Connect with us

تازه خبرونه

د ختیځوالو په غوښتنه مې شپني عملیات بند کړي- اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني په جلال آباد کې یوې ټاکنیزې ناستې ته ومنله، چې په خوږیاڼو کې د صفر دوه قطې پر شپنیو عملیاتو ملکي وګړي وژل شوي او څرګندوي، چې د ختیځوالو په غوښتنه یې دغه عملیات بند کړي او د شهیدانو پوښتنه به هم وکړي.

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني خلکو ته ډاډ ورکړ، چې که دا ځل ولسمشر شوم؛ د شپني قطعاتو په تشکیلاتو کې به بنسټیز بدلونونه راولم او ختیځوالوته به ډېر پام وکړم.

هغه ادعا وکړه، چې په تېره دوره کې یې ډېرخدمتونه کړي او زورواکان یې مهار کړي دي.

ښاغلي غني په ډاګه کړې، چې زه ټوله ورځ د افغان هېواد د خیر لپاره کار کوم او سیال مې ټوله ورځ ځان سینګاروي او خوبونه کوي. نور؛ نو ستاسې خوښه، چې څوک ټاکئ.

د غونډې په پای کې ځینو ګډونوالو غونډې ته پر راتګ پېښماني ښکاره کړه او څرګندوي؛ له ښاغلي غني یې داسې څه وانه وریدل، چې خپل راتلوونکې ته هیله من شي.

دوی وایي، دغه نوماند بریالی نشو، چې خلکو ته خپله برنامه وړاندې کړي؛ داسې وغږیده، چې خلک ورته چاچکې وکړي.

ځېنو دا هم وویل، چې غونډې ته د پیسو په بدل کې راغلي وه.

د غونډې لپاره اوس یوه ورځ وړاندې د ښار ګڼې لارې تړل شوې وي او د جمعې پر ورځ د ښار یو شمېر سیمو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیده او له همدې کبله د ننګرهار ځینې مخورګیله من شوي هم دي.

قومي مشر حاجي شیراحمد شینواری وایي؛ نیوکه مې داده، چې ښار بند و او ولسونه مو په تکلیف شول. زما سیاسرې، سپین ږیري او ناروغان له ستونزو سره مخ شوي او هر چا دوه ساعته پر پښو ځانونه تر کورونو رسولي.

په ننګرهارکې د اشرف غني شاوخوا ۴۰ کمپایني دفترونه دي، چې تراوسه یې میلیونونه افغانۍ پرکمپاین لګولي دي. د ځېنو دفترونو مسوولینو یې ادعا کړې، چې د دوی د ښه کمپاین له برکته ډېرخلک غونډې ته راغلي وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!