سوداگري
په تېرو ديارلسو كلونو كې افغانستان په اقتصادي وده كې ناكام وو
د افغانستان د سوداګرې او صنايعو خونې چارواكي او يو شمېر پانګوال ادعا كوي، چې حكومت په دې دوره كې د اقتصادي ودې په موخه ډېر فرصتونه له لاسه وركړي. اداري فساد، د ملي اقتصادي تګلارې نشتوالى، بېخبناوو ته نه پاملرنه او د طبيعي سرچينو په كارونو كې كمزورتيا د دې ناكاميو لامل ګڼل كېږي.
په تېرو ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې ۱۲ ميليارد ډالره پانګونه شوې ده، خو دا پانګونه توليدي نه بلكې د خدماتو په برخه كې شوې ده.
د سوداګرې خونې د مديره پلاوي لومړى مرستيال خانجان الكوزى اداري فساد د دغه ناكامۍ لوى لامل ګڼي.
د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې د ګډې كمېټې غړى محمد ياسين عثماني د اداري فساد موجوديت مني، خو په دې برخه كې يو شمېر نور لاملونه هم دخيل ګڼي.
يو شمېر كارپوهان وايي، له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو وتل ښيي، چې په دغه هېواد كې اقتصادي وده رښتينې نه ده. دوى وايي، چې د افغان حګومت اقتصادي پلانونه ناكام دي او د دوام وړ نه دي.
په همدې وخت كې يو شمېر پانګوال او د سوداګرې خونه د دې ستونزو د حل له پاره راتلونكي حكومت ته هيله من دي، خو وايي چې د حكومت د كاري دورې په پاتې دريو مياشتو كې نا شونې ده، چې ستونزې حل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې اوس افغان پانګوال د ولسمشرۍ له نوماندانو څخه د خپلو غوښتنو د فهرست د چمتو كولو هڅه كوي.
سوداگري
د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.
د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.
سوداگري
ازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون« د منځنۍ آسیا اینوپروم» » کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.
دا نندارتون د صنایعو د ودې، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د پانګونې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی او په کې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان چارواکي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون لري.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.
د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د افغان شرکتونو حضور د دې ښکارندوي دي، چې افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې پر کچه خپل اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي.
« د منځنۍ آسیا اینوپروم » نندارتون یو له سترو صنعتي او پانګیزو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.
سوداگري
د افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
د یاد راپور له مخې؛ اوس مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.
په داسې حال کې، چې د نړۍ د الوتنو مخه د سیمې د کړکېچونو له کبله افغانستان ته رااوښتې؛ سویس انفو راپور ورکړی، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو تېرېدا د دې هېواد لپاره د پام وړ عواید رامنځته کړي دي.
د یاد راپور له مخې؛ اوس مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.
د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ له هرې الوتکې شاوخوا ۷۰۰ ډالر د تېرېدا حق اخیستل کېږي، چې په ټولیزه توګه اوونیز عواید شاوخوا ۱.۴ میلیون او کلني عواید یې له ۷۰ میلیون ډالرو اوړي.
دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په اوکراین کې جګړې او د منځني ختیځ کړکېچونو د اروپا او آسیا ترمنځ دودیزې هوايي لارې محدودې کړي او هوايي شرکتونه اړ دي، چې د افغانستان په ګډون بدیلې لارې وکاروي.
د راپور له مخې؛ د ډېرو نورو هېوادونو پر پرتله د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدا فیس د هرې الوتنې لپاره ثابته کچه لري او د الوتکې د وزن یا واټن له مخې نهمحاسبه کېږي.
سره له دې ځینې اندېښنې هم وړاندې شوې دي.
د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د پرمختللي هوايي ټرافیک د څارنې سیسټم د نشتوالي له کبله پیلوټان خپله د اړتیا وړ همغږي ترسره کوي، چې دې موضوع نیوکې رامنځته کړې دي.
دغه راز ځینو هوايي شرکتونو د امنیتي وضعیت او د لارو د بدلون له کبله خپلې ځینې الوتنې د منځني ختیځ پر لور لغوه کړي او د سفري بازار پاملرنه نورو لوریو؛ لکه اروپا او کارائیب ته زیاته شوې ده.
دا بدلونونه ښيي، چې افغانستان سره له ګڼو ستونزو؛ په نامستقیمه توګه د سیمې له ژیوپولیټیک بدلونونو ګټه اخیستې او د هوايي ټرانزیټ یوه اړینه لار ګرځېدلې ده.
-
سوداگري4 days agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
نړۍ4 days agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونهشي – حامد کرزی
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د جګړې د تپلو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې
-
تازه خبرونه5 days agoد صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې

