لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
پېنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به د تلې پر اووهلسمه / د اوکټوبر پر نهمه پیل او پر ژوندۍ بڼه به له آریانا ټلویزیون څخه خپره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکو څو میاشتو کې ګڼې نړیوالې لوبې لري، چې د دې بوخت مهالوېش لړۍ به د جمعې پر ورځ په متحده عربي اماراتو کې له بنګلهدېش سره د یوې ټسټ لوبې پر ترسره کېدا پیل شي.
پېنځه ورځنۍ ټسټ لوبه به د تلې پر اووهلسمه / د اوکټوبر پر نهمه پیل او پر ژوندۍ بڼه به له آریانا ټلویزیون څخه خپره شي.
له بنګلهدېش سره له ټسټ لوبې وروسته به افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې په درېاړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ولوبیږي، چې سیالۍ به یې د اوکټوبر له اووهلسمې څخه تر درویشتمې ترسره شي.
د درېاړخیزې لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې به په ابوظبۍ او پاتې دوه لوبې په شارجه کې ترسره شي.
افغانستان به له دې وروسته له زیمبابوې سره درې شلآوریزې لوبې هم ترسره کړي، چې د لړم پر پېنځمه،اوومه او لسمه / د اوکټوبر پر اووهویشتمه، نههویشتمه او د نومبر پر لومړۍ ترسره شي.
له شلآوریزو لوبو وروسته به افغانستان له زیمبابوې سره دوه ټسټ لوبې هم وکړي. لومړۍ ټسټ لوبه به د لړم څوارلسمه / د نومبر پر پېنځمه او دوهیمه به د لړم پر دوهویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه پیل شي. له زیمبابوې سره ټولې پېنځه لوبې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ټولې یادې شوې لوبې به پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي، چې له کبله به یې د افغانستان د کرکټ مینهوال په راتلونکو اوونیو کې د کرکټ د درې واړو بڼو ګڼې نړیوالې لوبې وګوري.
د افغانستان کرکټ بورډ له بنګلهدېش او زیمبابوې سره د راتلونکو بوختو سیالیو لپاره د ټسټ، یو ورځنیو او شلآوریزو لوبو لوبډلې هم اعلان کړې دي.
رحمت شاه په دې وروستیو کې د ټسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی او په دواړو بڼو کې به د افغانستان لوبډله رهبري کوي.
نوموړي په اګسټ کې افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو په څلور- صفر بریا کې هم رهبري کړی و. له بنګلهدېش سره راتلونکې ټسټ لوبه به د ټسټ لوبو د بشپړ وخت لوبډلمشر په توګه د هغه لومړۍ دنده وي.
چټک توپاچوونکی عصمت عالم هم له هند سره د وروستۍ ټسټ لوبې له لاسه ورکولو وروسته بېرته د ټسټ لوبډلې ته راغلی دی.
د منځنۍ کرښې توپوهونکی شاهدالله کمال او چټک توپاچوونکی یمین احمدزي هم د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس روانو سیالیو کې د ښو لوبو له ترسره کولو وروسته بېرته لوبډلې ته بلل شوي دي.
شاهدالله په دغو سیالیو کې د ۷۶.۸۵ منډو په اوسط ۵۳۸ منډې کړې دي. په داسې حال کې، چې یمین ۴۲ ویکټې اخیستې او د ۱۲.۷۳ ویکټو په اوسط سره یې د ټورنمنټ د توپاچوونکو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی ځای خپل کړی دی. دواړه لوبغاړي اوسمهال په خپلو برخو کې د دغو سیالیو مخکښان دي.
تجربهکار کیڼلاسی سپین توپاچوونکی ضیاالرحمن اکبر هم له نږدې یو کال ټپي کېدو وروسته بېرته د ټسټ لوبډلې ته راستون شوی دی.
د برکلیګ توپاچوونکی خلیل ګربز، چې په ۲۰۲۴ز.کال کې له ایرلینډ سره د ټسټ لوبې لپاره د افغانستان د لوبډلې برخه و؛ هم بېرته لوبډلې ته بلل شوی دی.
راشد خان او ابراهیم ځدراڼ د طبي سلا له مخې په اوسني پړاو کې په اوږده بڼه کې له لوبېدو څخه د ډډې کولو پر سپارښتنه اوس هم له ټسټ لوبو استراحت کوي.
په سپین توپ کرکټ کې د منځنۍ کرښې توپوهونکی دروېش رسولي له یو ورځنۍ او شلآوریزې لوبډلو څخه ایستل شوی دی. په داسې حال کې، چې محمد نبي هم د شلآوریزې لوبډلې برخه نهدی.
محمد اکرم، چې د ۲۰۲۶ز.کال په آسیايي لوبو کې یې له شلآوریزو لوبو څخه خپله لومړۍ لوبه کړې، له زیمبابوې سره د شلآوریزې لوبلړۍ لپاره په لوبډله کې ځای موندلی دی.
ځوان چټک توپاچوونکې عبدالله ترهخېل هم د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم پېر کې د خپلو ښو لوبو له کبله د شلآوریزې لوبډلې لپاره غوره شوی دی.
اعجاز احمدزی او شاهدالله کمال هم شلآوریزې لوبډلې ته بېرته بلل شوي دی. په داسې حال کې، چې فرید احمد ملک له هند سره د افغانستان د وروستۍ شلآوریزې لوبلړۍ پر مهال د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و؛ اوس د ۱۵ کسیزې اصلي لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، ټسټ کرکټ د افغانستان لپاره اوس هم له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او له بنګلهدېش او زیمبابوې سره راتلونکې لوبې د لوبډلې د ځوانو لوبغاړو لپاره؛ په اوږده بڼه کې د تجربې د ترلاسه کولو لپاره مهم فرصتونه دي.
هغه زیاته کړې، درېاړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ به د ۲۰۲۷ز.کال د کرکټ نړیوال جام لپاره د افغانستان د چمتووالي یوه برخه وي. نوموړي د ملي لوبډلې لپاره د پرلهپسې او لوړ کیفیت نړیوالو لوبو د برابرولو په برخه کې د کرکټ بورډ پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
آریانا راډیو او ټلویزیون د افغانستان پر کچه د راتلونکو نړیوالو کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي، چې له مخې به یې د ملي لوبډلې ټسټ، یو ورځنۍ او شلآوریزې لوبې په ټول هېواد کې د مینهوالو لپاره پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
دا تړون د افغانستان د سپورټ د ودې او پیاوړتیا لپاره د آریانا راډیو او ټلویزیون د روان ملاتړ یوه برخه ده، چې له لارې یې د هېواد د سپورټ مینهوالو ته د مهمو سپورټي سیالیو پراخ لاسرسی برابرېږي او د افغان لوبغاړو، ملي لوبډلو او د هغوی د مینهوالو ترمنځ اړیکې پیاوړې کیږي.
آریانا راډیو او ټلوېزیون د سپورټ په برخه کې د خپلو خپرنیزو پانګونو له لارې د افغان سپورټ لپاره د پراخې رسنیزې زمینې برابرولو او د راتلونکي نسل د لوبغاړو او مینهوالو د هڅونې لپاره خپلې ژمنې روانې ساتي.
د افغانستان ټسټ لوبډلې جوړښت
رحمت شاه(لوبډلمشر)، اکرام علیخېل(مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، افسر ځاځی( ویکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، عبدالمالک، حشمتالله شهیدي، رحمانالله ځدراڼ، شاهدالله کمال، عصمت عالم، قیس احمد، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز، محمد سلیم ساپی، ضیاالرحمن شریفي او یمین احمدزي.
احتیاطي لوبغاړي: بهیر شاه محبوب، نصیرخان معروفخېل، بلال سميع او بشیر احمد.
د افغانستان یو ورځنۍ لوبډلې جوړښت
رحمت شاه( لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز( مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، اکرام علیخېل(ویکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، ابراهیم ځدراڼ، حشمتالله شهیدي، عظمتالله عمرزي، محمد نبي، راشد خان، ننګیالی خان، ایام غضنفر، بلال سميع، ضیاالرحمن شریفي، فضلالحق فاروقي او یمین احمدزی.
مل احتیاطي لوبغاړی: قیس احمد.
د افغانستان شلآوریزې لوبډلې جوړښت
ابراهیم ځدراڼ(لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز(ویکټ ساتونکی)، نورالرحمن(ویکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، محمد اکرم، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزي، عظمتالله عمرزي، عبدالله ترهخېل، راشد خان، نور احمد، مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي، عبدالله احمدزی او فرید احمد ملک.
احتیاطي لوبغاړي: فریدون داودزی، قیس احمد او ننګیالی خان.
د افغانستان دغه بوخت نړیوال مهالوېش د کرکټ مینهوالو لپاره د لیدو ډېر څه لري؛ ځکه په راتلونکو اوونیو کې به د ټسټ، یو ورځنیو او شلآوریزو لوبو لړۍ ترسره شي او آریانا ټلویزیون به دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.
لوبی
د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان له ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه
ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.
نن پنجشنبه( د لړم اتهویشتمه) د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال د تایلینډ د آسیاملتونو ساحلي فوټبال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سیالیو له اتل ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه.
ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.
محمد بهادري د افغانستان دواړه ګولونه ووهل.
افغانستان به خپله دوهیمه لوبه د شنبې پر ورځ له لبنان سره ترسره کړي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي دغه مراسم پنجشنبه( د لړم اتهویشتمه / د نومبر نولسمه) د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
د آسیا فوټبال کنفډراسیون – ۲۰۲۶بانکوک د جایزو مراسم پنجشنبه( د لړم اتهویشتمه / د نومبر نولسمه) ترسره کېږي، چې په کې به د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ آسیا فوټبال غوره لوبغاړو، روزونکو او بنسټونو ته جایزې ورکړ شي.
د دغو کلنیو مراسمو دېرشم پړاو د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې د« آکسرا کینګ پاور» په ټیاتر کې ترسره کېږي. دا مراسم به د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ پیل شي.
آریانا راډیو ټلویزیون به دغه مراسم په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپاره کړي، چې د هېواد فوټبال مینهوال وکولی شي د آسیا فوټبال دغه مهم مراسم پر ژوندۍ بڼه وګوري.
په دې مراسمو کې به د آسیا فوټبال د ۱۹ بېلابېلو برخو غوره څېرې او بنسټونه وستایل شي. دا برخې د لوبغاړو انفرادي لاسته راوړنې، روزنه، د فوټبال بنسټیز پرمختګ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون د غړیو او سیمهییزو فډراسیونونو فعالیتونه رانغاړي.
د دغو مراسمو له مهمو برخو څخه یوه د آسیا د کال غوره لوبغاړي جایزه ده، چې د سعودي عربستان لوبغاړی سالم الدوسري چانس ترې د درېیم ځل لپاره برخمن کیږي او د دې جایزې پر ګټلو به د آسیا د فوټبال په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شي، چې دغه جایزه درې ځله ګټي.
الدوسري، چې د آسیا د کال غوره لوبغاړي له جایزې دفاع کوي؛ د دغې جایزې د ګټلو لپاره له خپل هېوادوال فراس البریکان او د ایران د ملي لوبډلې له ګول ساتونکي علیرضا بیرانوند سره سیالي کوي.
د دغو مراسمو کوربهتوب به د تایلینډ دوه ویاندویان، اوتسادا پانیچکول او جیرادا یوهارا کوي.
دا مراسم به له داسې هنري پروګرام سره پیل شي، چې د تایلینډ دودیز کلتور له معاصر هنر سره یوځای کوي.
په دغو مراسمو کې د آسیا الماس جایزه د نرینهوو او ښځینهوو د فوټبال د کال غوره روزونکي جایزې، د آسیا د کال غوره فوټسال لوبغاړي جایزه او د آسیايي فوټبال کنفډراسیون د رییس جایزه د بنسټیز فوټبال د پراختیا لپاره هم شاملې دي.
دغه راز د آسیا د نرینهوو او ښځینهوو د کال غوره ځوان لوبغاړي او له آسیا بهر د لوبېدونکو غوره آسیايي نرینه او ښځینه لوبغاړو څلور نورې جایزې به هم اعلان شي؛ خو دغه جایزې به په یو لړ نورو مراسمو کې ورکړ شي.
د آسیا فوټبال کنفډراسیون جایزې د دې لویې وچې د فوټبال له مهمو کلنیو مراسمو څخه دي، چې په کې یې د فوټبال د ډګر او له هغه بهر د پام وړ لاسته راوړنو او فعالیتونو ستاینه کېږي.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي دغه مراسم پنجشنبه( د لړم اتهویشتمه / د نومبر نولسمه) د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
لوبی
زیمبابوی په دوهیمه ټسټ لوبه کې افغانستان ته د ۵۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
زیمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې وکړې او په دوهیمه کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.
د زیمبابوی د کرکټ ملي لوبډلې په دوهیمه ټسټ لوبه کې له یوې نږدې او په زړه پورې سیالۍ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
زیمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې وکړې او په دوهیمه کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې او په دوهیمه کې یې ښه لوبه وکړه او ۳۶۰ منډې یې جوړې کړې؛ خو په پای کې یې هدف پوره نهکړ او د ۵۷ منډو پر توپیر یې له زیمبابوې ماتې وخوړه.
له دې سره، زیمبابوی په دوهیمه ټسټ لوبه کې بریا خپله کړه؛ افغانستان هم د دوهیمې پاڼۍ له غوره توپوهنې سره- سره ونهشو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي.
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
لوبی4 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
