Connect with us

مهم خبرونه

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سیلابونو ځاني زیانونه اړولي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ایران په جنوبي ولایت پارس کې د سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د ایران د بېړنیو روغتیایي خدماتو مشر پیر حسین کولیوند د دوشنبې پر ورځ ایرنا خبري آژانس ته ویلي، چې د دې ولایت په مرکز شیراز کې سیلابونو ۱۰۰ نور کسان ټپیان کړي دي.

د بېړنیو خدماتو اداره وایي، یو بل کس په کرمانشاه ولایت کې مړ شوی دی.

د کولیوند په خبره د شیراز په قربانیانو کې درې ماشومان شامل دي.

د ایران د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نورو سختو اورښتونو خبرداری ورکړی.

لدې وړاندې د ایران دولتي «پریس تي. وي» په شمال کې د مازنداران او ګلستان ولایتونو څخه د پېنځه کسانو د مړینې خبره کړې وه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ټولو ولایتي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې بشپړ چمتووالی ونیسي.

 

تازه خبرونه

په بامیان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.

Published

on

په بامیان ولایت کې د سېلابونو له کبله ۷ ځايي اوسېدونکي مړه شوي، لس ورک دي او ډېرو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.

د باميان ولايت د مطبوعاتي دفتر وياند عبدالصبور سيغاني وايي، د دې ولايت په يکاولنګ په نمبر ۱ ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله اووه کسان مړه شوي او لس نور ورک دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ټول د دوه کورنیو غړي دي.

سیغاني ویلي، د ورکو شویو کسانو لټون روان دی.

د راپورونو له مخې، د وروستیو ورځو سیلابونو په ورس، پنجاب او کهمرد ولسوالیو کې هم مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه: 

په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م

په افغانستان کې د روانو سیلابونو له کبله لسګونه زره ماشومان اغېزمن شوي

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو

Published

on

د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.

د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یو‌این‌ډي‌پي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې  زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.

ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

مهم خبرونه

مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن

Published

on

د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سي‌ان‌آن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.

دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.

بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.

ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې

د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!