تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان ارزښتونو ته درناوی وکړي – اسلامي امارت  

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ دا باید په پام کې ونیول شي، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر وړاندې خنډ ندی، بلکې غواړي، چې ټول اړخونه د دوی د پرېکړې درناوی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په خپله اعلامیه کې ویلي؛ پر ښځینه کارکوونکیو او نجونو د زده‌کړې بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی او له همدې کبله ملګري ملتونه نه‌شي کولی، چې پلی یې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د استازولۍ د وروستۍ اعلاميې په تړاو، چې پر ښځو له لګېدليو محدودیتونو څخه د رامنځته شوي بشري وضعيت پړه یې پر اسلامي امارت اچولې؛ څرګندوي: اسلامي امارت نه غواړي، چې ملل متحد ته خنډونه ايجاد کړي؛ بلکې واضح کول غواړي، چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده او بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد د ټولو لوريو لخوا ورته درناوی وشي.

د اسلامي امارت دا هم په ډاګه کړې: دا پرېکړه په دې معنا هم نده، چې دلته تبعيضي چلند کيږي؛ یا د ملګرو ملتو فعالیت ته خندونه جوړیږي، بلکي مونږ د خپلو ټولو هېوادوالو ديني، فرهنګي او عليا مصالح له په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې په افغانستان کې بشري وضعیت د بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري. اصلي مسوولیت د هغو اړخونو په غاړه دی، چې د افغانستان پر مالي او بانکي سیستم یې محدودیتونه وضع کړي او پر سفرونو یې بندیزونه لګولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بېړني وضعيت ته په کتو اړینه ده، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي، چې افغانستان وکولی شي په اقتصادی، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي او هېواد مو په خپلو پښو ودریږي. افغانان دا ظرفيت لري، چې په خپلو ظرفيتونو او امکاناتو پخپلو پښو ودرېږي.

Trending

Exit mobile version