تازه خبرونه
د افغانستان پلاوی د قطر خپلمنځي خبرو ته روان شوی
اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې د افغانستان پلاوي د قطر خپلمنځي خبرو ته د دغه هېواد د پلازمېنې دوحې پر لوري روان شوی دی.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د اعلامیې له مخې د افغانستان پلاوي د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۵) له کابل څخه دوحې ته روان شوی دی.
پدې اعلامیه کې راغلي، چې دغه سفر د سولې د رسمي خبرو لپاره یو ښه پیل دی.
اجرائیه ریاست دا هم په ډاګه کړې، چې دغو خبرو ته هیله من یو؛ خو د طالبانو نیت باید څرګند او ښکاره وي او د رسمي خبرو له پیلیدو سره باید عملي همکاري وکړي.
د دې غونډې ځینې ګډونوالو ویلي، اوربند او تلپاتې سوله راوستل به د دې ناستې اجنډا وي.
په پاکستان کې پخواني افغان سفیر او د دې غونډې یو ګډونوال عمر زاخېلوال د دې خبرو پایلو ته هیله من دی.
د افغانانو په خپلمنځي ناسته کې د حکومتي چارواکو، سولې عالي شورا غړیو، مدنی مخکښانو او میرمنو په ګډون ۶۴ کسان ګډون کوي.
د افغان سولې شورا ویاند جاوید غفور ويلي، چې د غونډې ټول ګډونوال نارسمي او شخصي بلل شوي؛ مونږ هڅه کوو، چې د حکومت پر محوریت رسمي خبرو ته زمینه برابره کړو..
یوې بلې سرچینې ویلي، چې فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، انارکلي هنریار، فرخنده زهرا نادري، صفیه صدیقي، ماري اکرمي او معصومه مظفري هم دې ناستې ته بلل شوې میرمنې دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند او د خبرو پلاوي غړي سهیل شاهین د آریانانیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین ته ویلي؛ د چنګاښ پر ۱۶ او ۱۷ چې د جولای له ۷او ۸ سره برابره ده د بین الافغاني ناستې په اړه ورسره مشوره نده شوې او نه پوهیږي، چې څوک دغې ناستې ته بلل شوي دي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې دا پرېکړه د ناستې کوربه هېواد قطر او مدیر هېواد آلمان کړې؛ خو دوی غوره بولي، چې هغه څېرې یې بللې وي، چې په تېر کې یې ورسره په مسکو کې ناستې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایان او طالبان دمګړۍ هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر نېټه او د ډاډمن افغانستان پر پاتې کیدو بحثونه او خبرې کوي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
