Connect with us

نړۍ

ټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ

ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.

خپور شوی

د

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له خپل متحد بنیامین نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو دغه پخوانی لومړی وزیر د راتلونکې اوونۍ په پارلماني ټاکنو کې د بریا لپاره د مخکښ کېدا هڅه کوي.

ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دا جګړه په اوومه میاشت کې ده او په ټوله نړۍ کې یې د انرژۍ بازارونه ګډوډ کړي او په منځني ختیځ کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړی؛ مهم بنسټونه یې زیانمن کړي او د سیمې اقتصادونه یې بې‌ثباته کړي دي.

هغه زیاته کړې:« له دې ټولو سره – سره نوموړي مقاومت کړی او په حقیقت کې لا پیاوړی شوی دی! ما بي‌بي نتانیاهو په تر ټولو سختو شرایطو کې لیدلی دی. عادي نرینه او ښځې به په داسې حالاتو کې د فشار پر وړاندې مات شوي وای؛ خو بي‌بي مات نه‌شو، بلکې پیاوړی شو او نن هم هماغه ځواک لري.»

ټرمپ په ټولنیزې‌پاڼې« ټروت سوشل» کې لیکلي:« بي‌بي نټانیاهو له سختو مخالفتونو سره – سره، چې ان د اسرائیلو له دننه هم ورسره مخ دی؛ پیاوړی، زړور او ځیرک پاتې شوی دی.»

ټرمپ په خپل پیغام کې، چې د اسرائیلو« ستر ولس» ته یې لیکلی؛ زیاته کړې:« مهرباني وکړئ، دا لیک د اسرائیلو د لومړي وزیر د بیا ټاکل کېدا په راتلونکو سیالیو کې د بي‌بي نټانیاهو لپاره زما د بشپړ او هر اړخیز ملاتړ څرګندونه وګڼئ.»

د ټرمپ ملاتړ ښايي د اوکټوبر د اووه‌ویشتمې په ملي ټاکنو کې نټانیاهو او د هغه ښي اړخي لیکوډ ګوند ته د پام وړ ګټه ونه‌رسوي؛ ځکه د ایران په اړه د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د اختلافونو له کبله د ټرمپ پر وړاندې د اسرائیلیانو ولسي ملاتړ کم شوی دی.

نظرپوښتنې ښيي، چې هیڅ نوماند واک ته د رسېدا روښانه لاره نه‌لري. په اسرائیلو کې لومړی وزیر د خلکو د مستقیمو رایو پر ځای په پارلمان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو له لارې ټاکل کېږي.

دا به د ۲۰۲۳ز. کال د اوکټوبر د اوومې د حماس له برید وروسته د اسرائیلو لومړنۍ ټاکنې وي؛ هغه برید، چې دغه هېواد یې ولړزاوه او منځنی ختیځ یې له کړکېچ سره مخ کړ. له دې وروسته اسرائیلو په غزه، لبنان او ایران کې جګړې وکړې.

د ټاکنو پایله ښايي څرګنده کړي، چې آیا نټانیاهو د اسرائیلو په تاریخ کې له خورا برخلیک ټاکونکو دورو وروسته په واک کې پاتې کېږي او که د منځلارو سیالانو له‌خوا ماتیږي؛ هغه سیالان، چې د نوي پړاو د پیلولو ژمنه کوي.

نټانیاهو سمدستي په ایکس‌پاڼه کې له خپل« ګران ملګري ډونالډ» څخه مننه وکړه او ویې لیکل:« مونږ به ګډ ماموریت بشپړ کړو!»

د راپور له مخې، ډېری اسرائیلیان ان هغه کسان، چې پر نټانیاهو او د هغه پر حکومت نیوکې کوي؛ تر ډېره د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړي وه.

په واشنګټن کې د کارنیګي د نړیوالې سولې بنسټ شنونکي آرون ډیویډ میلر ویلي:« په دومره نږدې ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ ملاتړ نټانیاهو ته زیان نه‌شي رسولی او ښايي مرسته ورسره وکړي.»

نظرپوښتنې اټکل کړی، چې د نټانیاهو مذهبي ملتپاله ائتلاف به په حکومت کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي؛ خو مخالفان هم ښايي د حکومت په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شي. په دې صورت کې کېدی شي نټانیاهو د نویو ټاکنو تر ترسره کېدا پورې سرپرست لومړي وزیر پاتې شي.

میلر ویلي، چې د امریکا ولسمشر له دې مخکې هم له نټانیاهو څخه د ملاتړ اعلانولو فرصتونه درلودل؛ خو دا کار یې ونه‌کړ. ښايي غوښتل یې وګوري، چې غزې او لبنان ته په ورته موضوعاتو کې د فشار له کومو وسیلو کار اخیستلای شي.

د نوموړي پر وینا، ټرمپ په پای کې د داسې یوه مشر ملاتړ وکړ، چې هغه یې پیاوړی او ناعادلانه تر فشار لاندې ګڼي.

میلر زیاته کړې:« که څه هم ټرمپ ښايي د ایران د جګړې د پیلولو لپاره د نټانیاهو له هڅو ناخوښ وي، خو په پای کې دا د ټرمپ خپله پرېکړه وه.»

هغه ویلي، که ټرمپ له نټانیاهو څخه ملاتړ نه وای اعلان کړی؛ نو دا به یوه پر ځای پوښتنه راپورته کړې وای، چې آیا په ټوله کې د ایران پر وړاندې د جګړې پرېکړه د ټرمپ له‌خوا سمه وه او که نه.

نړۍ

په فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول

د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.

Published

on

 

په فرانسه کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا پر وړاندې سراسري لاریونونه د شنبې پر ورځ پر تاوتریخوالي واوښتل، چې په کې د څو ښارونو د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي، پلورنځي لوټ شول او اورلګېدلی دي.

د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.

نوموړي دغه تاوتریخوالی« بې‌ساری سخت» بللی دی.

لکورنو زیاته کړې: « دا معجزه ده، چې د قربانیانو شمېر له دې ډېر نه‌دی.»

چارواکو په سراسري لاریونونو کې د ګډونوالو شمېر ۵۵۰ زره کسان اټکل کړی؛ خو د« سي‌ژیټ» کارګرو ټولنې دا شمېر ۸۰۰ زره کسان ښودلی دی.

دغه ناکرارۍ د زده‌کوونکو له څو اوونیو اعتراضونو وروسته او د فرانسې د اپریل او مې میاشتو د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې رامنځته شوې دي.

پولیسو د لاریونوالو د خواره‌واره کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له شیندونکو موټرو کار واخیست. په مقابل کې، یو شمېر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو پر لور شیان او اورلوبیز توکي وغورځول. د فرانسې په سویل کې د سن‌اټین ښار د خلکو د کنټرول لپاره د کارېدونکي لاسي بم د چاودنې له کبله د یوه ۱۷ کلن هلک ښی لاس پرې شوی دی.

د پلورنځیو پراخ لوټ او ویجاړول

نقاب‌لرونکو ځوانانو د پاریس، مارسي، نیس، نانټ، بورډو، لیموژ، لیل، ټولوز او سټراسبورګ په ښارونو کې پلورنځي پر نښه شول او سوپرمارکیټونه، درملتونونه، لوکس پلورنځي او د برښنايي وسایلو د پلور مرکزونه یې لوټ کړل.

په پاریس کې د فرانسې خبري آژانس خبریالانو لیدلي، چې د لاریونوالو ځینو ډلو د پلورنځیو د ښیښو له ماتولو او د توکو غلا کولو مخکې امنیتي کمرې له کاره غورځولې دي.

عامه ودانۍ هم د بریدونو هدف وګرځېدې. د لیموژ تاریخي ښاروالۍ ودانۍ، چې له ۱۴۰ کلونو ډېره مخینه لري، وروسته له هغې په اور کې تر ډېره ویجاړه شوه، چې نقاب‌لرونکي لاریونوال ورننوتل. د مارسي او لیل ښاروالیو ته زیانونه واوښتل، په بورډو کې د پولیسو یو مرکز ویجاړ شو او د لیون ښار د ګرځندوی دفتر ته اور واچول شو.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي، چې د شتمنیو په ویجاړولو، عامه ودانیو بریدونو او لوټ کې ښکېل کسان به تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس کډوالي د دغو ناکراریو لامل بللې ده.

نوموړي په ایکس ‌پاڼه کې ادعا کړې، چې لوېدیځو هېوادونو د تنوع او خواخوږۍ پر نوم په ټولنه کې د کډوالو د ادغام موضوع له پامه غورځولې ده.

د ژوند د لګښتونو لوړېدل؛ د لاریونوالو د غصې اصلي لامل

دغه لاریونونه د « زېړو واسکټونو» غورځنګ له‌خوا رابلل شوي وه. دغه غورځنګ اته کاله مخکې هم د سون‌توکو د مالیاتو د لوړولو د پلان پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي.

د ژوندانه د لګښتونو لوړېدل، چې په منځني ختیځ کې د جګړې له کبله رامنځته شوي؛ انفلاسیون هم تر یوه بریده زیات کړي، د اعتراضونو له مهمو لاملونو څخه و.لاریونوالو د هېواد له سیاسي مشرتابه او اقتصادي نابرابرۍ څخه هم نارضایتي څرګنده کړې ده.

رژین مونفرویډ، چې ښوونکې ده؛ په سټراسبورګ کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: « له دې ستړې شوې یوو، چې په لږو معاشونو د ژوند ګوزاره کوو او د کورونو کرایې مو پرله‌پسې لوړېږي.»

په پاریس کې لاریونوالو د مکرون د استعفا غوښتنه وکړه او ځینو یې د ۱۷۸۹ز.کال د فرانسې انقلاب ته هم نغوته  وکړه.

په مارسي کې لاریونوالو د ښاروالۍ دفترونو ته د ننوتو پر مهال شعارونه ورکول، چې« باسټیل به ونیسو».

د سیاسي کړکېچ زیاتېدل

دغه ناکرارۍ د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د فرانسې سیاسي کړکېچ زیات کړی او د دولت مخالفو څېرو هڅه کړې، چې له عامه نارضایتۍ ګټه واخلي.

د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن بلواګر غندلي او خپل کیڼ‌اړخي سیال ژان‌لوک میلانشون یې پر تاوتریخوالي د مشروعیت ورکولو تورن کړی دی.

هغې ژمنه کړې، چې خلک به د هغه څه پر وړاندې خوندي کړي، چې نوموړې د افراطي کیڼ اړخي تاوتریخوالی بولي.

میلانشون، چې د وروستیو لاریونونو او د زده‌کوونکو د پخوانیو اعتراضونو ملاتړ یې کړی و؛ له ګډونوالو غوښتي، چې له لوټ څخه ډډه وکړي.

نوموړې ویلي، دغه ډول کړنې د غورځنګ له تګلارو سره سمون نه‌لري.

د ویجاړۍ پراخوالی او د نیول شویو کسانو شمېر د فرانسې د مهمې ټاکنیزې دورې په درشل کې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

Continue Reading

نړۍ

په جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي

زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نه‌دی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»

Published

on

 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې په جګړه کې د مسکو ملاتړ کوي، چې دا کړنه د اوکراین لپاره« دردوونکې» ده.

زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نه‌دی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»

هغه ویلي: له دې سره، چې ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړي رول ولري؛ ستونزه نه‌لري خو زیاتوي:« که د دواړو ترمنځ ولاړ یاست، باید پر همدې دریځ پاتې شئ.»

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا له ټرمپ څخه د خیانت احساس کوي؛ زیلنسکي څرګندوي: « رښتیا هم هو! خو موضوع زما له شخصي ولولو ډېره پېچلې ده.»

هغه زیاته کړې: د خواشینۍ ځای دی، چې یو پیاوړی ملګری له لاسه ورکوو.»

دغه راز د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی: « مونږ خپل هېواد نه‌پلورو. دا زمونږ لپاره سوداګري نه‌ده؛ دا زمونږ ژوند او زمونږ هېواد دی.»

Continue Reading

نړۍ

په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه

د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بې‌ساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

 

سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.

د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بې‌ساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بې‌هوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بې‌ځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونه‌لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!