تازه خبرونه

د برښنایي تذکرو د وېش په خبرو کې حکومت پرمختګونه کړي- روح الله احمدزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د برښنایي تذکرو د وېش اداره وایي، د دې تذکرو د وېش پر څرنګوالي ولسمشرۍ او سپیدار ماڼیو خبرې کړي او پرمختګونه هم راغلي دي.

له یوې میاشتې به ډېره موده کیږي، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برښنایي تذکرو د وېش بایومتریک سیستم روان ساتل شوی او تر اوسه څه باندې ۱۵ سوه کسانو خپل معلومات ثبت کړي؛ خو اوس هم نه ده معلومه، چې ولسمشر به د تذکرو د وېش پرېکړه څه وخت کوي.

د برښنایي تذکرو د وېش ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، چې د دې تذکرو د وېش لپاره بشپړ فني چمتووالی نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د ولسمشرۍ او سپیدار ماڼیو تر منځ د تذکرو د وېش پر څرنګوالي مخالفتونه تر یوه بریده حل شوي دي؛ خو یوه حکومتي سرچینه وایي، چې اوس هم ولسمشر او اجرائیه رییس په دې برخه کې وېشلي دي او له  همدې کبله دغه لړۍ نه ده پیل شوې.

هغه څرګنده کړې: تر دې دمه مونږ ته ویل شوي نه دي، چې ولسمشر کله او پر کومه نېټه خپله تذکره اخلي.

په سیاستوالو کې بیا دا باور دی؛ د برښنایي تذکرو د وېش په وړاندې ستونزې د دې لپاره دي، چې حکومتي مشران د تذکرو د وېش لپاره اراده نه لري.

سیاسي کارپوه صدیق پتمن وایي: حکومت خپله د برښنایي تذکرو موضوع سیاسي کړې؛ ځکه، چې حکومت کوونکي یووالی او همغږي نلري او ناندې یې روانې ساتلې دي.        

که څه هم په ځلونو د برښنایي تذکرو د وېش لپاره نېټې وټاکل شوې؛ خو اوس هم دغه لړۍ نه ده پیل شوې. برښنایي تذکرې د ښه حکومت لپاره لومړنی اصل ګڼل کیږي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version