لوبی

د افغانستان او هند د آسیايي سیالۍ د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شو

د نیشین لوبغالي د لوبې ډګر د باران له کبله د لوبې لپاره نامناسب و او له همدې کبله د ټاکل شوي ټاس له وخت ۱۶ دقیقې مخکې د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وشوه.

Published

on

د افغانستان او هند ترمنځ د آسیايي سیالۍ د نرینه‌وو کرکټ اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د دوشنبې پر ورځ د پرله‌پسې باران له کبله، پرته له ټاس ترسره کېدا لغوه شوه.

د نیشین لوبغالي د لوبې ډګر د باران له کبله د لوبې لپاره نامناسب و او له همدې کبله د ټاکل شوي ټاس له وخت ۱۶ دقیقې مخکې د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وشوه.

هند د کرکټ نړیوالې شورا د شل‌آوریزو لوبډلو د درجه‌بندۍ پر بنسټ د لوړې درجه‌بندۍ له کبله نیمه پایلوبې ته ووت.

هند به د پنجشنبې پر ورځ په دوه‌یمه نیمه پایلوبه کې له هغې لوبډلې سره مخ شي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د نیپال او سریلانکا ترمنځ د اته غوره لوبډلو پړاو له ګټونکې لوبډلې څخه وي.

سریلانکا هم د هند، پاکستان او بنګله‌دېش ترڅنګ له څلور مخکښو درجه‌بندي شويو لوبډلو څخه ده او که له نیپال سره یې د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شي؛ نو سریلانکا به هم نیمه پایلوبې ته ووځي.

دوشنبه د هانګ کانګ او پاکستان ترمنځ لومړۍ کوارټر فاینل لوبه هم د باران له کبله، پرته له ټاس ترسره کېدو لغوه شوې وه.

دا دوه‌یم پرله‌پسې ځل دی، چې د آسیايي لوبو په نرینه‌وو کرکټ کې د افغانستان کمپاین د باران له کبله له هند سره د لوبې پر مهال پای ته رسیږي.

د ۲۰۲۳ز.کال په هانګژو آسیايي لوبو کې افغانستان د هند پر وړاندې د پایلوبې له لغوه کېدا وروسته د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. د هند د لومړۍ پاڼۍ ۱۸،۲آورونو له ترسره کېدا وروسته پایلوبه د باران له کبله ودرول شوه او د سیالیو د اصولو له مخې هند، چې لوړه درجه‌بندي یې لرله؛ د سرو زرو مډال وګاټه.

Trending

Exit mobile version