تازه خبرونه

مونږ له یو شمېر اډو وتل پیل کړي – جنرال میلر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان  جنرال سکاټ میلر د یکشنبې پر ورځ( د غویی ۵) په کابل کې خبریالانو ته ویلي: مونږ له یو شمېر پوځي اډو وتل پیل کړي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم به خپلې ټولې اډې افغان ځواکونو ته وسپارو.

جنرال میلر زیاته کړې، چې که افغانستان د سولې هوکړې ته ورسیږي؛ بیا هم مونږ ته امر شوی، چې له افغانستان څخه ووځو.

هغه ویلي، چې طالبان اوس هم له القاعده سره اړیکې لري.

نوموړي د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

جنرال سکاټ میلر څرګنده کړې: د طالبانو د تاوتریخوالی کچه اوس هم لوړه ده او دا د سولې پر بهیر بده اغېزه کوي او که له وتلو وروسته تاوتریخوالی پراخه شي؛ نو دا به د ټولې سیمې لپاره خطرناک وي.

د جنرال میلر دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې ټاکل شوې تر ۱۵ ورځو د هلمند د شورابک ولسوالۍ له باسشن، د کابل د اګریز او د میدان وردګ د کوپ له اډو بهرني ځواکونه ووځي او دا مرکزونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د امریکا مشرانو جرګې ویلي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته تر دا مهاله لس پوځي اډې امریکایي ځواکونو خوشې کړي دي او ټاکل شوې، چې د همدې بهیر په لړ کې څلور نورې پوځي اډې په پېنځلس ورځو کې تخلیه شي.

په افغان پوځ کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې ټاکل شوې امریکایي پوځیان له درې پوځي اډو او یوه هوایي ډګره ووځي او مسوولیت یې افغان ځواکونو ته وسپاري.

ویل کیږي، چې د دې اډو د سپارلو بهیر به د درې امنیتي بنسټونو د ۱۰ کمېټو په ګډ کمیسیون کې د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ پلی شي.

جنرال میلر ویلي؛ مونږ دا وړتیاوې لرو، چې له لرې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسوشیټیډ پریس د تېرې ورځې د راپور له مخې؛ د سي آی ای مشر ولیم برنز کابل ته سفر کړی و، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا و ارزوي.

Trending

Exit mobile version