لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو لپاره ټایلینډ ته ولاړه
د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د کانټیننټال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ز.کال د زمري له لسمې څخه تر پېنځلسمې / د اګست له لومړۍ تر شپږمې د ټایلینډ په کوربهتوب ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ټایلینډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ ملي لوبډلې برخه واخلي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په کانټیننټال جام سیالیو کې د ګډون لپاره له کابله د ټایلینډ پلازمېنې بانکاک ته روانه شوه.
د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د کانټیننټال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ز.کال د زمري له لسمې څخه تر پېنځلسمې / د اګست له لومړۍ تر شپږمې د ټایلینډ په کوربهتوب ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ټایلینډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ ملي لوبډلې برخه واخلي.
ټاکل شوې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه د روان کال د زمري پر یوولسمه / د ۲۰۲۶ز.کال د اګست پر دوهیمه د ټایلینډ د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
لوبی
افغانستان له ایرلینډ سره د پېنځه یوورځنیو لوبو لړۍ پیلولو ته چمتو کیږي
د افغانستان لوبډلې مشري به د یوورځنیو او ټسټ سیالیو نوی لوبډلمشر رحمت شاه کوي او رحمانالله ګربز به د مرستیال لوبډلمشر دنده ترسره کوي. په لوبډله کې د تجربهلرونکو او ځوانو لوبغاړو ګډ ترکیب د پام وړ دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې اوونۍ نړیوالو یوورځنیو سیالیو ته بېرته ستنه شي او له ایرلینډ سره به د پېنځه یوورځنیو لوبو په لړۍ کې مخامخ شي. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د زمري پر څوارلسمه / د اګست پر پېنځمه د شمالي ایرلینډ په بریډي کرکټ کلب کې ترسره کېږي او دا لړۍ به د اګست تر پېنځلسمې روانه وي.
د یادې لړۍ لومړۍ او دوهیمه لوبه به د اګست پر پېنځمه او اوومه په بریډي کې ترسره شي، وروسته به پاتې درې لوبې د بلفاسټ په سټورمونټ لوبغالي کې د اګست پر لسمه، دولسمه او پېنځلسمه ترسره شي.
د افغانستان لوبډلې مشري به د یوورځنیو او ټسټ سیالیو نوی لوبډلمشر رحمت شاه کوي او رحمانالله ګربز به د مرستیال لوبډلمشر دنده ترسره کوي. په لوبډله کې د تجربهلرونکو او ځوانو لوبغاړو ګډ ترکیب د پام وړ دی.
تجربهلرونکی الراونډر محمد نبي په دې لوبډله کې نیول شوی نهدی؛ خو چټک توپاچوونکی فضلالحق فاروقي بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی. تمه ده، چې راشد خان او ځوان ورو توپاچوونکی اللهمحمد غضنفر د افغانستان لپاره مهم رول ولوبوي.
د افغانستان لوبډله:
رحمت شاه(لوبډلمشر)رحمانالله ګربز(مرستیال لوبډلمشر) ابراهیم ځدراڼ، صدیقالله اتل، حشمتالله شاهدي، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، اکرام عليخېل(ویکټ ساتونکي) ننګیال خروټی، راشد خان، اللهمحمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم ساپي، فضلالحق فاروقي او ضیاءالرحمن شریفي.
احتیاطي لوبغاړي:
قیس احمد، فرید ملک، بلال سمیع او بشیر احمد.
دغه راز ایرلینډ د دې لړۍ د لومړیو درې لوبو لپاره داسې لوبډله اعلان کړې، چې ځینې مهم لوبغاړي یې د ټپونو له کبله نشته. تمه ده کوربه هېواد د وروستیو دوه لوبو لپاره خپله لوبډله د لوبغاړو د روغتیايي وضعیت له ارزونې وروسته اعلان کړي.
دا لړۍ د دواړو لوبډلو لپاره د راتلونکو نړیوالو سیالیو او د کرکټ نړیوالې شورا د غوراوي پړاوونو د چمتووالي مهمه برخه بلل کېږي.
د لوبو مهالوېش:
د اګست پېنځمه: لومړۍ یوورځنۍ لوبه – بریډي کرکټ کلب
د اګست اوومه: دوهیمه یوورځنۍ لوبه – بریډي کرکټ کلب
د اګست لسمه: درېیمه یوورځنۍ لوبه – سټورمونټ، بلفاسټ لوبغالي
د اګست دولسمه: څلورمه یوورځنۍ لوبه – سټورمونټ، بلفاسټ لوبغالي
د اګست پېنځلسمه: پېنځمه یوورځنۍ لوبه – سټورمونټ، بلفاسټ لوبغالي
د سیالیو د نندارې لپاره
د افغانستان مینهوال کولی شي دغه لړۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو او ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
قوشتېپه او اخوت د غېږنیونې غوره لیګ پایلوبې ته ووتل
ټاکل شوې، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ودرول شي او د پنجشنبې پر ورځ به د قوشتېپه او اخوت لوبډلې د اتلولۍ د لقب ګټلو لپاره سره مخامخ شي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو سیالیو پر اتمه ورځ قوشتېپه او ستاره ها لوبډلو د دوشنبې پر ورځ په کابل کې سیالۍ ترسره کړې او غوره لوبډلو خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ.
په لومړۍ لوبه کې د قوشتېپه لوبډلې مسیحالله نظري په ۶۱ کیلوګرامه وزن کې د ستاره ها لوبډلې سید عمر ځاځي ته ماتې ورکړه.
په دوهیمه لوبه کې د قوشتېپه لوبډلې نجیبالله حسني په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې مرتضی ایوبي ته ۶ پر ۲ ماتې ورکړه.
په درېیمه لوبه کې د اخوت لوبډلې محمد سرور سروري د غوره هنر پر ښودلو د فتح لوبډلې محمدعلي ترکمنوال ته ۱۴ پر ۱ ماتې ورکړه.
د اتمې ورځې په څلورمه لوبه کې د قوشتېپه لوبډلې شمس قریشي په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې عبدالسلیم قادري ته ۷ پر ۱ ماتې ورکړه.
قوشتېپه لوبډلې وروسته درې نورې بریاوې هم خپلې کړې او له دې سره یې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو پایلوبې ته د رسېدا حق ترلاسه کړ. د ستاره ها لوبډله بیا پایلوبې ته له رسېدا پاتې شوه.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ودرول شي او د پنجشنبې پر ورځ به د قوشتېپه او اخوت لوبډلې د اتلولۍ د لقب ګټلو لپاره سره مخامخ شي.
د غېږنیونې مینهوال کولی شي د یاد لیګ پایلوبه او د پای مراسم د پنجشنبې پر ورځ د ماښام پر ۶ بجو په ژوندۍ بڼه وګوري.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
د سادات د څرګندونو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په انګلستان کې روزنیزې هڅې ترسره کړي او وروسته به د رسمي نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ایرلنډ ته ولاړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه، پنځوس آووریزو سیالیو د چمتووالي لپاره د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.
د سادات د څرګندونو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په انګلستان کې روزنیزې هڅې ترسره کړي او وروسته به د رسمي نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ایرلنډ ته ولاړ شي.
ټاکل شوې، چې د دغې لوبلړۍ لومړۍ سیالي به د زمري پر څوارلسمه / د اګست پر پېنځمه د ایرلینډ په بریډي ښار کې ترسره شي.
د کرکټ مینهوال کولی شي دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی3 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول4 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
سوداگري2 days agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
تازه خبرونه2 days agoپه سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
