تازه خبرونه

د افغانستان ولسي جرګې په تور نوملړ کې د پاکستان د لیکلو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسي جرګه وایي، په  افغانستان کي د جګړی اصلي لامل پاکستان دی او نړیوال باید پر دې هېواد بندیزونه ولګوي او په تور نوملړ کې یې شامل کړي.

 دولسی جرګي لومړی مرستیال همایون همایون    د دی مطلب له څرګندولو سره وايي؛ پاکستان تل ترهګر په خپل هېواد کې روزي او افغانستان ته یې را لیږي، چې تر اوسه یې د دې کار مخه نه ده نیول شوې.

نوموړي په ډاګه کړې؛ هغو ژمنو ته په کتو، چي نړیوال یی د افغانستان په اړه لری په څانګړي توګه امریکا باید په افغانستان  کي د پاکستان د لاس وهني مخه ونیسي او د تروریزم د ملاتړي په نوم یې په تورلیست کې ونیسي.

په ولسي جرګه کي د روزګان استازی  عبید الله بارکزی ټینګارکوي، چي له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان ثبات ته هیڅ ګټه نه ده کړې او باید له سره پری کتنه وشي.

د سمنګانو استازی مخدوم عبدال الله محمدي ټینګار کوي؛ ترهغې، چي د افغانستان ملاتړي هېوادونه خپلي ژمني په رښتیني توګه پلي نکړي او د ناامنیو د مهارولو لپاره امنیتي ځواکونه تجهیز نشي  ستونزمنه به وي، چي افغانستان نسبي امنیت ته هم ورسیږي.

دا په داسې حا کې ده، چې ولسي جرګې په روانه اوونۍ کې د هېواد لوړپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي خپلې ځانګړې ناستې ته غوښتي دي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version