تازه خبرونه

د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر او د رایو ورکولو سیستم دې باطل شي- سیاسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېر ګوندونو او حزبونو، سیاسي ډلو او شخصیتونو د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر د باطلیدو او د رایو ورکولو په سیستم کې د بدلون غوښتنه وکړه.

یو شمېر ګوندونو، سیاسي ډلو او ځینو سیاسي څېرو د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۳) په یوه ناسته کې بحث وکړ، چې څه ډول کیدای شي، چې د باور وړ ټاکنې تر سره شي. دوی د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر د باطلیدو او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې لپاره د بایو متریک سسیتم وړاندیز وکړ.

د وحدت ملي ګوند استازی اسدالله سعادتي وایي، چې: د حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې بهیر د بشپړې محاسبې د نشتوالي او نامسلکیتوب له کبله نه یوازې د افغانستان د خلکو وخت ضایع کړی، بلکې میلیونونه دالر یې هم پر دغه نیمګړي، فساد خپروونکي او له درغلیو څخه پر ډک بهیر لګولې دي.  

نوموړي زیاته کړې، چې: دغه روان نظام پر درې مهمو کرښو؛ په ولایاتو کې د استازولۍ پر ساتنه، په هېواد کې د قومي توازن ساتل او د برابرو فرصتونو پر رامنځته کیدو راڅرخي.                

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، که هر ګوند او سیاسي بهیر د ټاکنو په اړه اندېښمن وي، کولی شي له بېلابېلو پړاوونو یې څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي:  ګوندونه او احزاب دې راشي او له دغه بهیره دې څارنه وکړي، چې نور هم روڼ شي.            

سیاسي ډلو او شخصیتونو په ډاګه کړې، چې که یې  ټاکنو خپلواک کمیسیون، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنې له پامه وغورزولې؛ له ټولو امکاناتو څخه به له هغو لارو ګټه واخلي، چې افغانستان ته کړکیچ جوړونکې دي؛ ګټه پورته کړي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version