Connect with us

تازه خبرونه

د غزني جګړه یوه توطیه وه، خو افغان ځواکونو شنډه کړه- اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د غزني جګړه یوه نړیواله او سیمه ییزه توطیه بولي او وایي، چې افغان ځواکونو شنډه کړه.

ولسمشر غني د پنجشنبې پر سهار د غزني د امنیت څېړلو لپاره دې ولایت ته ولاړ او له ملکي او پوځي مسوولینو او د خلکو له استازیو سره یې وکتل؛ خو طالبانو دغه مهال د ښار پر اړوند سیمه څو توغندي وتوغول.

ولسمشر اشرف غني وایي، چې د غزني امنیت ورته په لومړیتوب کې و؛ نو، ځکه یې د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته له تګ ډډه وکړه.

د ټاکنیزو ستونزو پای، اداري سمونونه او د ښځو رول نور مسایل ول، چې ولسمشر غني پرې ټینګار څرګند کړ.

دا غزني ته د ولسمشر دوه یم سفر دی، چې د دې ښار له سقوط وروسته تر سره کیږي.

یوه نیمه میاشت مخکې طالبانو د غزني ښار پر ځینو برخو حمله وکړه او ځینې ساحې یې ونیولي. ولسمشر د زمري په ۲۶ دې ولایت ته تلللی و؛ امر یې وکړ، چې دغه ولایت دې لومړۍ درجې ته پورته شي او ټول اداري تشکیلات یې هم باید د لومړۍ درجې ولایت په توګه بدلون وکړي.

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.

د دې غونډې په پای کې دوی د زده‌کړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشه‌یي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

 د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!