لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اتهویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نهشو او لومړۍ نیمایي لوبه بېګوله پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.
له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوهیم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.
خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.
استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوهیمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
لوبی
طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د نههویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان افسي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوهیمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
لوبی
سرسبز یاشلر آرمان افسي ته یو پر صفر ماتې ورکړه
فرید احمد په شپږدېرشمه دقیقه کې د دې لوبې یوازنی ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازه وګټل.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د اووهویشتمې لوبې پر مهال سرسبز یاشلر لوبډلې آرمان افسي ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
فرید احمد په شپږدېرشمه دقیقه کې د دې لوبې یوازنی ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازه وګټل.
آرمان افسي د کارنر وهلو په برخه کې برلاسی و او ۹ کارنرونه یې ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې سرسبز یاشلر درې کارنرونه درلودل؛ خو سرسبز یاشلر د ګول پر لوري برلاسي ګوزارونه وکړل. د دې لوبډلې ونډه ۵۷ سلنه او د آرمان افسي ۴۳ سلنه وه.
له دې بریا سره سرسبز یاشلر پر شپږ امتیازونو د ۱۰ لوبډلو په لښتیلیک( جدول) کې شپږم ځای لري. په داسې حال کې، چې آرمان افسي له شپږ لوبو څلور امتیازونه لري او اتم ځای خپل کړی دی.
د افغانستان اتلانو لیګ ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
لوبی
لیگ قهرمانان افغانستان؛ پیروزی یک بر صفر سرخپوشان خوافی دربرابر آریانا خوست
رضا غلامي د دې لوبې یوازنی ګول د سر پر ګږزار وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
سرخپوشان خوافي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د شپږم پړاو لوبې پر مهال آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
رضا غلامي د دې لوبې یوازنی ګول د سر پر ګږزار وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
له دې بریا سره سرخپوشان خوافي له شپږو لوبو ۱۸ امتیازونه لري او اوس هم د افغانستان اتلانو لیګ روشن د لښتیلیک( جدول) په سر کې دی. دې لوبډلې خپلې ټولې شپږ لوبې ګټلي او تر اوسه یې ماتې نهده خوړلې.
دغه راز آریانا خوست په دې سیالیو کې خپله لومړۍ ماتې ومنله.
سرخپوشان خوافي د لوبې په ځینو احصائیو کې هم برلاسي وه؛ دې لوبډلې پېنځه کارنرونه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې آریانا خوست دوه کارنرونه وهلي وه. همدارنګه سرخپوشان خوافي ۵۵ سلنه ګوزارونه د ګول پر لوري کړي؛ خو د آریانا خوست دا کچه ۴۵ سلنه وه.
د افغانستان اتلانو لیګ ټولې لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ2 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ډيآیخان برید د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ نښه ده – ایمل ولي خان
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
څار4 days agoڅار: په پاکستان کې د کورني سیاسي بحران د پراخېدو اندېښنه
