سیمه ییز خبرونه

د ظاهر قدیر ساتونکیو د ځانمرګي پر شک قومي مشر وژلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر ساتونکیو یو قومي مشر د ځانمرګي برید کوونکي پر شک وژلی دی.

د ننګرهار ولایت قومي مشرانو د ننګرهار ولایت مخې ته د غبرګون ښودلو په موخه راټول شول او وایي، چې د ظاهر قدیر شخصي ساتونکیو له یوه قومي مشر سره له لفظي شخړې وروسته هغه په دې بهانه وژلی، چې ګڼې ځانمرګی بریدګر و.

د خوږیاڼو قومي مشر حاجي ولي وایي، دا قومي مشرظالمانه او په نامشروع بڼه وژل شوی دی.

دوی د دغه قومي مشر جنازه د ولایت مقام ته راوړې او ګواښ یې کړی، چې تر هغې به خاورو ته ونه سپارل شي، چې قاتلان یې نیول شوي نه وي.

دوی وایي، که حکومت دې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي؛ مونږ به خپله خپل بدل پخپله واخلو.

د خوږیاڼو قومي مشر شاه زمان خان په ډاګه کړه، چې مونږ له مرکزي حکومت غواړو، چې دا قضیه وڅېړي.

اعتراض کوونکیو د وژل شوي قومي مشر له نوم اخیستو ډډه کړې ده.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې اړوند ارګانونه پر رامنځته شوې پېښې کار کوي.

د ولسي جرګې استازی ظاهر قدیر ويلي، چې د دغې پېښې له څرنګوالي خبر نه دی. حکومت باید په دې اړه قانوني څېړنې تر سره کړي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ظاهر قدیر د کور ساتونکیو یو ځانمرګی وژلی؛ خو دا خبر دروغ و.

Trending

Exit mobile version