Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د انرژۍ په برخه کې د سټراتیژیکو همکاریو او د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه پروژې پر پلي کېدا ټینګار وکړ

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په ازبکستان کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، متقابلو همکاریو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

خپور شوی

د

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، د دغه شرکت د اجرائیوي رییس عبدالحق همکار پر مشرۍ پلاوي د ازبکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف او د دغه هېواد د تخنیکي او انجنیرۍ ادارو له مسوولانو سره د انرژۍ په برخه کې د سټراټیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په ازبکستان کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، متقابلو همکاریو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د برښنا د تولید، لېږد او وېش شبکو د پراختیا، د تخنیکي وړتیاوو لوړولو، د انجنیرۍ او طرحې په برخو کې د همکاریو، د ځیرکو برښنايي میترونو کارولو، د انرژۍ د اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان د برښنا سکټور د عصري کولو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ازبکستان د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې د بشپړې همکارۍ چمتووالی ښودلی او ټینګار یې کړی، چې باثباته او باوري برښنا د افغانستان د اقتصادي ودې، د کانونو پراختیا او صنعتي کېدا لپاره له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده.

د ازبکستان چارواکو ویلي؛ همکارۍ به یوازې د برښنا تر صادرولو محدودې نه‌وي، بلکې د تولید، لېږد، وېش او تخنیکي وړتیاوو لوړولو برخې به هم رانغاړي.

د برښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د ازبکستان له وړاندیزونو هرکلی کړی او څرګندوي:« مونږ د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د ازبکستان وړاندیزونه مهم او ارزښتناک ګڼو. اوس اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو د همکاریو لپاره روښانه او عملي نقشه جوړه او د پلي کېدا پړاو ته وردننه شوو.»

هغه زیاته کړې؛ افغانستان برښنا د تولید په برخه کې پراخو تخنیکي څېړنو ته اړتیا لري او غواړي؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوچنیو او منځنیو کچو اوبو، لمریزې، ګازي او سکرو پر بنسټ د برښنا تولید پروژو لپاره هر اړخیزې د امکان‌سنجۍ څېړنې ترسره شي، چې د افغانستان لپاره د ملي انرژۍ نقشه جوړه شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د افغانستان موخه یوازې د برښنا واردول نه‌دي، بلکې دا هېواد غواړي د برښنا د تولید، لېږد او وېش وړتیاوې پیاوړې کړي.

هغه ویلي، د انجنیرۍ، طرحې، تولید، ګټې اخیستنې او د برښنا د بنسټیزو ودانیو د ساتنې په برخو کې تخنیکي همکارۍ د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي.

د برښنا شرکت اجرائیوي رییس همداراز ټینګار کړی، چې د ګډ پلان، پیاوړې تخنیکي همغږۍ او عملي پرېکړو له لارې به د افغانستان د انرژۍ سکټور راتلونکی روښانه او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې به هم پیاوړې شي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا لېږد پروژې د پرمختګ په اړه هم خبرې کړي او د دې پروژې د ژر او پر وخت پلي کېدا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. دواړو خواوو ژمنه کړې، چې شته ستونزې به د تخنیکي همغږۍ او ګډو همکاریو له لارې اوارې کړي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال هم ویلي، چې د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره به ۱۵ کلن جامع پلان جوړ شي او د تخنیکي څېړنو او د امکان‌سنجۍ له بشپړېدا وروسته به د لومړیتوب لرونکو پروژو تخنیکي جزئیات او لګښتي اټکلونه له برښنا شرکت سره شریک شي.

ویل کیږي؛ دواړو لوریو د ګډو تخنیکي کاري ډلو پر جوړولو، د تجربو او ټکنالوژۍ پر تبادلې، د وړتیاوو پر لوړولو او د افغانستان د انرژۍ سکټور د عصري کولو لپاره د عملي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

د روان کال په څلورمه ربع کې له ۷۱زره ډېرې قضیې څېړل شوې دي – احصائیوي راپور

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د ۱۴۴۷ سپوږمیز لېږدیز کال د څلورمې ربعې د قضایي او اداري فعالیتونو احصائیوي راپور خپور کړ، چې له مخې یې د هېواد پر کچه له ۷۱زره ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې محاکمو د ښځو د میراث اړوند ۳زره او ۳۸۸ او د نشه‌یي توکو او مسکراتو اړوند ۴زره او ۵۶۵ قضیو ته هم رسېدنه کړې ده.

د سترې محکمې د راپور له مخې، په څلورمه ربعه کې ۳۷زره او ۱۷۶ بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې هم صادرې شوې دي.

دغه راز د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست او د قضایي معاونیت له لوري ۴زره او ۴۱۳ عرایضو ته رسېدنه شوې او د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱زر او ۱۸۹ عرایضو، غوښتنو(استهداآتو) او نورو اداري موضوعاتو اړوند اجراآت ترسره کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د قضایي مسوولانو، عالمانو، سپین‌ږیرو او قومي مخورو پر منځګړیتوب د قتل د ۱۲۰ قضیو په اړه د شرعي احکامو له مخې د دیت، سولې، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ حکمونه هم صادر شوي دي.

سترې محکمې ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت د احکامو پر بنسټ به د خلکو د حقونو د خوندي کولو، قضیو ته د پر وخت او عادلانه رسېدنې او د معیاري قضایي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلام‌آباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان واک له لاسه ورکړی ــ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر

سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونه‌لټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مه‌کوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نه‌دي.»

Published

on

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستان د مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړي او څرګندوي؛ اسلام‌آباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان خپل واک له لاسه ورکړی او د دغو سیمو خلک باید د ناکامو امنیتي تګلارو قرباني نهشي.

سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونه‌لټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مه‌کوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نه‌دي.»

هغه په دغو ایالتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدا په اړه ویلي؛ اوسنی امنیتي کړکېچ ښيي، چې د اسلام‌آباد امنیتي تګلارې جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: هغه ادارې، چې د هېواد د امنیت او دفاع مسوولیت لري؛ د خپلو اصلي دندو پر ځای پر سیاسي سیالیو بوختې شوې دي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان حکومت مخکې پر لوی لاس په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بې‌ثباتۍ زمینه برابره کړې وه او اوس یې د دواړو ایالتونو واک له لاسه ورکړی دی.

اپریدي د کشمیر په اړه د اسلام‌‌آباد پر تګلارې هم نیوکه کړې او وایي، پاکستان کلونه کشمیر د خپلې خاورې برخه بلله؛ خو اوس د همدې سیمې پر خلکو ډزې کوي.

هغه زیاته کړې:« که وسله د ستونزو حل وای؛ نو په خیبرپښتونخوا کې به له ۲۲ کلونو وروسته سوله ټینګه شوې وای. همدارنګه، که زور د تېرو ۷۸ کلونو د ستونزو حل وای؛ نن به پاکستاني چارواکي د کړکېچ او د نظام د احتمالي ړنګېدا خبره نه کوله.»

دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو میاشتو راپدېخوا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه او ناامني ډېره شوې او د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نورستان سیلاب‌ځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د سیلابونو قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنت‌الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ(د زمري دولسمه) د یوه پلاوي پر مشرۍ نورستان ولایت ته سفر کړی او د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د سیلابونو قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنت‌الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، د سیلابونو له رامنځته کېدا سره سم د اسلامي امارت اړوند ادارو مسوولانو سیمې ته ځان رسولی و او د شته امکاناتو له کارولو سره یې د زیانمنو شویو د ژغورنې او د وضعیت د کابو کولو هڅې کړې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیانمنو شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو ټولو شته امکاناتو په کارولو ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت مسوولان د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

په دې سفر کې د خصوصي سکټور یو شمېر استازو هم ګډون کړی او له سیلاب‌ځپلیو کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نورستان یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیلاب‌ځپلیو د اسلامي امارت د پلاوي له حضور او شویو مرستو مننه کړې او خپلې غوښتنې او ستونزې یې ملا عبدالغني برادر ته وړاندې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر هم ډاډ ورکړی، چې د یادو شویو ستونزو د ارزونې او اواري لپاره به اړوندې ادارې لازمې هڅې ترسره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117