تازه خبرونه
بيات بنياد له فارياب پوهنتون سره د كتابونو مرسته وكړه
د بيات بنياد لوى مشر سناتورانجنير احسان الله بيات ميمنې ته په سفر كې يو زر و درې سوه ټوكه علمي او څېړنيز كتابونه د فارياب پوهنتون كتابتون ته وسپارل.
ښاغلى بيات وايي:
په دې مرسته كې داسې څېړنيز او علمي كتابونه هم شته، چې همدا اوس د نړۍ په پوهنتونو كې ترې كار اخيستل كيږي.
د فارياب والي محمد الله بتاش وايي:
د پوهنتون چارواكي وايي د كتابتون سمبالتيا د محصلينو د ستونزو په حل كې لويه مرسته ده او له دوى سره به د علمي وړتياوو په لوړيدو او څيړنيزو كارونو كې مرسته وكړي .
د فارياب پوهنتون استادان هم د پوهنتون د ستونزو په حل كې دا يو لوى گام گڼي.
بيات بنياد په تېرو څو مياشتو كې له بېوزلو كورنيو سره د ژمنيو مرستو تر څنگ په بېلابېلو ولايتونو كې له پوهنتونو او روزنيزو مركزونو سره د زرگونه ټوكه كتابونو مرسته كړې ده.
تازه خبرونه
د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ قلمه لرغوني آثار کشف او تر لاسه شول
په غور ولایت کې له وروستیو سیلابونو وروسته د دغه ولایت د جام څلي په اړوند سیمه کې ۴۰ لرغوني قلمه بېلابېل تاریخي آثار کشف او ترلاسه شوي دي.
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعیم زیاته کړې، چې دغه تاريخي آثار له سختو اورښتونو وروسته د جام څلي له شاوخوا سيمو څخه ايستل شوي، چې د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو لهخوا راټول او حکومت ته وسپارل شول.
عبدالحی زعیم ویلي، چې د دغو آثارو لرغونتوب د غوریانو دورې ته رسیږي.
ویل کیږي، چې دغه تاريخي آثار د غور ولايت سيمهييز موزيم ته سپارل شوي دي.
تازه خبرونه
د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل
د ملي دفاع وزارت وياند ويلي، چې د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد نن (پنجشنبه د غبرکولي درېیمه ) په کابل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره وکتل.
د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې محمد یعقوب مجاهد په هېواد کې د وروستۍ زلزلې او سېلاب له زیانمنو کسانو سره د قطر له بشري مرستو مننه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې؛ مجاهد دغه راز له قطر سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان خلکو ته د دوستانه اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د ډېرو نورو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي – قطر
د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی او اسلامي امارت ته یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درېیمه ) د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه غونډه به د اسلامي امارت د استازي په شتون کې بې پایلې نهوي. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له استازي پرته به دا ډول غونډې بې پالې وي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ روښانه کړی دی.
دې قطري چارواکي دا هم ویلي؛ هېواد یې له نړیوالو هوايي شرکتونو سره کار کوي، چې د قطر او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې په افغانستان کې خپلې الوتنې پیل کړي. له همدې کبله به په نږدې راتلونکي کې یو شمېر قطري سوداګر کابل ته سفر وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې درېيمې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې: د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې او نړيوال کنفرانسونه د اسلامي امارت له استازي پرته کومې پايلې ته نه رسېږي؛ نو لازمه ده، چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی وشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال هم له افغانستان سره د قطر له مرستو مننه وکړه او زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې او قطري پانګهوال کولى شي په دې هېواد کې پانګونه وکړي.
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه5 days ago
د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
د تېرو لس ورځو په سېلابونو کې ۵۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله
-
لوبی3 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه