چې اسرائیل نړیوال قانون ته درناوی وکړي او له خپلو« یرغلیزو او زورواکو سیاستونو» لاس واخلي.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د ایکس پاڼې په خبرپانه کې ویلي:« د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر له‌خوا وړاندې شوي بې‌بنسټه ادعاوې د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د اسرائیلو د ناقانونه هوايي بریدونو د مشروع ښودلو لپاره دي.»

په اعلامیه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي ځای پر ځای کېدا مستقیمه یادونه نه‌ده شوې.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي:« ترکیه به په سوریه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګښت لپاره د سوریې له حکومت سره پر مشروع بنسټ خپلې همکارۍ روانې ساتي او هیڅکله به د سوریې بې‌ثباته کېدا ته اجازه ورنه‌کړي.»

دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د سوریې په اړه د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې هم سختې شوي دي. د دواړو هېوادونو ځواکونه په سوریه کې فعال دي.

ترکیه، چې د ناټو دوه‌یم لوی پوځ لري او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع له مهمو متحدانو څخه بلل کېږي؛ اسرائیل د سوریې د بې‌ثباته کولو او د دغه هېواد د نوي حکومت د کمزوري کولو پر هڅه تورنوي. انقرې پر ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي او د سوریې ځمکني بشپړتیا ته د درناوي لپاره یې اړ کړي.

ترکیې د سوریې د پوځ په روزنه کې مرسته کړې، د دولتي بنسټونو او بېخبناوو په بیا رغونه کې یې ملاتړ کړی او پوځي او ډیپلوماټیکې مرستې یې هم ورسره کړې دي.

تېر کال ترکیې او اسرائیلو، چې د غزې د جګړې پر سر هم سخت اختلافات لري؛ د سوریې په دننه کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره د اړیکو یوه کرښه جوړه کړه.

د سوریې او عراق لپاره د امریکا ځانګړي ولسمشریز استازي ټام بارک د سې‌شنبې له بریدونو وروسته رویټرز ته وویل؛ واشنګټن هڅه کوي، چې د اسرائیلو، ترکیې او سوریې ترمنځ د پوځي شخړو د مخنیوي یو میکانیزم رامنځته کړي. هغه زیاته کړې، چې امریکا د دغو لوریو ترمنځ د معلوماتو شریکولو او خبرو اترو یو میکانیزم آسانه کوي.

سیمه ییز خبرونه

د هند د کلکتې په يوه هوټل کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي

پولیسو ویلي، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ د هوټل په دوه‌یم پوړ کې لګېدلی او د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، د یوه ساعت په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.

Published

on

د چارشنبې پر سهار د هند په کلکته ښار کې د یوه هوټل د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان، چې یو ماشوم هم په کې دی؛ مړه شوي دي.

پولیسو ویلي، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ د هوټل په دوه‌یم پوړ کې لګېدلی او د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، د یوه ساعت په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.

شاوخوا ۳۰ کسان په خوندي توګه له ودانۍ ایستل شوي دي.

پولیس وايي، ښايي اور د برښنا مزو د لګېدو له کبله رامنځته شوی وي؛ خو د پېښې کره علت معلوم نه‌دی.

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي هم دي او په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د هند خبري آژانس «ای‌ان‌ای» د اور وژنې ادارې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په وژل شویو کسانو کې ځینې د بنګله‌دېش وګړي دي، چې د درملنې لپاره کلکتې ته تللي وه. «ان‌ډي‌ټي‌وي» بیا راپور ورکړی، چې ټول ۹ وژل شوي کسان بنګله‌دېشیان دي.

د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د وژل شویو کسانو تابعیتونه تر اوسه تائید شوي نه‌دي.

دغه هوټل د کلکتې ښار په ګڼه ګوڼه لرونکې مرکزي سیمه کې موقعیت لري او ارزانه استوګنځایونه او رسټورانټونه لري.

چارواکي د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کوي.

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان سترې محکمې له زندانه څخه روغتون ته د عمران خان د لېږدولو امر وکړ

محکمې امر کړی، چې ۷۳ کلن عمران خان دې په ۴۸ ساعتونو کې د شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي او لږ تر لږه دې د سپټمبر تر تر شپاړلسمې هلته پاتې شي. شونې ده، چې په همدې نېټه د هغه دوسیه بیا وڅېړل شي. ویل کیږي، چې د نوموړي لېږد به تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شي.

Published

on

د پاکستان سترې محکمې چارواکو ته امر کړی، چې د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د روغتیايي اندېښنو له کبله له اډیاله زندان څخه د اسلام‌‌آباد یوه روغتون ته ولېږدوي.

محکمې امر کړی، چې ۷۳ کلن عمران خان دې په ۴۸ ساعتونو کې د شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي او لږ تر لږه دې د سپټمبر تر تر شپاړلسمې هلته پاتې شي. شونې ده، چې په همدې نېټه د هغه دوسیه بیا وڅېړل شي. ویل کیږي، چې د نوموړي لېږد به تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شي.

دغه حکم د عمران خان د کورنۍ، وکیلانو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له غوښتنو وروسته صادر شوی دی. دوی څو ځله د عمران خان د روغتیايي وضعیت د خرابېدا او روغتیايي خدمتونو ته د هغه د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د سترې محکمې درې کسیزې قضايي ډلې هم د عمران خان د روغتیایي کتنې او درملنې لپاره د یوه طبي پلاوي د جوړولو امر کړی دی.

د عمران خان خور ډاکټرې عظمی خان او د هغه شخصي ډاکټر ته اجازه ورکړ شوې، چې د نوموړي د کتنې او درملنې پر مهال حضور ولري. د درملنې لګښتونه به هم د هغه کورنۍ ورکوي.

د عمران خان وکیلانو له دې مخکې ویلي وه، چې نوموړي د زندان په موده کې د خپلې ښۍ سترګې د لید یوه د پام وړ برخه له لاسه ورکړې ده. هغه د روان کال په لومړیو کې هم د سترګې د یوې ستونزې له کبله تر درملنې لاندې و.

د تحریک انصاف ګوند ویاند ذوالفقار بخاري د سترې محکمې له پرېکړې هرکلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې عمران خان باید مخکې روغتون ته لېږدول شوی وای؛ ځکه د نوموړي پر وینا د عمران خان روغتیايي وضعیت له دې وړاندې د پام وړ خراب شوی دی.

محکمې اړوند چارواکو ته هم امر کړی، چې په روغتون کې د عمران خان د بستر کېدا پر مهال د روغتون شاوخوا امنیت او عامه نظم خوندي کړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ز.کال له اګست راپدېخوا په څو قضیو کې له محکومېدا وروسته په زندان کې دی. نوموړی او ګوند یې دغه قضیې سیاسي انګېزه لرونکې بولي. د هغه یو شمېر محکومیتونه ځنډول شوي یا لغوه شوي او په ځینو نورو قضیو کې یې د استیناف غوښتنې تر څېړنې لاندې دي.

عمران خان له ۲۰۱۸ز.کال څخه د ۲۰۲۲ز.کال تر اپریل پورې د پاکستان لومړی وزیر و او د ۲۰۲۲ز.کال په اپریل کې د باور رای له لاسه ورکولو وروسته له دندې لرې شو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایراني پیلوټان مو نه‌دي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې پر ورځ ویلي، ایراني پیلوټان د روان کال په لومړیو کې د قطر هوايي حریم ته ننوتي وه؛ خو د قطري چارواکو اړیکې ته یې ځواب نه‌و ویلی.

Published

on

قطر ويلي؛ ایراني پیلوټان یې نه دي نیولي، بلکې د یوه ایراني پیلوټ مړی یې له هغې وروسته موندلی، چې د دغه هېواد له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړی وه.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې پر ورځ ویلي، ایراني پیلوټان د روان کال په لومړیو کې د قطر هوايي حریم ته ننوتي وه؛ خو د قطري چارواکو اړیکې ته یې ځواب نه‌و ویلی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، له دې وروسته د قطر د لټون او ژغورنې ډلو د یوه پیلوټ د مړي پاتې شوني موندلي او قطري چارواکو د مړي د لېږد د همغږۍ لپاره له ایران سره اړیکه نیولې ده.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې تهران تر اوسه د دوحې هغې بلنې ته ځواب نه‌دی ورکړی، چې د دې عملیاتو اړوند جزئیات وڅېړل شي.

دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې، چې په منځني ختیځ کې سیمه‌ییز تاوتریخوالی او د هوايي حریم د امنیت په اړه اندېښنې اوس هم دوام لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!