تازه خبرونه
د بیات بنیاد رمضاني مرستې د رابعه بلخي د نجونو ښوونځي ته ورسیدې
بیات بنیاد د رابعه بلخي د نجونو ښوونځي زدکوونکیو، ښوونکیو او کارکوونکیو ته خپلې رمضاني مرستې ووېشلې.
د بیات بنیاد په دې مرستو کې، اوړه، غوړي، وریجې، بوټان او سپورتي توکي شته، چې د دغه بنسټ د لوی مشر لخوا د رابعه بلخي د نجونو د ښوونځي زدکوونکیو، ښوونکیو، ملازمینو او کار کوونکوو ته ووېشل شوې.
د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات وايي، چې مونږ د پوهنې له بهیر سره مرستې ته لومړیتوب ورکړی دی.
ښاغلی داکتر احسان الله بیات زیاتوي؛ زمونږ سږنۍ رمضاني مرستې ماشومانو، ښځو او اړمنو کسانو ته ځانګړې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوړه، غوړي او وریجې ښوونکیو او کارکوونکیو ته او ځواکمن خوراکي توکي ماشومانو ته وېشو.
د دغه ښوونځي مسوولین او ښوونکي د بیات بنیاد دغه مرستې اغېزمنې ګڼي او زیاتوي، چې د روژې په میاشت کې له اړو او مستحقو کسانو سره مرسته او د هغوی لاسنیوی ډېر ثواب لري.
ښوونکې نجیبه وایي: دا، چې بیات بنیاد د ښوونکیو لاسنیوی کوي؛ ترې ډېر خوشحاله یو.
دغه راز د دغه ښوونځي په زده کوونکو سپورتي وسایل، قرطاسیه او بوټونه هم وویشل شول.
ښوونکې سرینا هم، چې ځان بې سرپرسته ګڼي د بیات بنیاد له مرستو مننه وکړه.
د بیات بنیاد رييس د رابعه بلخي ښوونځي له مسوولینو سره ژمنه وکړه، چې په دغه ښوونځي کې به د څښاک اوبو لپاره ژوره څا وباسي او لګښت به یې پرې کړي.