بلخ @ps

د شاهین قول اردو پیره دارانو خپله دنده پریښې وه او لمونځ یې کاوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سرتېري باید د دندې د ترسره کولو په وخت کې د جماعت لمونځ په دوه ډلو کې ادا او د دښمن له مکره غافل نشي.

 

د افغانستان د عالمانو شورا د طالبانو دا عمل یو ستر جنایت ګڼي.

طالبانو د شاهین قول اردو په جومات کې پر لمانځه ولاړ سرتېري په نښه کړل. دوی د لمانځه لپاره کتارونه تړلي وه؛ خو خبر نه ول، چې خونړۍ برید پرې کیږي.

د ارشاد او جوماتونو د انسجام رییس مولوي فضل کریم سراجي وایي، د خاورې ساتنه د جمعې له لمونځ ډېر ارزښت لري.

د نوموړي په وینا؛  د قول اردو  پیره دارانو خپله دنده پریښې وه او لمونځ یې کاوه.

هغه زیاتوي، طالبانو مخکې هم پر جوماتونو بریدونه کړي او دا د هغوی لومړنی کار نه دی.

بلخوا ځینې دیني عالمان او د ولسي جرګې غړي د دې پیښې د څیړنې غوښتنه لري، چې ولې طالبانو پر جومات برید وکړ.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازی مولوي عبدالرحمان رحماني وایي، اوس به معلومه شي، چې سر یې له کومې غاړې راوځي او له کوم کفري هېواده مرستې تر لاسه کوي.

عام خلک هم د دې برید په تړاو خپله کرکه څرګندوي او وایي، د لمانځه پر مهال برید په اسلام کې مردوده دی او طالبان نه شي کولی خپل دا عمل توجیه کړي.

Trending

Exit mobile version