تازه خبرونه
د دیورند کرښې په اړه د پرېکړې او خبرو وخت رارسیدلی- ګاریت بېلي
د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړی استازی وايي، د دیورند کرښې پر سر د خبرو کولو لپاره مناسب وخت رارسیدلی دی، چې پرېکړه یې باید افغانستان او پاکستان وکړي.
له آریانانیوز سره په پس از خبر خپرونه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي ګاریت بېلي ویلي، چې که څه هم پر پاکستان د امریکا د مالي فشارونو ملاتړی دی؛ خو دا ټينګار هم کوي، چې د سولې پر لوري ورغلې لار د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو دوام دی.
د هغه په وینا؛ د دغه فشار موخه یوازې د سزا ورکول ندي. د دې فشار موخه دا ده، چې وسلوال خوزښتونه پای ته ورسول شي او افغانستان یو خوندي راتلونکی ولري. مونږ افغانستان ته سخت ژمن یو؛ نو له همدې کبله فکر کوم، چې د بریتانیې دریځ پدې برخه کې خورا روښانه دی. مونږ غواړو، چې د افغانستان او پاکستان په مشرۍ مذاکرات وشي او په پایله کې یې سوله رامنځته شي.
نوموړی پدې باور دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو او ښو اړیکو په اډانه کې افغانستان سولې ته رسیدلی شي.
ښاغلی بېلي دغه راز د دیورند کرښې په تړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ څرګندوي او وايي، دیورند کرښه د کوم پخواني استعماري قدرت پورې تړاو نلري، بلکې د دوه ګاونډ هېوادونو ګډه ستونزه ده.
د ده په خبره؛ فکر کوم، چې سل کاله مخکې ښايي دغه پوښتنه تر ډېره بریده له بریتانیې سره تړلې وه؛ خو ننی عصر دغه ډول پوښتنه، چې له یو پخواني استعماري قدرت سره تړاو لري، ردوي. اوس مهمه دا ده، چې پوله باید چېرته وي؛ افغانستان او پاکستان یې په اړه ګډه پرېکړه وکړي. هیڅ درېیمګړی هېواد باید پر دوی خپل نظر ونتپي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیې د لومړي وزیر ځانګړی استازی سوله په افغانستان او سیمه کې د پرمختګ یوازنۍ لار بولي او زیاتوي، چې نظامي فشار دې وي؛ خو سوله باید لومړیتوب ولري.
دیورند کرښه پر ۱۸۹۳کال د امیر عبدالرحمن او د هغه وخت د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال هنري مورتیمر دیورند ترمنځ لاسلیک شوې، چې تراوسه یو افغان حکومت هم په رسمیت نه ده پېژندلې.
دیورند کرښه ۲۶۴۰ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د اوسني پاکستان او افغانستان پښتانه پرې وېشل شوي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سې شنبې پر ورځ (د غویی یوولسمه) د کابل پولیتخنیک د زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي او نه به د هیچا پر فرمایش کار وکړي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د زدهکړیالانو د فراغت مراسم د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې ترسره شول؛ خو ډېر پر سیاسي خبرو راڅرخېدل.
نوموړي په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د سیمې ټرانزیټ له افغانستان پرته ناشوني دی او چارسمبالی حکومت ترې ګټه پورته کوي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې چارسمبالی حکومت له یوې خوا د پروژو پر پلي کېدا او له بلې خوا د کانونو پر استخراج کار کوي.
هغه دغه راز هېواد ته د مهاجرینو د راستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چارسمبالي محمد خالد حنفي ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري علومو د پراختیا مخالف ندی او غربي هېوادونه د اسلامي امارت پر خلاف په دې اړه منفي تبلیغات کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بریالی شوی؛ د اقتصاد، روغتیا او پوهنې په ډګرونو کې به هم بریاوې ترلاسه کړي.
له بلېخوا د لوړو زدهکړو وزارت یو شمېر نورو چارواکو ويلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د علمي او تحصیلي پراختیا په برخه کې پرمختګ وکړي او له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د فراغت له دې پړاو څخه د ۱۷ څانګو ۵۳۷ زدهکړیالان فارغ شول او د اسلامي امارت د چارواکو لهخوا د فراغت سندونه ورکړ شول.
تازه خبرونه
افغان ـ ترکمن چارواکو په هرات کې د نورالجهاد سب سټیشن چارې وارزولې
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې د دې شرکت د رهبرۍ او ترکمن پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سب سټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو، فعالېدو او پرانیستلو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني په دې ناسته کې ویلي؛ اوسمهال د نورالجهاد سب سټیشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي مسایلو له حل کېدلو وروسته نوموړی سب سټیشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د ترکمنستان نړیوالو پروژو رییس مراد آرتیکوف ویلي؛ د نورالجهاد سب سټیشن چارې د دواړو لوریو ترمنځ په ښې همغږۍ ترسره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي.
د آرتیکوف د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسایلو پروتوکول هم په راتلونکیو ورځو کې تائید او وروستی شي.
ویل کیږي، چې د نوموړې پروژې له پرانیستې سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برښنا کچه لوړه او زرګونه نوي پېرودونکي د برښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.
تازه خبرونه
له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو یوو- ایران
په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د غویی لسمه) د هرات ولایت په یوه جوماتن کې له وسلهوال برید وروسته څرګنده کړې، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.
یاد سفارت دا غبرګون په هرات ولایت کې د شیعهګانو پر جومات له وسلهوال برید وروسته څرګند کړی دی.
دا سفارت دا برید “ترهګریزه پېښه” بولي او په کلکه یې غندلې ده.
د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلې، چې ايران غواړي د دغه «جرم» عاملين وپېژني او سزا ورکړي.
دغه سفارت زیاته کړې؛ ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي؛ تېره شپه (دوشنبه د ثور لسمه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې ناڅرګندو وسلهوال پر لمونځ کوونکیو د کلاشینکوف ډزې کړي، چې ۶ ملکي وګړي یې وژلي او یو بل ټپي دی.
قانع زیاته کړې، چې د دې پېښې جزئیات به وروسته وړاتندې شي.
تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
-
تازه خبرونه2 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه3 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی3 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
-
تازه خبرونه1 day ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی1 day ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې